ملامعتصم اغاجان، جعلي غونډې او جعلي استازي
لیکونکی مولوي محمد اسحاق نورزی
امريکا او متحدينویې په دوه زره يو کال د طالبانو لخوا جوړ شوی اسلامي امارت د يوې هجومي جګړي په پایله کې له واک نه بې واکه کړ، او طالبانو د يوې خورې ورې غلجکې جګړې له پاره د چمتوالي په موخه ځانونه يو بل لور خواره کړل.
چاپه په دې جګړه کې سرونه ورکړل، څوک اسيران شول، يو شمير کسانو دریځونه بدل کړل او پاتي ټولو د ملامحمد عمر په مشري کې د نړيوالو ځواکونو په وړاندې په جګړه لاس پوري کړ، په دي جګړه کې ښکېلو بهرنيو ځواکونو له پراخو جنګي وسايلو، مالي مصارفو، استخباراتي هلوځلو او ډليزو رسنيو څخه کار واخيست، کلونه واوښتل جګړه نوره هم تونده شوه، د طالبانو نفوذ،وسايلو او جنګي تاکتيکونو پراختیا وموندله او دې جګړې د نړۍ د يوې ډيرې پیچېده جګړې بڼه غوره کړه، له دې سره د امريکا په مشري نړيوال جنګي بلاک هم د جګړې ترڅنګ په خپلو سياسي او استخباراتي هلو ځلو کې بدلونونه وکړل، چې له امله يې له طالبانو سره د سياسي ډايلاګ خبرې هم پر ژبو شوې، په پېل کې دغه ډول اوازي يوې معما ته ورته وي او د طالبانو مشرتابه ویره لرله چې ښايې له همدي لاری امريکا او متحدين هڅه وکړي چې د طالبانو جنګي ماشين ته زيان واړوي، خو څه موده وروسته د طالبانو له خوا د يوه اسير شوي امریکايي پوځي افسر په بدل کې له ګوانتانامو زندان نه د طالب بنديانو د راخوشي کېدلو له پاره هلي ځلي ددې سبب شوې چې د طالبانو او امريکايانو ترمنځ نيغ په نيغه د لوړ کچ د يو تماس امکاناتو ته لاره هواره کړي، په دې کې جرمني اویو شمیر عربو هيوادونو هم دلچسپي واخسته.
طالبانو په دي اړه له اوله ډير محتاط قدمونه واخستل او د تور لسټ خاتمه، دبنديانو تبادله يې د يوداسي مقدماتي شرط په توګه وړاندي کړل چې دابه د مستقيمو خبرو د پېل له پاره د باور فضا رامينځ ته کړي، البته طالبانو له ډيره پخوا داخبره بار بار په مطبوعاتو کې کوله چې د خارجي ځواکونو په شتون کې مذاکرات نه کوي، خو امريکايانو چې کله ۲۰۱۴ کال د خپلو ځواکونو د ويستلو نيټه وټاکله نو ددې خبري اهميت هم ورسره کم شو.
لدې وروسته امریکايان په دې راضي شول چې طالبان دي د خپل يو شمير استازو لپاره معلوم ادرس ولري، ترڅو ورسره د مفاهمت او اړيکو لپاره يو چاينل موجود وي، د ادرس لپاره د قطر هيواد دلچسپي وښودله او طالبانو هم د قطر انتخاب ځان ته تر نورو غوره وګاڼه، طالبانو يو شمير مرکچېان قطر ته واستول، خو امريکايانو لکه څنګه چې تمه کېدله پدې اړه داسې عملي ګامونه وانخستل چې له طالبانو سره د رښتيني مفاهمت څرک ورنه ولګيږي، د بنديانو دخوشي کېدلو او تورلست موضوع هم په ځای پاتې شوه، لدې سره د طالبانو مشرتابه خپلو مرکچېانو ته امر وکړ چې د مفاهمت جريان دي ودروي، او ترڅو چې امريکايان د باور د فضا لپاره لومړني شرطونه په ځای نکړي ترهغو به ورسره خبرې نه کېږي، خو دامريکا په مشري لويديځو استخباراتي کړيو په ګډه په يو لړ متبادلو هلو ځلو لاس پوري کړ او دطالبانو هغه انديښنه يې رښتيني کړه، چې د مفاهمت او سولې په نامه د طالبانو جنګي ماشين ته د زيان اړولو هلې ځلې دی، دغه ډول هڅو د اوږدې مودې لپاره د يو فايدمند او رښتيني ډایلاګ لپاره د باور فضا ته سخته ضربه ورکړه، امريکا نه يوازي پدې ونه توانيدله چې په رښتيني ډول لدې لاري د طالبانو جنګي ماشین ته موثر ګذار ورکړي، بلکې د پراخو مالي وسايلو د لګولو او ډير وخت له ضايع کولو سره سره يې د مسالمت او مفاهمې حقيقي جريان له منځه يوړ.
