په لویه پکتيا کې دبلنې(بلنه) په نوم نوې چاپي خپرونه له چاپه راووته!


راپور: فريد احمد تسکين ـ پکتيا

 ۱۳۹۱/۱۱/۱۹سلواغه

 په جنوب ختيځ زون کې د دعوت اسلامي ګوند مسوولین خبر ورکوي چې د(بلنه) په نوم نوې چاپي خپرونه يې له چاپه راباسلې ده.

دوی وايي دغه خپرونه د اسلامي اوسياسي موضوعاتو سربېره ټولنيز موضوعات هم خپروي چې دخلکو د ستونزو په انعکاس کې به مهمه ونډه ولري.

په جنوب ختيځ زون کې د دغه ګوند مشر او په مشرانو جرګه کې د پکتيا د خلکو استازي عبدالحنان حق ويون رسنيوته وويل:(( دا مهالنۍ چاپي خپرونه به په جنوب ختيځ زون کې د دعوت اسلامي ګوند د دفتر د رسنيو دڅانګې مسوول استاد شربت خان راستيار تر نظر لاندې خپريږي.))

سناتور حق و ویل دا خپرونه د اسلامي،سياسي او ټولنيزو موضوعاتو ترڅنګ د خلکو د ستونزو د انعکاس په موخه به خپريږي.

نوموړي له ټولو افغان ليکوالو غوښتنه او هيله وکړه چې د دې خپرونې د مضامينو په ټولولو کې ورسره مرسته وکړي.

له بله پلوه د رسنيو فعالين د دې چاپي خپرونې چاپ کېدل د چاپي رسنيو په ځانګړي ډول د ژورنالېزم په ډګر کې يو نيک او پياوړی ګام ګڼي.

دوی وايي دا به د خلکو د ستونزو په انعکاس او دبيان د ازادۍ په پرمخ بيولو کې به مثبته اغېزه وکړي او زياتوي د ژورنالېزم د مسلک فرهنګ به د دې سيمې په خلکوکې دود وموي.

که څه هم د طالبانو دحکومت له نسکوريدو را په ديخوا په افغانستان کې ژورنالېزم  دبیان ازادۍپه پياوړتياکې اهمه ونډه اخيستې؛خو دبهرنيوځواکونو وتل له افغانستان څخه د نورو اقتصادي کارونو ترڅنګ پر رسنيو هم اغېز کړی چې ځينې رسنۍ د اقتصادي ستونزو له امله تړل شوي او ځينې يې لا د بهران په لور روانې دي.

داچې د افغانستان راتلونکی به د رسنيو له کومو ستونزو او ننګونو سره مخ وي داهغه پوښتنه ده چې راتلونکی وخت به يې ځوابوي.

د يادولو ده،چې په پکتيا کې دغږيزو،بريښنايي او انځوريزو رسنيو ترڅنګ چاپي خپرونې هم فعالیتونه کوي چې د سيمې د پوهې او مالوماتو په زياتوالي کې يې مهم او ارزښتمند رول لوبولی دی.