څنګه دې مينې ته اوزګاره شمه
قربان قربان دې شمه زما د زړه تسکينه
زما د سترګو توريې زما ليمه تسکينه
منم چې زه به دې په زړه کې يمه
د زړګي هر درد به دې ما يادوي
اخ در قربان شمه له تورې څېرې
ټوله شپه غم دی شوګيرې دي ته یې
له خدايه ج ما غواړې سجدې دي ته يې
زما شاعر زما تسکينه ګله
منمه هره پاڼه
د شعر په ښکلو تورو
زما په نوم توروې
منم دا هرڅه منم
ټول درک کولای شمه
زه هم انسان يم محبت او عاطفه لرمه
زه يوه پېغله پښتنه يمه اثره لرمه
ستا پاک احساس او محبت ته دې سلام وي سلام
د شاعرۍ دې لوی عظمت ته دې سلام وي سلام
خو ماته غوږشه
ماته هم بلا غمونه پراته
یو د غربت بل مې د ورور
په زړه دردونه پراته
هغه دردونه چې يې زه مصروفه کړې يمه
هغه دردونه چې له ژونده يې ايستلې يمه
پلارمې بوډا،مور مې بوډۍ ده
د مرګ شپې تيروي
د دوی همدغه لوی ارمان دی
چې پوره شي بايد
پوهنتون ووايمه زده کړې وکړم
په داسې حال کې وايه څنګه دې مينې ته اوزګاره شمه
چې ستا ليلو شم
او ستا هر احسان پوره کړمه زه
فريد احمد تسکين ـ پکتيا ميډيا سنټر
۲۴ /۱۰/۱۳۹۱مرغومی
غزل
درنه درومي ته لا خاندې سړی بايد وژاړي
د بادشاه جانان پر وړاندې سړی بايد وژاړي
څه خوږه پږه روژه وه هم خرما وه هم ثواب
د واړه اختر شپه باندې سړی بايد وژاړي
زه پښتون يم زه تکړه يم ،زه د مرګ کيسه کې نه يم
خو چې واورم د چا ساندې سړی بايد وژاړي
نور مې تور له سترګو بيايي؛خو جانان مې راته وايي
خالي سترګې دې کړې تاندې سړی بايد وژاړي
خوشالۍ او خنداګانې سکندره کړه ودانې
خو په شرط له دېنه وړاندې سړی بايد وژاړي
رحيم سکندر
د واړه اختر شپه