بسم الله الرحمن الرحیم

په لندن کې داستاد غلام محمد زرملوال دفاتحې خبرتیا
د افغانستان نومیالی لیکوال ، تاریخ پوه ، څېړونکی ژورنالیست او ملتپاله شخصیت خدای بخښلي انجینیر غلام محمد زرملوال فاتحه د هغه دکورنۍ د غړو ، دوستانو او د نوموړي د خواخوږو له لوري د بریتانیا په پلازمېنه لندن کې اخیستل کېږي .
د فاتحې مراسم د لندن په نیوزدن سیمه کې د افغانانو په مسجد کې د یوونۍ (یکشنبې) په ورځ چې د جنوري میاشتي (۲۷) نېټه کېږي د سهار له لسنېمیو بجو 10-30 am تر دولس نیموب جو 30-12 pm پوري دوام کوي .
پته :
Afghan Islamic Cultural Centere / Jamia Masjid
NW109NP Willeseden , Charch Road 212 - 214
London Uk
دا چې خدای بخښلي د خپل ژوند په اوږدو کې خپلي خاوري او ملت ته پراخ خدمتونه کړي دي، له ټولو افغانانو او مسلمان ملته هیله کېږي چې دامکان په صورت کې په دغه فاتحه کې ګډون وکړي او نوموړي ته د دعا لاسونه اوچت کړي .
لیکوال ژورنالیسټ ، تاریخ پوهه ټولنیز او ملتپاله شخصیت انجنیر غلام محمد زرملوال درواني جنوري میاشتي پر (۱۹) نېټه دلندن په ریډینګ سیمه کې په رویال نومي یوه روغتون کې دشپې پر درې بجې د تل لپاره له دغې نړۍ سترګي پټي کړې. «روح دي ښاد وي» .
د نوموړي د جنازې لمونځ د لندن په سلاو سیمه کې د جنوري پر ۲۲ نېټه ادا شو او د هغه مړی نن پر ۲۳ جنوري افغانستان ته وړل کېږي او سبا ۲۴ جنوري به کابل ته رسېږي او د لومړنیو معلوماتو سره سم به خدای بخښلی زرملوال د جنازې مراسم به د جنوري میاشتيپر ۲۴ نېټه چې دپنجشنبې له ورځې سره سمون خوري په کابل کې خاورو ته وسپارل شي .
23.01.2013
- محمد امين بسمل
استاد زرملوال یو ملي مب...
23.01.2013
- محمد امين بسمل
په کابل کي د ارواښادغلام محمـــــــدزرملوال د جنازې خبرتيا...