پدې هلو ځلو کې يو هم د يو لړ غولوونکو او مصنوعي جرياناتو راټوکول دي، چې غواړم ورباندي لږ تفصيلي رڼا واچوم.
ملااغاجان معتصم د يو غولوونکې مصنوعي جريان محور
د طالبانو د حکومت د ماليې وزير ملاغا حان معتصم چې د طالبانو د حکومت له سقوط نه وروسته د مالي غدر او خپل سرو استخباراتي اړيکو په تور د طالبانو د مشر ملامحمد عمر لخوا بې صلاحيته کړای شو او بیا په يوه وسلوال بريد کې ټپي شو، چې وروسته د اسلام آباد نه په الوتکه کې کابل ته او بيا ترکېې ته ورسول شو، له شکه پرته د پاکستان، افغانستان او لويديځو استخباراتي کړيو هڅه وکړه او لايې کوي چې ملا آغاجان معتصم د يو شړل شوي طالب مشر پرځای د يو فعال طالب مشر په توګه د يو مصنوعي او غولوونکې جريان محور وګرځوي.
له بده مرغه امريکايانو لدې سره سره چې د مجددي په مشري د پخلاينې سمبوليک کميسون او بيا د سولي شوری په نامه ډرامي هم وليدلی او ويني يې چې يو په بل پسې بې پايلي وختلې، خو بيا يې هم د جعلي او غولوونکو جرياناتو نه مخ ونه ګرځاوه.
که امريکا او لويديځې استخباراتي کړۍ ملااغاجان د يو تسليم شوي او منحرف طالب په توګه د طالبانو پرضد کاروي، نو داخو د جګړې يو عام معمول دی، خو داچې هغوی ملاغاجان د يو فعال طالب په توګه د مفاهمتي جريان برخه معرفي کوی او نړۍ ته داسي ښکاره کوي چې داغاجان په مشري هلي ځلي له طالبانو سره د مفاهمت برخه ده، نو دا دعامه ذهنيت د ګمراه کولو يوه ناکامه هڅه ده، چې تر ټولو ډير زيان د امريکا د مفاهمتي هلو ځلو حيثيت ته رسوي.
له تير يو کال راهيسې چې اغاجان معتصم د طالبانو له صف نه شړل شوی تراوسه پورې داغاجان معتصم په څنګ کې کوم پيژندل شوی او يا هم عام طالب ونه ليدل شو، چې نړۍ باور وکړي چې اغاجان د کوم کليدي رول اداکونکې شخصيت دی، له شکه پرته د هغه شخصيت عطايې و، هغه ته يواځي د ملامحمد عمر لخوا شخصيت ورکول شوی و، نه يې کومه سياسي او یا فوځي پوهه؛نه مناسب تعليم؛ نه په طالبانو کې ځانګړی نفوذ ؛ نه هم په نرمو او نيکو اخلاقو کې شهرت ؛ نه یې هم په ديني پوهه او تقوی کې کوم نوم لاره او نه هم د ولسي او قومي حيثيت خاوند و، ځکه خو له شړل کېدو سره هغه دومره يواځي شو، چې شخصي پيره داران او ډريوران يې هم ورنه جلا شول او د طالبانو په تحريک کې پاتي شول!!!
ځکه خو لويديځې جاسوسي شبکې د اغاجان دملګري لپاره د طالبانو په نوم جعلي څيرې ايجادوي چې له بده مرغه پدې کې ورسره د سيمی دیو شمير ګاونډيو هيوادونو څارګرې شبکې هم مرسته کوي، چې د سعودي او دوبۍ ناستې ددې يو غوره بیلګې دی.
د سعودي مصنوعي غونډه!
د امريکا د څارګرې ادارې سې آی اې لخوا د کابل او اسلام اباد په موافقه او د سعودي حکومت په مرسته د تير کال دحج په شپو کې د حامد کرزي د امنيتي سلاکار انجنير ابراهيم او د جمهور رئيس کرزي د ورور قيوم کرزي لخوا د يو شمير تسليم شويو او کابل ميشته طالبانو لپاره د حج ويزي ورکول شوې او همداراز اغاجان ته ددې لپاره د ېو شمېر وېزو مصارف ورکول شول، چې په پاکستان کې له ده سره تړلې طالبان حج ته راوغواړې او دلته د اغاجان په مشرې ېوه سمبولېکه غونډه وکړې او بېا دنېا ته داسې وښېې چې د اغاجان په مشرې ېې له مهمو طالبانو سره مفاهمتې غونډه وکړه.
