قلموال زرملوال هم کړې سترګې پټې
بســــــــــــــــــمل
نن مې چې انترنیت پرانیست په یوه ویبپاڼه کې مې دغه لاندې دردوونکی خبر ترسترګو شو:
«دافغانستان وتلی لیکوال اوژورنالیست غلام محمد زرملوال په حق ورسېد»
انا لله وانا الیه راجعون
دپورتني تریخ خبرله امله مې دنن ورځې شین ســهاردشنه اســمان اوسپینو واوروله ښکلاګانوسره په یوغمګین غباراوګردله بدل شوهو!
زرملوال صاحب سترګې پټې کړې اوموږ یې یوازې پرېښودو:
هغه زرملوال صاحب چې دقلم برېښنابه یې دغلیم په ځګرغشي ورول هغه زرملوال صاحب چې دسترګو په اړولو سره به یې دغلیم پښې لړزولې هغه زرملوال صاحب چې قلـــم یې یوازې دخوب په مهال په ګوتوکې نه لیدل کېده اوهغه زرملوال صاحب چې څه موده مخکې یې ماته ډاډبښوونکې خبرې کولې.
دزرملوال صاحب په مړینه موږدسرو زرو خزانه له لاسه ورکړه سپین ږیرو په تېره بیاقلموالوسپین ږیرواوتجربه لرونکوسپین ږیرو ته ما هروخت دسرو زرو خطاب کړی دی.
کله چې له یادوسپین ږیروسره مخامخ شم سترګې مې بلې خواته ورڅخه نه اوړي تراخېره یې ارزښــتناکې خبرې دزړه په غوږو اورم او ځیر ځیر ورته ګورم.
مابه چې کوم وخت له زرملـوال صاحب سره تلیفوني اړیکه ونیوه یابه هغه کوم وخت تلیفون راته وکړنومجلس به مواوږد شوهغه به خبرې کولې زه به ورته غوږ غوږ وم یووخت به یې غږ راته وکړ چې وه دنښـــترباچاویده خوبه نه یې؟
مابه ورته وخندل چې نه صاحب ستاسوخبرو ته مې غوږ نیولی هغه به وویل ښه ښه خو راته کوه چې زه پوه شم ته ویده نه یې.
مابه ورته وویل چې کله ستاسودخبروعمق ته ورټیټ شم نوښه ښه پاس په سطحــه راڅخه پاته شي هغه به وخندل وېل ته غواړې هرڅه له ما واورې او ته یوازې غوږ راته ونیسې.
مابه ورته وویل زرملوال صاحب زه خوڅه نه لرم چې تاسوته په کارشي خزانه خوله تاسوسره ده بیابه یې په داسې حال کې په کټ کټ وخندل چې دسینې شغااونفس تنګي به یې سخت زور راکړ.
وروبه مې ورته وویل:
زرملوال صاحب تاسولږڅه دمه وکړئ اوس به زه یوڅوپوښتنې تاسوته وړاندې کړم هیله ده ما ته لارښوونه وکړئ وېل مهرباني:
مابه دخپلولیکنوپه اړوندمشوره ورڅخه غوښته هغه زماپه لیکنوځای ځای نیوکې لرلې خواکثرأیې خوښولې البته دنیوکوپه اړه به مې چې خپل دلیل اوثبوت ورته وړاندې کړبیابه یې خپله نیوکه بېرته واخیسته هغه یوقانع اومفتکر انسان و.
زرملوال صاحب ډېر څه رازده کړي دي هغه به ماته کله دځوان اوکله دنښترباچاخطاب کاوه دیادولوده کله چې زه دالله تعـالی په مرسته اوپه لویه پکتیاکې زموږ دفرهنګي ملګروپه همغږي دنښــتردودیزې اوکالنۍ مشاعرې په دودولوبریالی شوم زرملوال صاحب له هغه وخت څخه وروسته وپېژندلم او ډېرزیات یې تشویق کړم .
دنښـــتر په لمړۍ مشاعره کې دزرملوال صاحب ددرنې کورنۍ غړو هم ګډون درلود اومالي مرسته یې هم په لویه پکتیا کې زموږ له فرهنګي ملګرو سره کړې وه کور یې ودان.
دزرملوال صاحب ناروغي اوږده ناروغي وه هره ورځ به یې درمل خوړل خویوه ورځ یې هم په چاځان ونه نازاوه. زرملوال صاحب ټینګ عظم درلوددلیکنواوژباړوزمری ودهغه له کتابونوڅخه به یوڅوک ډېرڅه ترلاسه کړي خو په مخامخ خبرواو رمزي غوټوکې یې بیا لازیات لال اوجواهر پراته وو.
مابه په مینه دزرملوال صاحب لیکنې لوستلې دنښتر اوسولې په ویبلاګونوکې به مې هم خپرولې .
درۍ کاله مخکې یې ماته وویل زه په یوڅه لګیایم هیله ده له ماسره مرسته وکړې ماورته وویل زرملـوال صاحب امر وکړئ ولې نه هیله نه چې وظیفه به یې وګڼم.
