استاد زرملوال یو ملي مبارز

 حاجـي صاحـــب امين باوري - بلجـــيم

د دوه زره یولسم کال د مارچ په میاشت کي درانه استاد غلامحمد زرملوال صیب زنګ راته وواهه او د لندن په ښار کي جوړیدونکي غونډه کي چي د ډیورنډ د تپل سوي کرښي و غندلو ته رابلل سوې وه ، په غونډه کي د ګډون بلنه راکړه . زه او عبدالله احسان د غونډي څخه یوه ورځ مخکي د اپریل د میاشتي پر ۲۲ نیټه د بلجیم څخه د زرملوال صیب د کور پر خوا روان سوو ، زرملوال صیب د خپل ټول مشرتوب سره زموږ داسي عزت وکړ چي زموږ کشرانو له پاره تر حد ډیر وو . زرملوال صیب په دغه ورځ په کور کي یوازي وو او یا به یې هم کور د راتلونکو میلمنو او په غونډه کي د ګډون کونکو له پاره خالي کړی وو ، هر څه چي وو خو زرملوال صیب لکه د کلي او وطن میلمه دوسته پښتون چي د میلمه پالني څخه خوند اخلي او د میلمه عزت خپل عزت ګڼي . زموږ د اثرار او بیا بیا کښینولو سره سره زرملوال صیب خپله ډوډی راته پخه کړل او موږ هم په پخلنځي کي مرسته ورسره کول ، له داسي فرصتونو او وخت څخه مو ګټه اخیستل . زرملوال صیب خپل کتابتون ټه بوتلو او د خپل کار کوټه یی راته وښودل چي هلته په سلهاوو کتابونه یا خو لوستلو ته تیار ایښودل سوي وه او یا خو د میز پر سر داسي پراته وه چي له هر یوه نه وروسته به بل کتاب رااخستل کیږي او بیا به یی نتیجه یا ژباړه د میز پر سر ایښودل سووي کمپیوټر کي ټایپیږي . د زرملوال صیب د مطالعی او کار خونه د یوه فیلسوف او لوی څیړونکي کارخونه وه چي یوازي به ژباړي او کتاب لیکني نه کیدلې بلکي هره اونی به یوه یا دوی مقالی د افغانانو د ذهنونو د روښانولو د پاره انټرنیټ پاڼو ته سپارل کیدلې .

زرملوال صیب پر وطن مین او د وطن او سیمي پر حالاتو ځیرک څارن وو . د تاریخ سره د استاد زرملوال صیب نږدی توب د افغانستان او سیمي د حالاتو سره نسبت درلود . زرملوال صیب د خپلي مریضی او سپینږرتوب سره سره زموږ سره د سهار تر ۴ بجو کښیناست او داسي کیسې یې راته وکړی چي ما په خپل ټول ژوند نه وی اوریدلي او نه مي هم لوستلي وی . د زرملوال صیب یوه تاریخي کیسه د ډیورنډ د کرښي او د انګلستان د بی ایمانیو کیسه وه ، ډیره ترخه او ډیره جالبه . استاد زرملوال ته هر ځوان پښتون داسي بریښیده لکه د خپل کور او کهول ډیر نږدې او یا ووایم لکه اولاد او یا هم ورور . زرملوال صیب د خپل ریښتنتوب او اخلاص مینه موږ ته راکړل .

زرملوال صیب سهار وختي زموږ څخه تر مخه را ویښ سوی او ناشتا یی د میز پر سر تیاره ایښی وه ، د استاد داسي میڼي او پښتونولۍ زموږ څخه خپله پښتو هیره کړل . دا په یقین سره ویلای سم چي استاد په داسي زحمت ګاللو سره موږ ته د پښتو دود او رسم تازه کاوه او موږ ته یی ښودل چي پښتانه که دومره سپینږري هم سي خو میلمه پالنه یی د پښتونوالی له لومړیو اصولو څخه ګڼل کیږي ،‎.

زرملوال صیب زموږ سره یو ځای د غونډو تالار ته راغی او د غونډي تقریبا ډیره برخه د استاد په غاړه وه چي هغه نظم او اداره کړي ،‎.استاد زرملوال د ځوانانو په شان د غونډي تنظیم ته اوږه ورکړی وه . په غونډه کي د سم سمکۍ چاري او د ریسه هیت سره په شریکه غونډه اداره کول .