له بده مرغه له کابل مېشتو پخوانیو طالبانو نه څو تنو دغه د رشوت حجونو ته پداسي حال کې زړه ښه کړ چې د سفر په اصلي هدف يې پوره سر خلاص نه و، خو له پاکستانه اغاجان ته د پام وړ څوک پيدانشو، البته يواځي يوڅو داغاجان پخوانی فرهنګی چوپړیان چې ده ته یې له اوله دپيسو په بدل کې کمپاین کاوه او ورسره يوشمير مصنوعي څيرې چې ځانونه يې په طالبانو تير کړي و راغلل. خو غونډه له دې امله ناکامه شوه چې د طالبانو مشرتابه وار دمخه خبرسو او داخبره يې په طالبانو کې تيته کړه چې له امله يې هغه يوڅو تنو طالبانو هم له اغاجان سره له ليدلو ډډه وکړه چې دده په مصارفو حج ته ورغلي و.
د قطر ددفتر نه هم څوک حج ته لدې امله رانغلل چې هسي نه د اغاجان غونډه ورباندي وتپل شي.
د دوبۍ اوسنۍ تازه غونډه!!!
د دوبۍ غونډه په داسي تاکتيک جوړه شوي وه، چې اغاجان پخپله پدي غونډه کې ګډون ونکړ، خو يو شمير جعلي طالبان يې په استازيتوب کېنول شول، غونډه د لويديځ د استخباراتي ستوري مايکل سمپل په هڅو جوړه شوه، او د امريکا د خارجه چارو وزارت پخوانی مرستيال رابين فيل يې هم غړی و.
له پاکستان نه دي غونډې ته عنايت الله کاکازاده د پاکستان د جاسوسي شبکې غړی برګيډیر سعد او رستم شاه مهمند راغوښتل شوي و.
د معتصم اغاجان په استازيتوب په جعلي طالبانو کې له ترکېې نه يو ازبک ډاکټر هاشم چې د جنرال دوستم سره هم اړيکې لري ورسره يوتن د سميع الحق په نامه او بل هم د خليل صافي په نامه ناست و او ځانونه یې مهم طالبان معرفي کړي و.
په غونډه کې د جنرال دوستم په استازيتوب فیض الله ذکې او له کابل نه د ازاد ګډون کوونکې په توګه وحيد مژده هم ګډون وکړ، خو کله چې وحيد مژده د غونډې په کېفيت پوه شو، نو مايکل سمپل ته يې وويل چې دا ډول مصنوعي غونډي د وخت ضياع ده، تاسو د طالبانو له رښتينو استازو او د قطر له دفتر سره تفاهم ته مخ واړوئ، ترڅو د مسالمت يو حقيقي جريان رامينځ ته شي.
البته دلته د حزب اسلامي په استازيتوب چې د ابو الاحرار په نامه کوم جعلي استازي ګډون کړی و، نو هغه د غونډي له جريان نه وروسته د غيرت بهير لخوا رد شو او د هغه په اړه يې وويل چې نه يې پيژني او نه يې استازی دی.
د طالبانو د شوری او د قطر ددفتر لخوا هم سمدستې لدي غونډې سره د نه تړاو خبر ورکول شو او په يوه اعلاميه کې يې پدي غونډه کې د خپلو استازو ګډون رد کړ.
پدې ډول داهم يو شرماوره او ناکامه غونډه وه، چې يواځې تر تبليغاتي کمپاين پوري محدوده پاتي شوه.
په غونډه کې مايکل سمپل وويل چې عنايت الله کاکازاده (عنايت کاکړ) د کوټې شورا باصلاحېته استازی دی او دی به د طالبانو د مشرتابه د استازېتوب پوره واک ولري، پداسې حال کې چې ملااغاجان عناېت الله کاکړ په غونډه کې خپل استازی ګاڼه او ماېکل سمپل ته ېې د غونډې د ګډون لپاره معرفې کړی و. عناېت الله کاکازاده تراوسه هم په دوبۍ کې له اغاجان سره په مجلل قصر کې دی او ټول مصارف ېې اغاجان ورکوې، دوی په ګډه کوشش کوي چې پدغه ډول په جعلي غونډو کې دطالبانو په استازیتوب ګډون وکړي.
