هالنډ:

ليکوال او شاعر خيال محمد کټوازئ په حق ورسيد

 له لر اوبر څخه په مننه

د پښتو ژبي ليکوال ، شاعر او د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور پخوانی وزير خيال محمد کټوازی نن سهار د هالنډ د روتردام ښار په روغتون کي د ۶۵ کلنۍ په عمر په حق ورسيدئ .

د نوموړي د جنازې لمونځ د فبروري پر نهمه نېټه د شنبې په ورځ د سلګونو افغانانو لخوا د روتردام په جامع جماعت کي ادا سو . چي ورپسې يې جنازه د امستردام هوايي ډګر ته ولېږدول سول.

د ارواښاد کټوازي زوی اباسين کټوازي د لراوبر ويبپاڼي سره په خبرو کي وويل چي جنازه د سې شنبې په ورځ د کابل نړيوال هوايي ډګر ته رسيږي چي وروسته به ددوی په پلرنۍ هديره کي خاوروته وسپارله سي.

په هالنډ کي د افغاني کلتوري ټولني مشرتابه جرګه او د لراوبر ويبپاڼي اداره د ارواښاد خيال محمد کټوازي پر مړينه د ژوري خواشينۍ څرګندونه کوي ، پاک روح ته يې د لوی خدای له درباره د فردوس جنت او کورنۍ ته يې د لوی زغم او صبر ورکولو دعا کوي .

ارواښادخيال محمد کټوازی دعبدالغفار زوی او په کال ١٣٢٩ لمريز کي د پکتيکا ولايت د مرکز د ښرنې د ملکانو په کلي کي زېږېدلی و ، لومړنۍ زده کړي يې د ښرنې د علي بابا لېسه کي نوري زده کړي يې د رحمان بابا او لوړي زده کړي يې د کابل پوهنتون د ادبياتو د ژورناليزم په څانګه کي سرته رسولي .

له کال ١٣٤٩ لمريز کال څخه يې د راډيو افغانستان د خپرونو په ډېرو برخو کي کار کړی ، په کال ١٣٥٥ کي د راډيو د خپرونو د لوی مديريت مرستيال او په ١٣٥٧ لمريز کي د راډيو تلويزيون د وزارت معين او د سولي او پيوستون د ټولني ريس و.

خيال محمد کټوازی د ١٣۵۸ لمريز کال په پيل کي داطلاعاتو او کلتور د وزير په توګه وټاکل شو ، خو د همدې کال د جدي په شپږمه نېټۀ پر افغانستان د شوروي اتحاد د يرغل نه وروسته د هغوئ له خوا زنداني او د شورويانو د استعمار په ټول دوران کي د ببرک کارمل د څرخي پله په زندان کي کوټه قلف ساتل شوی و .

په کال ١٣٦٧ لمريز کي د ګرباچف د بيا جوړوني د لاري له مخي د ډاکټر نجيب دملي روغي جوړي په دوران کي د څه ناڅه نهه کاله زندان څخه وروسته راخلاص او د يو کال وزګارۍ وروسته د باندنيو چارو په وزارت کي د سلاکار وزير او څه موده وروسته د همدې وزارت د معين په توګه په کار لګياشو .

په کال ١٣٧٠ لمريز کي په لېبيا کي دافغانستان د سفير په توګه وټاکل شو او بيا په لېبيا کي تر يونيم کال دندي وروسته هالنډ ته کډوال شو .

ارواښاد کټوازی له ١٣٤٩ څخه تر ١٣٥٧ کال پوري د هيواد په ځينو خپرونو په تېره بيا په راډيو کي ليکني او څېړني لري، نوموړي په شخصي ژوند کي هم يو خورا دينداره او پرهيزګاره شخصيت درلود ، په جلاوطني کي هم خپل هيواد ، کلتور او ادب ته وفاداره پاته سو ، په اجتماعي چارو کي يې د اروپا په کچه يې په علمي او فرهنګي غونډو او سيمينارونو کي په برخه اخستلو سره د ژوند تر پايه پوري د ګران افغانستان پرمختګ او سوکالۍ په لاره کي د ژوند ډيري تودې سړې پر ځان ومنلې .

ارواښاد خيال محمد کټوازی د ١٣٩١ لمريز کال د سلواغې پر شلمه ( ۸ فبروري ۲۰۱۳) سهار د هالنډ د روتردام ښار په روغتون کي په ناڅاپي توګه په حق ورسيدئ .

چاپ شوي اثار:

د رڼا بهير شعري ټولګه
پرېشانه ولولې شعري ټولګه
د ستورو ورا شعري ټولګه

د خپلي خاوري سره د ميني يوه خاطره : ډاکټر د درملني پر وخت راته وويل: په ستوني کي دي خاوري سته ، دا خاوري دي له وطنه راوړې ده ، زه حيران پاته سوم ، ماول که دا نور د افغانستان ټوله خاوره ولاړه ، يو څه برخه خو زما سره زماپه ستوني کي پاته ده ، که مي ډير ځوروي هم بيا هم زنده باد چي زما په ستوني کي زما سره پاته ده ، دا د وطن خاوره .

 دلاندني لینک په کښېباسلو سره دارواښادکټوازي صاحب پورتنۍ خبر دهغه په غږ اورېدلای شئ:

http://www.youtube.com/watch?feature=player_embedded&v=-Q8e8GPNp5o

.