د غونډي تر ختمیدلو وروسته د غونډي ټول ګډونوال د لندن په زړه کي د برطانیی د پارلمان مخ ته د ډیورنډ د کرغیړني کرښي پر ضد د احتجاجي مظاهری په نیت وخوځیدلو ، دلته هم زرملوال صیب لکه یو ځوان د بیرغ او شعارونو په وړلو او د شعار په ورکولو کي تر موږ ټولو لمړی وو . کله چي به مي د استاد احساس ولید نو زړه ته به مي ولویدل چي :

نن وي که سبا وي /// دا وطن به ابادیږي /// ولسونه به پاڅیږي /// دا قومونه به یو کیږي /// د دښمن مخ به توریږي

چي ژوندی یو زرملوال دی /// پر ممبر مو دئ بلال دی

( د سفر څخه تر راستنیدلو مي د خدای بخښلي زرملوال صیب احساس ته لیکلی و داپریل ۳۱ / ۲۰۱۱ )

د مظاهری پریکړه لیک هم ولوستل سو او بیا بیرته د غونډي تالار ته راغلو او په ډیر اثرار مو د درانه مشر استاد زرملوال صیب څخه رخصت واخیستلای سو ، د کار او نورو مسولیتونو شاته پریښودلو اړ کړو تر څو د استاد سره مخه ښه وکړو . د خدای بخښلي استاد زرملوال صیب بانډار دومره خوږ او په زړه پوري وو چي خوند یی تر اوسه زما د ذهن په ذایقه کي پروت دی او دا به هیڅ وخت زما له ذهن او حافظی څخه ونه وزي .

خدای بخښلی زرملوال پوهیدی چي د ژوند سفر یی اخري تم ځای ته نږدی سوی دی خو د جداو جهد غښتلی ځوان پاته وو ، استاد په دی پوهیدی چي سالنډی یی مطالعی او تحقیق ته نه پریږدي خو لوړ همت او قوي عزم یی پر سالنډی لوړ وو ، نه یی د مطالعی څخه نه یی له ملي مبارزې څخه او نه یی هم د تحقیق څخه راګرځولای سو .

دغښتلی او ایمانداره استاد سره مي بیا بیا ولیدل او د هغوی له ګرم احساس څخه مي بیا د پانیپت په شانداره غونډه کي چي د درانه پښتون او پیاوړي ژورنالست میرویس افغان په هڅو ، لندن کي جوړه سوی وه ، خوند واخیست . استاد مي په نورو رسمي او شخصي مجالسو او غونډو کي ډیر ډیر لیدلی خو اوس افسوس راته دریږي چي کوم داسي کار او یا بوختیا د استاد له مجلسه د ده په ژوند کي بی برخي کړم ؟

الله دي درانه پښتون انسان زرملوال صیب ته فردوس جنت نصیب کړي . امین

زرملوال د پښتنو خواخوږی، ژمن لیکوال او ژورنالیست و !

سرلوڅ مرادزی

هغه سره ما د رسنیو له لارې لږ څه مخکې پېژندل. د هغه د ژباړې دوه کتابونه، د پیریانو جګړه او د بنګله دیش بې ستري خورا مشهور دي. په نورو لیکنو کې يي هم ژبه خوږه، روانه او اسانه وه. په تېرو دوو کلونو کې مې دوه ځلې په لندن کې ولید. لومړی ځل مې د ډیورنډکرښې ضد جرګې په یو کنفرانس کې ولید او دوهم ځل مې په شخصي ناسته کې چې زما له راتلو په لندن کې خبرشوی و، دده د یوه دوست د غریبۍ په جونګړه کې ولیدل. دواړه وار، خو په تېره بیا په دوهم ځل لیدنه کې مو د هیواد د حالاتو په اړه له نږدې، اوږدې خبرې وکړي. دی څونه چې په لیکنو کې د پښتنو خواخوږی، ژمن، ځیرک او پوه لیکوال او ژورنالیست و، له هغې زیات په مخامخ خبرو کې مودب، مهربان، ریښتین، دروند او سپيڅلی شخصیت و. ده د احمدشا بابا په نوم د یوې ټولنې مشرتوب هم پر غاړه درلود او په دې اړه يي د خپلو فعالیتونو ترڅنګ د پښتنو د راتلونکې په اړه لوی ملي ارمانونه او پلانونه درلودل.
 دی له دې ډېر ځوریده چې ولې لراوبر پښتانه له بده مرغه پر یوې چرګۍ نه دې راټول . دوی ولې کلتوري ، ژبني ، اقتصادي ، پوځي او اداري واحد مرکز نه لري او د داسې مرکز د جوړیدا لپاره موږ څه باید وکړو؟
 د ارواښاد زرملوال ټوله اندیښنه، د فکر توښه او د عملي کار هره شېبه د پورته هیلو او ارمانونو سره تړلې وه.
 دی که یو خوا د خپلو اثارو او لوړ فرهنګي او علمي شخصیت په برکت تل د پښتنو په منځ کې ژوندی پايي، همدارنګه د خپلو دوستانو او ملګرو منځ کې هم د ریښتیني انسان پتوګه تلپاتې خاطرې لري.
 مړینه يي لويي افغاني ټولنې ته ستره ضایعه بولم. کورنۍ، اولادونو او دوستانو ته يي جمیل صبر غواړم.
 له لوی څښتنه جنتونه ورته غواړم !
اروادې ښاده وي !