ملااغاجان معتصم او دغه ياران څوک دي او ولي ورته کمپاين کوي پدې اړه لږ رڼا اچوو
عنايت الله کاکړ، سميع يوسفزی او ملاقدوسي
هغه وخت چې ملااغاجان له خليجي هيوادونو نه د طالبانو تحريک ته بسپنه راټولوله نو هغه پراخ مالي امکانات لرل او د خپل مزاج سره سم هغه د طالبانو د تحريک په بوديجه کې د مشرتابه له امره پرته پراخ تصرف کاوه، پدي لړ کې هغه يوه ډله داسي خلک برابر کړي و چې په حقيقت کې د طالبانو پرځای د ملااغاجان شخصي مامورين وو، دوی ته يې ډير ستر ستر معاشات ورکول.
پدې کې يو شمير قلموال هم و، چې اغاجان ته به يې تبلیغاتي کمپاين هم کاوه، د هغه په نامه به يې مرکې هم جوړولي او دهغه په نامه به يې لیکني هم خپرولي او مجله او ويب پاڼه يې هم ورته چلول دهمدي اجرتي قلموالو په برکت له بې سواده اغاجان نه په مطبوعاتو کې يو شخصيت جوړ شو، چې کله اغاجان منزوی او بيا ترکېې ته ولاړ نو هغه يو لړ نوي قلمي همکاران هم پيداکړل چې غالبا د يو شمير څارګرو ادارو لخوا دغه کارته وهڅول شول، چې يو پدې کې سميع يوسفزی هم و، چې ترکیې ته دملامعتصم په رسيدو يې د هغه لومړۍ مرکه او دهغه په نامه يوه ليکنه په رسنيو کې خپره کړه، سميع يوسفزی د امریکا د نيوزويک مجلي خبريال دی چې يو ځل په وزيرستان کې پاکستاني طالبانو امریکا ته د جاسوسي په تور ونيو او بیا خوشي شو او دوهم ځل د پېښور په حيات اباد کې له يوه وسلوال بريد نه روغ ووت، په نوموړي تور دی چې د امریکا او پاکستان څارګرو شبکو ته ګډه جاسوسي کوي.
عنايت الله کاکازاده چې په عنايت کاکړ هم ځان معرفي کوي د غزني ولايت د واغز ولسوالۍ د مشهور عالم مولوي کاکامرحوم زوی دی، چې مشر ورور يې مولوي رحمت الله کاکازاده د طالبانو د حکومت په دوره کې د کراچې کونسل و، ويل کېږي چې هغه د حرکت الانصار د کشميري اورپکو له مشرانو سره نژدي اړيکې لرلي او ددې ډلي له مؤسس مفتي رشيداحمد لديانوي نه يې دطریقت لاس نيوی هم کړی
د طالبانو د حکومت له سقوط وروسته پرعنايت الله کاکړ تور و، چې د آی اس آی له شبکې سره يې د ځينو طالبانو په نيولو کې مرسته کړي، عنايت الله کاکړ لومړی د امت اردو ژبي ورځپاڼي سره کار کاوه، بيا يې څه وخت د بي بي سي له نړيوالي راډيو سره هم همکاري لرله، د نوموړی مشر ورور ويلي وو، چې عنايت الله کاکړ يې د ځينو طالبانو په مشوره د پاکستان په څارګره اداره کې داخل کړی، عنايت الله کاکازاده پخپله هم بار بار اعتراف کړی چې څوځله د پاکستان څارګري شبکې د طالبانو په اړه د معلوماتو لپاره احضار کړی، خو دده په قول چې ده د طالبانو په اړه معلومات ندي ورکړي.
پدې وروستيو کې حج ته د عنايت کاکړ سفر او هلته له ملا معتصم سره ناسته پاسته او بيا دوبۍ ته د ملا معتصم لخوا راغوښتل دهغه په اړه نوې شکونه راپورته کوي.
خو دالا دقيقه نده معلومه چې ښاغلی کاکړ يواځي د پيسو په بدل کې ملامعتصم ته کمپاين کوي، او که د پاکستان د څارګرې ادارې لخوا هم دنده ورسپارل شوي، په دوبۍ کې عنايت الله کاکړ له څه مودې راهيسي د يو بل ملا سره هم ناسته پاسته لري، دا ملا د عسلو تجارت کوي او په ابو خليل قدوسي سره شهرت لري، نوموړی د افغانستان د پکتيکا ولايت دی او کور يې د کراچۍ ښار په ليبر کالوني کې دی،دوبۍ ته تګ راتګ لري، په دي وروستيو وختونو کې ملاصيب دغه نوی تجارت ته هم لاس اچولي او د پیسو په بدل کې ملامعتصم ته کمپاین کوي، څو ورځي وړاندي يې د ملا معتصم په ملاتړ يوه اوږده ليکنه په ويب پاڼو کې زما ترسترګه شوه چې په اړه یې ماته راکړل شوي معلومات نور هم کره ثابت شول.
