ارواښاد زملوال؛ د معاصر افغان نشنلېزم بنسټ ایښودونکی

ډاکتر ځلاند

د نړۍ ټول هېوادونه د ملي ارزښتونو او ملي واکمنۍ په وجود کې د خپلواکو او سر لوړو هېوادونو په توګه پېژندل کېږي. چېرته چې ملي ارزښتونه نه پالل کېږي د نورو ملتونو سره د جغرافیوي سرحداتو او د ملي ځانګړنو د توپیر له مخې عمل نشي کولای، هلته ملتونه د نیواک تر اغېز لاندې خپله خپلواکۍ نشي توجیه کولای  او نه خو د ملي هویت په لمن کې د خپل وجود پیاوړتیا لپاره څه ترسره کولای شي، ځکه خو لوی میرویس نیکه د صفویانو د ظلم په خلاف غږ پورته کړ او په افغانستان کې یې د لومړي ځل لپاره د جمهوریت او ملي واکمنۍ د را منځته کولو بریالۍ هڅه وکړه. په همدې تصور او مزل روان نومیالي افغان او د افغانانو ستر بابا احمد شاه بابا (رح) د لوی افغانستان هغه تصور چې میرویس نیکه یې ارمان کړی و پوره کړ او په سیمه کې د افغان ملت د ټولو پرګنو څخه یو داسې متحد ملت رامنځته کړ، چې د خپل وخت ټول سیمه ییز طاقتونه یې په شمال، لویدیځ ، سویل او ختیځ کې مات کړل او د لوی افغانستان پراخه جغرافیه یې رامنځته کړه.

احمدشاه بابا د خپل وخت تر ټولو زړور، په هېواد مین او ستر سیاستمدار مشر وو، هغه د ملي ارزښتونو په پاللو او د ملتپالنې په اړتیا پوهېده، هر ځل چې له خپلې جغرافيې څخه د لویدیځ اصفهان او یا سویل ختیځ ډهلي پر لوري تلو بېرته خپل هېواد ته راستنېده، ځکه چې هغه نه غوښتل د افغان ملتپالنې دنده د راتلونکي نسلونو لپاره ناشونې کړي، بلکې غوښتل یې چې افغان ملي واکمنۍ د افغانانو تر طبیعي جغرافیې پورې محدوده وساتي. د همدې نظریې او عمل له مخې ویلی شو چې د افغانستان د جوړښت او افغان ملتپالنې بنسټ اېښودونکي احمدشاه بابا دی.

له احمدشاه بابا څخه را پدېخوا د ملت جوړونې په برخه کې د هغه په څېر په حکمت او بصیرت بل هېچا داسې ستر قدم پورته نکړ او له دې کبله موږ ته را پاتې لوی افغانستان د ګاونډیانو د تاړاکونو او نیواک تر اغېز لاندې له شمال، لویدیځ او سویل ختیځ لخوا تر یرغلونو لاندې ونیول شو او له انګریزانو (اوسني پاکستان) سره د ډیورنډ کرښې پورې غاړه د کوزې پښتونخوا سیمه لانجمنه پاتې شوه. په اوسني پېر کې د احمدشاه بابا د همدې ملتپالنې د نظریې پالونکی د قلم د سنګر ستر غازي او د معاصر افغانستان ستر تاریخ پوه غلام محمد زرملوال همدې اړتیا ته په کتو، د افغان ملتپالنې د روحیې د احیا او بیا ژوندي کېدا لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړې. زرملوال صیب له تورې تېره قلم لاره، ځکه یې د قلم په چلولو سره د افغان ملت د جوړونې او د لوی افغانستان د رامنځته کېدا د خوبونو تعبیر ته لاره هواره کړه.

زرملوال صیب د خپل پیاوړي قلم په زور شاوخوا څلورڅلویښت کتابونه د همدې نظریې له مخې ولیکل چې وکولای شي په افغانانو کې د افغان ملتپالنه را بېداره کړي او د ملت د بقا لپاره یې فکري کرښې ترسیم کړې، چې له مخې یې افغانان خپل دښمنان وپېژني او هم یې ددې دښمن سره د جګړې وسایل په نښه کړل.