وېل که څوک پېژنې اوپه کونړکې دکیراړې دپېښې رښتیني مالومات ورڅخه ترلاسه کړې ترڅو زه خپل پروګرام ددقیقومالوماتوپه بنیادپوره کړم ماوېل په سترګوولې نه.
بیامې داسې څوک پیداکړچې دکیراړې دپیښې په وخت کې یې هلته رسمي دنــده درلوده اودپیښې په اړوندیې پوره مالومات لرل.
کله مې چې هغه جریان زرملوال صاحب ته وویل هغه مننــه وکړه بیایې له نورومالوماتوسره زما مالومات یوځای کړل داچې هغه کاریاپروګرام څه اوترکومه ځایه یې ورساوه نه پوهېږم په دې هم نه پوهېدم چې محـترم زرملــوال صاحب به دومره ژر زمایا زموږ دهیلوبڼ تندې ته پرېږدي.
درنو لوستونکو!
نوردلیکنې وس نه لرم سترګې مې تراوښکولاندې شوې هیله ده ماوبخښئ اوهیـله ده په ګډه دخپلومشرانوپالنه او درناوی وکړو.
یوپه بل پسې رالویږي زموږ ستوري
خدایه راکړې نجات سوځوله هرلوري
دزرمت څراغ دې هم له موږه وېوړ
لر اوبربه اوس دچاپه طرف ګوري
زرملوال صاحب ته دې الله (ج)جنتونه ورپه برخه اودرنې کورنۍ ته یې جمیل صبر ورکړي
دلاندني لینک په کښېباسلوسره کولای شئ دزرملوال صاحب په غږ داحمدشاه بابا شعرواورئ:
http://www.bbc.co.uk/pashto/multimedia/2013/01/130120_im_ghulam_zarmalwal_ahmad_shah_baba.shtml
دقدرمن زرملوال صاحب لنډې سوانح په لاندي ډول دي :
دلاندني لینک په کښېباسلو سره به دزرملوال صاحب په اړوند دصفې حلیم خبرې واورئ:
http://www.bbc.co.uk/pashto/multimedia/2013/01/130120_im_safia_halem_ghulam_zarmalwal.shtml
دمحترم زرملوال صاحب په اړوند نورمالومات په لاندې ډول دي:
پښتون ژورنالېست او لیکوال غلام محمد زرملوال ومړ
نوموړي تر هغه چې توان بې کېده، د جاري تحولاتو په اړه په ټولنیزو غونډو کې حضور درلود.
نومیالی افغان لیکوال، ژورنالیست او ټولنیز شخصیت غلام محمد زرملوال د ورپېښې ناروغۍ له امله تېره شپه په لندن کې وفات شو.
د اروښاد مېرمن وايي د نوموړي جنازه به افغانستان ته لېږدوي.
دې د ښاغلي زرملوال په اړه وویل که څه هم ناروغ و خو "له سهاره تر ماښامه يې یوازې د افغانستان په اړه فکر کاوه".
ارواښاد زرملوال کلونه د بي بي سي له لارې د افغان ژورنالیزم په برخه کې کار وکړ چې د خپل ولس غږ به یې تر نورو رساوه.
نوموړي د ژورنالیزم ترڅنګ د بېلابېلو سیاسي، ټولنیزو او علمي موضوع ګانو په اړه کتابونه او لیکنې کړې وې.
ارواښاد زرملوال په دې وروستیو کې سره له دې چې سخت ناروغ و، ''د پېریانو جګړه'' او ''د بنګله دېش بې ستري'' په نامه دوه کتابونه يې پښتو ته وژباړل.
نوموړي تر هغه چې توان يې درلود، د جاري تحولاتو په اړه په ټولنیزو غونډو کې حضور درلود.
د زرملوال ژوند
د زرملوال صاحب یوه ځانګړتیا دا وه چې سیاسي لیکنې به یې کولې او د سیمې د حالاتو نه به تل ډېر با خبره و.
زرملوال صاحب چې به په بي بي سي خپرونه کوله نو د اورېدونکو ټول لیکونه به یې لوستل او ویل به یې چې دا لیکونه د ولس غږ دی نو موږ باید ورته ډېر پام وکړو.
په ولس کې د سیاسي ویښتابه ترڅنګ نوموړی د ژبې د ودې او سمسورتیا په برخه کې هم تل فعال و.
د سیاسي لیکنو په برخه کې ''افغانستان تر وروستي افغانه' نومی اثر د نوموړي د همدغو هڅو یوه غوره بېلګه ده.
ارواښاد زرملوال له بي بي سي سره د خپل اوږدمهاله کار په بهیر کې تر لاسه کړې علمي تجربه د ژوند تر وروستیو شېبو په پرله پسې توګه خپلو هېوادوالو ته لېږدوله.