ټیکسي وان سميع الحق او پاکستانی سعود فيصل
له نن نه څلور کاله وړاندي د ننګرهار د للمې اوسيدونکی سميع الحق د یو بل پاکستاني سره په ګډه چې دهغه نوم سعود فيصل دی يو کاميابه لوبه جوړه کړه.
سعود فيصل د پاکستان دکشميري تنظيم جيش محمد سره اړيکې لري د پېښور ښار دنوتيه سيمې اوسيدونکې دی او د ماشومانو يو سکول هم لري، نوموړي د پاکستان د څارګرې ادارې سره هم نژدي اړيکې لري.
سميع الحق او سعود فیصل د يو پاکستاني ژورنالست په مرسته يوې نړيوالې بشري ادارې ته ځانونه د طالبانو استازي معرفي کړي وو او ترڅلور کالویې دغه اداره غولولې وه، بهرته یې ددغه ادارې په لګښت سفرونه کړي و، غونډې یې کړې وې او ددغه ادارې کارکوونکو ته یې د طالبانو د شورا او مشرتابه په نامه بار بار جعلي خطونه جوړکړي وو، بالاخره یې ددغې ادارې په توسط له نورو نړيوالو سياسي او جاسوسي ارګانونو سره اړيکه ټینګه کړې، خو کله چې ددې ادارې کارکونکي دهغوی په ځينو ايکټونو، نه معلوماتو او وعده خلافيو شکونه کوي او دهغوی په هويت بي باوره کېږي، نوپدي اړه څيړنه پيلوي اخير خبره د طالبانو مشرتابه رسيږي، هغوی حیرانيږي او له دي ادارې سره اړيکه نیسي اودوه مهم کلیدي کسان ورلیږي چې خبره معلومه کړې، دغه اداره چې په حقيقت پوه شي له سميع او فیصل سره اړيکه شلوي، سميع الحق چې ددوبۍ اقامه هم لري د طالبانو له ويرې سمدستي دوبۍ ته تښتي هلته ټیکسي واني پېلوي او بيا يوه ورځ د برتانيې سفارت ته ورځي او په برتانيه کې د سياسي پناه غوښتنه کوي چې طالبان مې وژني، بالاخره بيا د دوبۍ په غونډه کې هغوی داځل د معتصم په استازيتوب په هم هغه جعلي بڼه ګډون کوي او بيا هم هغه درواغجنه دعوه تکراروي.
دلته له سړي سره شک پيداشي چې ايا نړيوال استخبارات غواړي چې د طالبانو سره د خبرو پرځای همداسي مصنوعي او غولوونکې جريانات پرمخ بوزي او دنيا وغولوي، او که د ګاونډيو هيوادونو استخبارات غواړي چې طالبان په رښتيني بڼه له نړيوالو سره مخ نشي، تفاهم ونکړي او پرځای یې مصنوعي څيرې وړاندي شي، ترڅو پدي ډول ددي هدف مخه ونيول شي او طالب د تل لپاره د ګاونډيانو په منګولو کې همداسي محصور او مجبور پاتي شي.
دسوال ځای دادی چې په غلو،رټل شویو ،شوکمارو اوجعلي کسانو غونډې جوړول به نړۍ اوافغانانوته څه پيغام ورکړي؟
دسیمې او افغانستان روان ناورین ته به دحل پرځای سپکاوی نه وي؟
ترڅوبه دغه ډول مسخرې نړیوال میډیا کوریج کوي او دنړۍ او او افغانانو په هیله مندو اومنتظرو سترګوکې به خاوري اچوي!!!
یادونه :
دا لیکنه دمحترم معتصم اغاجان پر ضد نه ده شوې بلکه ددې لپاره شوې ده چې دافغانستان مظلوم ملت خبرشي او وپوهېږي چې اصلي دسیسه څه او دڅه دپاره روانه ده .
په درنښت
دنښترویبلاګ یادښت:
که رښتیا هم لوبه دمحترم لیکوال له لیکنې سره مطابقت ولري نوداپه زغرده وېیلای شو، چې بې له تاوانه ګټه به یې هیڅچاته هم ونه رسیږي.
داډول لوبې به هسې دوخت وژلو اوبشریت سپکولوترڅنګ یوځل بیادنړۍ له څو قطبي کېدو سره مرسته وکړي البته دنړۍ څو قطبي کېدل به له یوې خوا ګټور هم تمام شي خو...