دارواښاد زرملوال دمړيني په اړه دخواشنی پیغام

سيدحسين پاچا

انا لله وانا اليه راجعون

په خواشينۍ سره له بي بي سي او نورو خپرنيو څخه خبر شوم چې خدای بښلی زرملوال هم د ورپېښې ناروغۍ له امله خپل پور اداء کړ.
زه د هغه له ليکنو څخه خورا ډېر متأثر وم او له ليکنو څخه يې د هېواد پرستۍ او له وطن سره ژوره مينه له ورايه جوتېده. د پيريانو جګړې او د بنګله دېش د بې سترۍ په نوم کتابونه خورا ډېر په زړه پورې اثار او ډېر ترخه حقايق بيانوي.
زه د زرملوال صاحب له ليکنو هلته زيات متأثر شوم چې زموږ د اسلامي امارت يو نوموتی چارواکی مولوي صاحب متوکل ورسره دلته په لندن کې ليده کاته کړي وو چې د نوموړي کور ته راغلی وو او يو پاکستاني پوځي کمانډر مېجر رشيد هم ورسره وو او خدای بښلي زرملوال ته يې د هغه د ښه سړيتوب او د افغان جهاد سره د مينې تاييد کړی وو چې نوموړی ډېر ښه سړی دی او زموږ له جهاد سره دومره مينه لري چې ان په پوځ کې يې خپله وظيفه پرېښووله او له موږ سره يوځای شوی او دلته انګليستان ته د مولوي صاحب سره چې په هغه وخت کې د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير هم وو له نوموړي سره د دومره افغانانو باوجود په داخل او بهر کې بل هېڅوک نه پيدا کېده چې نوموړي له ځان سره هغه هم په يوه ديپلوماتيک وضعيت کې له ځان سره مل کړی وو. په ليدنه کې يې زرملوال صاحب ته د هغه د ښه سړيتوب خورا ډېر تعريف کړی وو. زه باور لرم چې زرملوال صاحب به زموږ محترم مولوي صاحب د خپل ملي واسلامي او هم د افغاني رسالت له مخې په غوږ وهلی او پوه کړی وي.
زموږ مولوي صاحب ته دې الله تعالی انصاف روزي کړي چې هغه دومره نه شي درک کولای چې ولې يو پاکستانی پوځي چې هغه بيا په پوځ کې خپله وظيفه پرېږدي او د افغانستان په جهاد کې له دوی سره ونډه او هغه هم بيا په بهرنيو سفرونو کې هغه هم بيا انګليستان غوندې يو ملک ته اخلي. له هماغه وخته د خدای بښلي ليکنې خورا ډېرې خوښېدې او خوښيږي مې.
الله تعالی دې صمد حامد او زرملوال دواړه وبښي. بې له شکه هغه څوک چې له هېواد سره مينه لري، نو الله تعالی به يې د نبوي ارشاد په رڼا کې چې ((حب الوطن من الايمان)) وبښي. زه د دواړو له کورنيو سره په دغه دروند غم کې ځان شريک بولم او دواړو ته له لوی څښتن تعالی څخه د جنت الفردوس او د اعلی مراتبو غوښتونکی يم. الله تعالی دې دواړه وبښي او اروا يې ښادې.

