فريد احمد تسکين/ پکتيا

ليلو!

زه يو چالاکه،تېر نظيری ژبور خبريال

د وخت چارواکي رانه وېره لري

پردوی زما د ژبې وم پرېوتی

داچې پر دوی باندې مې ستوری قوي

ليلو په دې خو ته پوهېږې

چې خبريال يو جرتناکه ژبور سړی وي

په بې جرتو باندې بر سړی وي

خو ليلو

تاسره چې مخامخ شم

د جرت ستوری دې پرما قوي شي

خولې ته مې کلپ پريوځي

لیلوګونګی شمه هېڅ نه وايمه

ليلودا کوم کمال دی

چې دې ترمخه بې جرته شمه؟

چې دې ترمخه بې جرته شمه؟

۱۳۹۱/۱۰/۱۰

کابل ـ پوهنې وزارت

دنښتر ویبلاګ ادارې له لویې پکتیا څخه دزلمي شاعرتسکین صاحب نظم په پورتني ډول خپور کړ .

موږله خپلوزلمو شاعرانوڅخه داهیله کووچې دوخت دجابرپه وړاندې یوځای دلیلواوهوسونولپاره بل ځای خودخپل مظلوم ولس دفریادونولپاره په لمړي ګام کې شعري پنځونوته زور ورکړي چې همدااوس یې وخت دی.

مننــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه