تاج محـل دارزوګــانـو
خیر که پټې سترګې ګرځم انځورونه دې په زړه وړم
ځان مې هسې ګونګی کړی دی نازونه دې په زړه وړم
ما دټول جهان په غېږ کې زړه درپرېښودستاکاله ته
ښاد دې نه کړ ښاده مه شې ګوزارونه دې په زړه وړم
ترسبا به مې نیولې وې دوه سترګې ستا په لوري
لمر به وخوت ته به ولاړې فرېبونه دې په زړه وړم
زه هغه یم بل خونه یم هسې ځان مې ګوښه کړی
زه اوس هم په تامین یم ارمانونه دې په زړه وړم
زما اوښکې در په یاد کړه زما اوښکې به دې یوسي
خدای ناظر دی زه حاضر یم ټول چمونه دې په زړه وړم
کل کولای نه شې یوخولنده وې سل نورسرونــه
لادګوتوپه سرګرځې تیندکونه دې په زړه وړم
ســـتالپاره بســمل جوړوتاج محـل دارزوګانــو
تاله خپله لاسه وران کړ کنډرونه دې په زړه وړم
تا له خپله لاسه وران کړ کنــــــــــــډرونه دې په زړه وړم