په درنښت
سيدحسين پاچا

د (نن ځوانانو غورځنګ) د خواشينۍ پيغام

د نن ځوانانو غورځنګ

په ډېرې خواشينې سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د هېواد پياوړی ليکوال او د لوی افغانستان داعي، چې د لوی افغانستان رايوځای کېدل يې لوی ارمان و، په دې برخه کې يې ډېرې هلې ځلې هم کړي دي (استاد غلام محمد زرملوال) تېره شپه د لندن په ښار کې په حق ورسید.
 د (نن ځوانانو غورځنګ) ټول غړي، د استاد له کورنۍ او دوستانو سره په دې غم کې ځان شريک بولي. استاد ته د لوی خدای له درباره د فردوس جنت او کورنۍ ته يې د جميل صبر غوښتنه کوي.
 د (نن ځوانانو غورځنګ) به د استاد فکر او لاره تعقيبوي او د لوی افغانستان لپاره به خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوي.
 د (نن ځوانانو غورځنګ) د استاد مړينه د هېواد او ټول پښتون ولس لپاره يوه لويه ضایعه بولي.
 د يادونې ده، چې د (نن ځوانانو غورځنګ) به په دې نږدې راتلونکي کې د استاد زرملوال په ژوند او مبارزه يوه غونډه هم ولري.
 په درنښت


دپكتيا ژورناليستانو خپلواكې ټولنې له خوا د خواشينۍ پيغام

اصيل ځاځى

افغان ليکوال او ژورناليست غلام محمد زرملوال هم په خپله مړينه نه يوازې دلويې پكتيا ژورناليستان ،اديبان اوفرهنګپال ويرجن كړل بلكې د سلامي نړۍ دقلم خاوندان يې ماتميان كړل . ارواښاد رزملوال دپكتيا ولايت دزرملۍ ولسوالۍ ديوې پتمنې او روڼ اندې كورنۍ غړى و.
 نوموړى چې دهېواد په كچه يو تكړه او پېژندل شوى ليكوال ،ژورناليست او ټولنيز شخصيت و،د ۱۳۹۱ كال د مرغومي مياشتې په ۳۰ نېټه د ورپېښې شوې ناروغۍ له امله د خپل ټاټوبي ،افغانستان څخه لېرې په لنډن كې د ژوند وروستۍ سلګۍ ووهلې او له موږ څخه د تل له پاره جلاشو، اوموږ يې د ماتمونو اوژړاګانو په دې ماتم سراى كې يوازې پرېښودو .
 انالله وانا اليه راجعون
اروښاد زرملوال چې د افغانستان په كلتوري تاريخ كې په خپلو هڅو لوړ ځاى خپل كړى ، د لراوبرپښتون قام د قلموالو له پاره د تل پاتې وياړحيثيت لري.
 ارواښاد غلام محمدزرملوال څو کاله د بي بي سي په پښتو څانګه کي د وياند، ژباړن او څارونکي په توګه کار کړى دئ، ډېري مقالې او آثار يې ليکلي او ترجمه کړي دي.
 نوموړي څو کاله دمخه د پېريانو جګړې په نوم د افغانستان په باب يو مشهور او خورا ګټور اثر وژباړه. د بنګله دېش بې ستري او افغانستان تر وروستي افغانه يې دوه نور مهم آثار دي. د دې ترڅنګ
 ارواښاد زرملوال د لراوبر پښتنو د يووالي دپاره ډېري هڅي کولې.
دپكتيا ولايت د ژورنالستانو خپلواكې ټولنې مشري او ټول غړي د ارواښاد غلام محمد زرملوال مړينه دهېواد په فرهنګي ډګركې يوه نه ډكېدونكي تشه ګڼي ، هغه ته د جنت فردوس ، د كورنۍ ټولو غړو ،ارادتمندانو اوټولو قلم والو ته د جميل صبر او جزيل اجر غوښتنه كوي.
 زرملوال يوازې د پكتيا زرملوال نه وو ، بلكې د ټول افغانستان او د ټول پښتون قام زرملوالو وو، له ټولو قلموالو مو دا هيله ده چې د ارواښاد لارې لارويان او په خپلو دعاګانوكې يې له ياده ونه باسئ .
 د پكتيا دخپلواكو ژورنالستانو د خپلواكې ټولنې مشر


دخواشيني پيغام

خواشيني يو چې دلویې پکتیاپیاوړي،قلموال اوسياسي شنونکي غلام محمد زرملوال له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې.
ارواښاد غلام محمد زرملوال يو داسې مفکر انسان و چې د خپل هيواد او خپلو هيواد والو په درد درديدو او په غم يې اوښکې تويولې کله به يې چې د اوښکو تاب نه درلود نو د خپل زړه د بړاس په باسلو به يې قلم ته حرکت ورکاوه او د خپل هيواد رنځونه او دردونه به يې راغونډول او د کتاب په بڼه به يې تر مينه والو رسول.