زرملوال صیب د خپلو څېړنو او ځیرنو په پایله کې د انګریز دې شوم فکر او دسیسې موندلو ته لاره پیدا کړه چې افغانان باید تر وروستي افغانه ووژل شي، ځکه خو زرملوال صیب تر وروستي افغانه د افغانستان پالنې د روحيې او دندې د پېژندګلو لپاره پېنځه ټوکه کتاب د (افغانستان تر وروستي افغانه) ولیکه، چې نړۍ ته دا وښيي چې که د لوی افغانستان یو افغان هم ژوندی وي، د دوی دا شوم ارمان به پوره نشي او نه خو د ژوند پر ډګر د ملتونو د محوه کولو هغه ایډیال هدف تر لاسه کېدای شي چې انګریزان یې د یوه ملت د محوه کېدو په پایله کې تصور کوي.

زرملوال صیب د احمدشاه بابا د جرګې د جوړېدا او تکرار له مخې غوښتل د افغانستان روانې کشالې او غمیېزې ته د پای ټکی کېږدي. هغه د خپل کتاب (د احمدشاه بابا جرګه) کې داسې لیکلي: د ابدالي بابا يوه خورا نامتو مقوله چې" په نړۍ كې هېڅ سيمه هم د هغې ځمكې ځاى نشي نيولى چې انسان پكې خاپوړې كړې وي" د ده په هكله دا اثباتوي چې لومړى افغان و او بيا وروسته امپراتوري جوړوونكى. …"   په پښتو ژبه يې شعر ليكه او اشعار يې ټول حماسي، د وطن په مينه او افغان ملت ته د ويښتيا او يو كېدو په پېغامونو رنګين وو:

ځان به ويښ كړو هرې خوا ته     هرې خواته رقيبان دي

يو پر بل مو سره وژني      وايي خپل يو، غليمان دي

د احمدشاه بابا د افغاني ناسیونالیزم د پالنې په اړه زرملوال صیب داسې لیکي: حتى د افغاني ناسيونالزم او افغانانو خورا بېباكه غليم، اولف كيرو (Olaf Caroe) هم هغه هيلې او احساس نشي پټولى چې احمدشاه ابدالي د افغانانو په زړونو او رګونو كې راپارول.  د "پټهان" په نوم په خپل كتاب كې، كيرو ليكي، چې د نوموړي"… . د كورنۍ نوم لا اوس هم. ... د افغانانو د وفادارۍ احساسات راپاروي.  د نوموړي د برياوو يادونه زموږ د زمانې د لويديځ پاكستان د هېوادپالو په ذهنونو كې هم احساسات ژوندي ساتلي دي.  احمدشاه د طبیعي نبوغ  څښتن و. … که څه هم هغه يو نظامي سړى و، مګر نرم او زړه سوی يې درلود او تر كومه پورې چې شونې وه، پر جنګ يې روغې جوړې ته ترجيح وركوله."

د زرملوال صیب په اند ملي تاريخ، ملي دودونه، ملي نواميس، عقايد او سمبولونه د ملتونو د جوړښت، ثبات، پرمختګ او پايښت بنسټونه جوړوي. همدا ځانګړنې د ملتونو د ژوند او مرګ ترمنځ بېلوونکې کرښې دي.  يو ولس هغه وخت له تباهۍ سره مخامخ کېږي چې د ژوند دا اډانې يې ترې وتروړل شي او هغه وخت یې وجود له خطر سره مخامخ کېږي چې د بقا ایډیالوژي او مفکوره یې له فکري او ذهني بنسټ څخه بې برخې شي.

زرملوال صیب د افغانانو د روانې جګړې ته د سولې د خبرو د ټغر د خورولو لپاره داسې وړاندیز لاره: د افغانانو لپاره به سوله هغه وخت پتمنه او د منلو وړ وي چې محراب او ټغر پرې ګډه فيصله وکړي. له افغان علماو څخه هيله کېږي چې د منافقينو له لاسه د اسلام او مسلمانانو د ژغورلو لپاره لاس پر کار شي. د افغان علماو مقدسه وظيفه ده چې د خپل ملت د نجات پر لور خپل جومات او حجره سره يوه کړي. "

د زرملوال صیب همدې سپېڅلي او ملي فکر د نن ورځې له ځوانانو څخه پالنه غواړي او د همدې فکر د غزولو او خپلولو د وړتیا لپاره باید زرملوال صیب په قلم لیکل شوي کتابونه په وار وار چاپ شي چې د هر افغان تر کوره ورسېږي او پرې پوه شي چې څنګه کولای شو د لوی افغانستان خوب ته تعبیر پیدا کړو. په همدې هیله!

 له تاند څخه په مننه