ډاکټر ببري ګل وزیر چې د ارواښاد زرملوال له دوستانو او همکارانو دی بي بي سي پښتو ته وویل چې زرملوال یې شاو خوا شل کاله پيژانده.
ښاغلی وزیر وایي زرملوال په وطن مین سړی و.
ده یوازې د افغانستان په اړه نه بلکې د سیمې په اړه ژوره معلومات لرل او تل به یې په اړه لیکنې او بحثونه کول.
ښاغلي وزیر زیاته کړه کله چې په افغانستان کې د ډاکتر نجیب الله حکومت ړنګ شو نو ښاغلي زرملوال د هېواد دننه او بهر د خپلو خلکو او د افغانستان د شتمنیو د خونديتوب په اړه ژوره اندېښنه درلوده او په دې لړ کې به یې عملي هلې ځلې کولې.
ببري ګل وزیر وایي تل به مو یو بل ته کتابونه سره لېږل او نظریات به مو سره شریکول.
اوس هم چې موږ له ببري ګل وزیر سره خبرې کولې د ښاغلي زرملوال درې کتابونه ورته مخکې پراته وو. احمدشاه ابدالي جرګه، ارګ یا مرګ او په افغانستان کې سوله کله او څنګه منځ ته راتللی شي؟
ببري ګل وايي هغه خبره چې تل به یې کوله دا وه چې باید په افغانستان کې داسې حکومت راشي چې د ټولو قومونو او خلکو استازیتوب وکړي.
ببري ګل وزیر وایی د احمدشاه بابا دا شعر به یې تل راته وایه.
ځان به ويښ کړو هرې خواته، هرې خواته رقیبان دي
یوپه بل مو سره وژني وایی خپل یو غلیمان دي
بي بي سي پښتو فیسبوک کې د اوریدونکو خاطرې
محمد افضل
د ښاغلي زرملوال صاحب ډېر اثار مې لوستي دي. هر لیکنه او کتاب به دی تر ډېره ژوندی وساتي او په دی هیله چې د ښاغلي زرملوال صاحب راتلونکي نسلونه زرملوال شي.
د نورو کتابونو سره سره د زرملوال صاحب له مهاجر تر مجاهد یو ډېر په زړه پورې کتاب دی چې د جهادی تنظمونو له سي ای ای او ای اس ای او نور عربي استخباراتو او همدارنګه بعضې کومنستي تنظمونه په کی ښکاره شوي دي.
ارغند عبدالمنان
کله چې د افغانستان په سهيلي ولايت اروزګان کې د بې بې سي خبريال احمد اميد خپلواک شهيد شو نو په هماغه ورځ مازيګر يې ما ته زنګ را ووهه. دا چې د هغه کورنۍ ته يې لاس رسى نه درلود، د هغه د مړيني له امله يې زما څخه معلومات وغوښتل او ډېره غمرازي يې وکړه.
هغه تر درې ځلي زيات را ته وويل چې پر ځان پام کوه هسي نه چې د جګړي خوراک شي.
"باید په افغانستان کې داسې حکومت راشي چې د ټولو قومونو او خلکو استازیتوب وکړي"
زرملوال
زما به يې دا خبره تل په ياد وي چې د افغانستان لپاره کار وکړه، دا ملک د ځوانانو کار ته اړتيا لري.
عبدالمتین رحیمي
مرحوم زر ملوال صاحب سره مې په ۲۰۱۱ کال کې په یوه كنفرانس کې گډون کړی وو. هغه به وويل پښتانه بأيد د نوم او گوند په نامه سره جلا نه شي.
د لیکوالونو او ژورنالیستانو خاطرې
ادم خان سیرت
تېرکال چې زرملوال صیب کابل ته راغلی و د پښتو په یوه غونډه کې یو پښتون جنرال ورته وویل چې زرملوال صیب هوا چټله ده چې ناروغي دي زیاته نه شي.
هغه ورته په ځواب کې وویل چې دهوا دککړوالي له امله نه ناروغه کېږم خو د خرابو او منفي ذهنیتونو له امله شاید ناروغ شم. مرحوم زر ملوال صاحب سره مې په ۲۰۱۱ کال کې په یوه كنفرانس کې گډون کړی وو. هغه به وويل پښتانه بأيد د نوم او گوند په نامه سره جلا نه شي.
میوند خان
بابا (زرملوال صاحب) سره مې اړیکه وه، کله ناکله به مو یو بل ته ټیلیفون کاوه. یوه سهار یې راته ټیلیفون وکړو او راته يې وویل چې لوی افغانستان د مبارک شه، تر مرګالی دی وطن خپل دی. څو ورځې وړاندې بابا ناروغه و ټیلیفون کې مې ورسره خبرې وکړې راته یې وویل کورته درځم او څه کار در سپارم. ژوند وفا ونه کړه او پوه نه شو چې څه کار یې را سپاره؟
د دې پوښتنې ځواب به تر ابده تر لاسه نه کړم.
له بي بي سي څخه په مننه