محترم ډاکترصاحب نثاراحمد صمد

( ادبی ټوټه )

دا ناوې او هغه ناوې

د ژوندون او روزګار ننداره هم عجیبه له عبرته ډکه وی . مثلأ د ښار په یوه خوا کی ګلونه لیدل کیږی ، وړاندی کیږی او لوبیږی . خو په بله خوا کی یې بیا اغځي لیدل کیږی ، خښمیږی او لوبیږی . یوې خوا ته د واده خوشالۍ ، مراسم او جشن وی . بلی خوا ته هم د جنازې میَت ، حسرت او مصیبت وی . هلته هم ګلونه او دلته هم ګلونه وی . هغه ګلونه تازه کیږی ، خو دا ګلونه مړاوي کیږی . هغه ګلونه د پرتم او دغه هم د غم وی . هغه ژوند ته ښه راغلی او دغه مرګ ته هرکلی وایی . هغه ګلونه دنیا جوړوی او دا ګلونه عقبا پیلوی . هغه ګلونه د لذت او دا هم د حسرت وی . 

ځینی خلک لګیا وی په خوښیو ، تلوار او شوق سره خپله ناوې په ډولۍ او جوپان کی سپَروی او د ولولو او ترانو په سندریزه ږغ یې تر کوره رسوی . خو نور بیا لګیا وی خپله ناوې په یو مات او سُست کټ کی تر ګوره ځغلوی . آیا پوهیږې چی هغه هوسونه  او دغه فریادونه سره ګډیږی ؟ هو ، باالکل ، دا ځکه چی واده او جنازه د یو ښار له کوڅو او واټونو څخه تیریږی او مخامخ کیږی .

تصادف . هو ، تصادف خو همیشه ناممکن ممکن کوی . د بازار په منځ کی دا ډله د هغی بلی ډلی سره نږدې کیږی . دا ډولۍ د هغه کټ سره همږغی کیږی . دا ناوې او هغه ناوی سره مخامخ کیږی . فرق یې څه دی ؟ دغه ناوې کورته ځی خو هغه ناوې ګور ته ځی . دغه ډله د خوښۍ او مستۍ په حال کی درومی ، خو هغه بیا د خوارۍ او بدمرغۍ په حال کی  درومی . دغه ډله اشعار وایی ، خو هغه بیا اذکار وایی . دغه ډولۍ د عطرو او عنبرو وږمې خپروی ، خو هغه بیا د مشکو او کافورو بوی لوروی . دغه ناوې ختیڅ ته ځی او هغه بیا لویدیځ ته ځی . دغه ناوې ژوندون پیلوی خو هغه بیا ژوندون بدلوی . دغه ناوې د خوښیو او مستیو په څپو کی او هغه ناوې د خاموشیو او اسوېلیو په څپو کی ځی .

دلته د خندا څپه او هلته د ژړا څپه وی . یوه خوا ودانی او بله خوا ورانی دی . د یوې ناوی کوچنۍ خویندی خوشالیږی او نڅیږی ، د بلی ناوی خویندی ژړیږی او غمیږی .

د یوې سالو زرین او د بلی کفن سپین دی . هغه ناوې د واده لپاره په حمام کی کیسه سوې ده ، خو دا ناوې پر کلکه تخته پریولل سوې ده . د هغی ناوی د خوب اطاق ښه فرش او زرین دی ، خو د دې ناوی لحد سپیره او ډبرین دی . پر هغې باندی روڼا او پر دې باندی تیاره ده . هغه ناوې په مراد خو دغه بیا نامراده ده . هغه نورو ته خپلیږی خو دا بیا رخصتیږی . هغه د هر چا د دوستۍ خو دا بیا ښکار د بم ورۍ ده.....

هو ، الله  دې د دواړو ناویانو مراد حاصل کړی ، چی دغه یې پیلوی او هغه یې ختموی . نو الله دې د هغې خپلوان ښاد او د دې قاتلان برباد کړی .

منبع : د لیکوال اثر ( اخلاقی کنایې ) ، لومړی ټوک ؛ ۱۸۷ مخ .