ارواښاد زرملوال کوم داسې څه نه دي پريښي چې خپل هيوادوال پرې خفه او وشرميږي ، نوښتګر شاعر رفيق مهران په خپل بيت کې وايي

چې ولس ته مې ميړانه پاتې نه وي

داسې وخت کې مرګی را مه کړې ای خدايه ج

ارواښاد نه يوازې د پکتيا د خلکو ريښتينی او مبارز بچی و بلکې د لويې پکتيا اوپه ټوله کې د ټول افغانستان د خلکو په زړونو کې ځای درلود.

د لويې پکتيا فرهنګي او خپرندويه ټولنې اد اره او ټول غړي د ارواښاد مړينه د سياسي تاريخ ليکنې په ډګر کې يوه ډېره لويه تشه ګڼي ارواښاد ته د جنت فردوس او کورنۍ ته يې د جميل صبر غوښتنه کوي.

انا لله وانا اليه راجعون

                                           ابدي کوريې تل له نور ډک لرې                       

د لويې پکتيا فرهنګي او خپرندويه ټولنې مشر

فريد احمد تسکين

 

 دارواښاد مبارز غلام محمد زرملوال دناڅاپي مړیني له کبله

ستانه ګل شیرزاد

د خواشینۍ پیغام
په ډیرې خواشینۍ سره مې خبر ترلاسه کړ د هیواد تکړه لیکوال ، سیاستوال ، مورخ اوملي مبارز غلام محمد زرملوال له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړي .
 انالله وانا الیه راجعون
خدای بښلی زرملوال دملي سنګر یو تن مبارز پاتې شوی او په دې لاره کې یې نه ستړې کیدونکې هلې ځلې کړي .
 زه دده مړینه د هیواد لپاره یوه ستره ضایعه ګڼم ، خدای بښلي ته د فردوس جنت غوښتنه کوم او کورنۍ او هم سنګرانو ته د جمیل صبر غوښتنه کوم .

دافغان ملت ګوند مشر

 

وتلی مورخ غلام محمد زرملوال له دې پاتې مېنې وکوچېد

د اوښتون کلتوري ټولنې د خواشينۍ پيغام

خواشيني يو چې وتلی مورخ غلام محمد زرملوال له دې پاتې مېنې وکوچېد.
انالله وانااليه راجعون ط

د هيواد وتلی مورخ، شنونکی، ليکوال او ژورناليست غلام محمد زرملوال په لندن کې د ورپېښې ناروغۍ له کبله په حق ورسېد.
ارواښاد زرملوال د افغانستان په اړه د سياسي، اجتماعي او اقتصادي بصيرت درلودو تر څنګ يو ژمن تاريخ ليکوونکی، ژورناليست او منلی مبصر و چې د ژوند تر وروستيو شېبو يې قلم ژوندی وساته.
نوموړي د ژوند په اوږدو کې په زړه پورې اثار وژباړل او وليکل او د دې تر څنګ يې د افغانستان د اوس او تېر سياسي، تاريخي، کلتوري او جګړه ايز وضعيت په اړه په رسنيو کې په زړه پورې ليکنې او تبصرې خپرې کړې.
ارواښاد زرملوال د هيواد د کم شمېرو ليکوالانو په کتار کې راځي چې قلم يې په باوري ډول د موثقو اسنادو له مخې کارولی او له هغو ليکوالانو يې لار بېله ساتلې چې په تاريخ يې خلک بې باوره کړل.
افغانستان تر وروستي افغانه، احمدشاه بابا، ارګ يا مرګ او ځينې نور يې هغه تاليفات دي چې تر ډېره به افغان ليکوالان د ماخذ په توګه ترې ګټه اخلي.
نوموړي د پېريانو جګړې، د بنګله دېش بې ستري او ځينې نورې ليکنې پښتو کړې دي چې د تاريخ لوستونکو لپاره په زړه پورې او ګټورې دي.
د اوښتون کلتوري ټولنې غړي، د ارواښاد غلام محمد زرملوال په مړينه خواشيني دي او له ټولو علمپالو هيوادوالو سره په دې غم کې ځانونه شريک ګڼي.
په ګور يې نور
اروا يې ښاده او ياد يې تلپاتې

 دنښتر ویبلاګ اداره له درنو خواخوږو لیکوالو ملګرو همدا راز د ټول افغان،تل افغان، روهي،دعوت،تاند،لراوبر، بېنوا،پکتیکا،آزادافغانستان،نعیمي،سپرغۍاو نورودرنو افغان ویبپاڼوچلوونکوڅخه دزړه له تله مننه کوي چې زموږ دګران، قدرمن اوقدردان استادغلام محمدزرملوال  په درناوي کې یې برخه اخیستې ده

محمدامین بسمل