انډين اکسپرېس:

ډيورنډ کرښه د کابل او کلکتې تر نفوذ لاندې سيمو د معلومولو لپاره وه

په داسې حال کې چې امريکا  بلاخره په رسمي ډول ومنله چې نه يوازې امريکا، بلکې د نړۍ يو شمېر نور هېوادونه هم ډيورنډ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د رسمي پولې په توګه پېژني هندي رسنۍ وايي د دغې پولې له په رسميت پېژندلو د امريکا او برېتانيا ملاتړ په سړه جګړه کې د پاکستان د ملاتړ د ترلاسه کولو په موخه و.

انډين اکسپرېس ورځپاڼې د اکټوبر د ٣١ مې په ګڼه کې (( د ډيورنډ موخه د کلکتې او کابل ترمنځ د نفوذ سيمې معلومول وو)) تر سرليک لاندې په يوه مقاله کې ليکلې، په مقاله کې ويل شوي چې سره له دې چې واشنګټن او لندن تل د ډيورنډ په اړه د پاکستان له دريځ نه ملاتړ کوي، خو يو شمېر لوېديځ شنونکي د دغې ملاتړ انګېزه په سړه جګړه کې د پاکستان د ملاتړ تر لاسه کول بولي.

ورځپاڼه وايي د برېتانيا د عوامو جرګې د ٢٠١٠ کال په جون مياشت کې په يوه رپوټ کې ويلي وو چې د ډيورنډ کرښې حقوقي ماهيت او څرګندوالى هېڅکله په غوڅ ډول نه دى حل شوى. انډين اکسپرېس په دوام ليکي د ډيورنډ په اړه د افغان لوري ادعا چې  وايي دغه کرښه هېڅ وخت د افغان پادشاهانو تر حاکميت لاندې سيمو د وېش په موخه نه ده تېره شوې د ارزښت وړ ده.

  په مقاله کې د شنونکو له قوله ويل شوي چې د ډيورنډ کرښې موخه د پښتون مېشتو سيمو مرزبندي، نه بلکې د کلکتې او کابل د نفوذ د سيمو معلومول وو.

ورځپاڼه زياتوي د هند په ستراتيژيکو کړيو کې ځينې داسې احساسوي چې د ډيورنډ پر سر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اختلاف په اړه د هند رول کمرنګى دى. د هند د بهرنيو چارو پخواني وزير شايام ساران دوه کال وړاندې ليکلي وو: (( دا به زموږ لپاره ښه وي، داسې مطرح کړو چې موږ اړتيا نه لرو چې ډيورنډ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د رسمي پولې په توګه وپېژنو))ورځپانه وايي يوه کرښه هغه وخت پر واحدې پولې بدلیږي چې دواړه لوري يې مشروعيت ومني. ورځپاڼې د بېلګې په توګه د کشمېر مسئلې ته اشاره کړې او ويلي يې دي نوى ډيلى تل ټينګار کوي چې جمو او کشمير له هند نه بېلېدونکې برخې دي او په دې اړه هر ډول اختلاف بې ځايه بولي.په مقاله کې وړاندې راغلي سره له دې چې پاکستان ډيورنډ د نړيوالې پولې په توګه پېژني؛ خو د دغې پولې د کمزوري کولو لپاره خپله ټوله هڅه کوي. د پاکستان پوځ او استخبارات داسې کړنې ترسره کوي چې ګوندې دغه کرښه هېڅ نه وي، د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي او د هغې ډلې ملاتړ کوي چې د افغان حکومت د پرځولو په لټه کې ده. د مقالې په پاى کې راغلي:

اوس د ډيورند کرښه يوازې په نقشه کې شته ده. په افغانستان کې د ستراتيژيک عمق لپاره د پاکستان هڅې ددې سبب شوې چې دغه کرښه خپل ټول مشروعيت له لاسه ورکړي او حتى اندک مشروعيت هم نه دى ورپاتې

ورځپاڼه په اخېر کې وړانديز کوي چې د ډيورنډ ستونزه بايد د افغانستان او پاکستان ترمنځ د يوه پراخ سياسي جوړجاړي په ترڅ کې حل شي. په دغه جوړ جاړي کې بايد د دواړو لورو ملي حاکميت ته درناوى، دواړو لورو ته د مېشتوپښتنو د هيلو تحقق او له ترهګرو د ملاتړ پاى ته رسول شامل وي.
سره له دې چې امريکا له دې وړاندې د ډيورنډ په اړه تر ډېره هڅه کوله غلې پاتې شي، خو په دې وروستيو کې يې په رسمي ډول و منله چې دوى دغه کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د رسمي پولې په توګه پېژني. د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي ويلي وو چې هېواد يې دغه کرښه رسمي پوله ګڼي، وروسته په کابل کې د امريکا سفير او د بهرنيو چارو وزارت وياندې د مارک ګراسمن پر خبرو د رسميت مهر ولګاوه.

خو افغانانود امريکادې دريځ ته سخت غبرګون وښوده او دامريکا دا دريځ يې په سختو ټکو وغانده.

له لوی افغانستان څخه په مننه