دغه ځوانان له دولت څخه غوښتنه کوي چې د دوی لپاره دې په ښار کې مېله ځايونه جوړشي.
دوی وايي؛ په ټولو ولايتونو کې د ځوانانو لپاره پارکونه او مېله ځايونه جوړشوي خو ګردېز هغه ښار دی چې تر اوسه د ځوانانو دغه هيله پکې نه ده پوره شوې .
د ګردېز ښار يو تن اوسېدونکی عبدالله خان چې ځان د فوټ بال لوبغاړی را پېژني؛ وايي، دوی په ټول ښار کې داسې ځای نه لري چې يوه ورځ سيالي پکې وکړي.
نوموړی وايي؛ لوبې خو هسې په سپېرو دښتو کې کوي خو د چکر او مېلې لپاره داسې ځای نه لري چې يو ساعت پکې په خوښي او ارام سره تېر کړي.
د ده په قول دا وخت د ګردېز ښار په شمال ختيځه څنډه کې د پارک په نوم يوه ځانګړې شوې احاطې ته ورځې او هلته په کنډ کپر ځمکه فوټ بال کوي خو نور په ټول ښار کې يوه لوېشت ځمکه هم داسې نشته چې شنېلی دې ولري.
دی وايي؛ د ګردېز د نوي ښار د پارک لپاره چې په تېرې باغ ساحه کې کومه ځمکه د شنې ساحې په نوم ځانګړې شوې وه، هغه په شخصي کورونو بدله شوه او اوس پکې خلک کورونه جوړوي خو ګردېز ښار بې پارکه او بې سرسبزۍ پاتې دی.
محمدالدين چې د همدې ښار يو بل اوسېدونکی دی، هم دا خبره کوي او زياتوي چې د پارکونو ځمکه په کورونو بدله شوه.
دی وړاندې زياتوي ((د پارک، کودکستان، کلينيک او جومات لپاره ځمکه ځانګړې شوې وه خو اوس کورونه پرې آبادېږي، چارواکي وايي چې دا پارک نه دی خو خلکو ته يې په اړه شفافيت نه دی ورکړل شوی))
د پکتيا ولايتي چارواکو د دې ځمکې په اړه رسنيو ته ويلي دي چې دا ځمکه د پارک لپاره نه، بلکې د کورونو لپاره ځانګړې شوې وه.
خو د يو دولتي چارواکي خبره ده چې د نوم له اخېستو ډډه کوي، په دې کې د سينما ځمکه هم وېشل شوې چې والي خلکو ته ويل؛ ګردېز ښاريان په سينما څه کوي؟!، کورونه دې شي.
دا چې په ګردېز ښار کې پارک د تېرو لسو کلونو په اوږدو کې ولې جوړ نه شو، په دې اړه مو ښاروال انجينر اغا محمد سعيدي وپوښت.
دی وايي؛ پکتياوالو ځوانانو ته زېری ورکوم چې په راتلونکو څو مياشتو کې به په دغه ولايت کې د يو معياري پارک د جوړلو چارې پيل شي چې د ځوانانو لپاره به يو ښه مېله ځای وي .
ګردېز ښاريان په داسې حال کې د پارک د نه شت له کبله سر ټکوي چې د هيواد په اکثره لويو ښارونو کې په اړينو امکاناتو سمبال پراخ، پراخ پارکونه جوړ شوي خو ګردېز ښار لا هم په خپله پخوانۍ بڼه بې پارکه او بې شنېلي پاتې دی.
دا مهال د ګردېز ښار په شمالي برخه کې يوازې د فوټ بال يو لوبغالی جوړ شوی چې دا هم د کروندګرو په هغو پيسو جوړ شوی چې د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې وزارت له خوا د نشه يي توکيو د نه کر په بدله کې د پکتيا کروندګرو ته ځانګړې شوې وې خو دا لوبغالی هم ډېر وخت د رخصتي خوښوونکو مسؤلينو له خوا تړلی وي.