كاناډا غبرګ عبدالله او صالح ډېر کم راوستل

په کابل کې د کاناډا سفارت ډاکټر عبدالله او امر الله صالح ته دغه هېواد ته دسفر وېزه نه ده ورکړې او ورته يې ويلي چې له اسلام اباد څخه دې وېزه واخلي.
د کاناډا د اوټاوا ښار يوه پوهنتون يادو کسانو او د کورنيو چارو پخواني وزير حنيف اتمر ته په يوه نړيوال کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکړې وه چې ټاکل شوې وه د لړم په ٢٤مه دا كفرانس جوړ شي.
په کابل کې يوې دپلوماتيکې سرچينې له نومښودنې پرته ويلي، په کابل کې د کاناډا سفارت د ملي ائتلاف مشر ډاکټر عبدالله او د ملي امنيت پخواني مشر امرالله صالح ته وېزه نه ده ورکړې.
دغه چارواكي پرون له پژواک خبري اژانس سره په خبرو كې زياته كړې، د كاناډا سفارت عبدالله عبدالله او امرالله صالح ته ويلي وو چې د پاکستان په اسلام اباد کې دې د کاناډا له سفارت څخه وېزه ترلاسه کړي، خو دوى اسلام اباد ته له تګ څخه انکار کړى دى. صالح ويلي دي چې پاکستان ته د ده تګ د خودکشي په معنا دى.
امرالله صالح او عبدالله عبدالله په داسې حال كې اسلام اباد ته له تګ ډډه كوي چې له پاكستاني چارواكو سره پټې معاملې كوي او كله هم چې د پاكستان كوم چارواكى كابل ته راځي دوى خپل سفارت ته ور غواړي.
تېر دوبى چې د پاكستان صدراعظم راجا پروېز اشرف كابل ته راغى، د عبدالله عبدالله او امرالله صالح په ګډون يې د شمال ټلوالې مشران ور بللي وو. له هغه وروسته داسې رپوټونه دي چې پاكستان غواړي له شمال ټلوالې سره چې مشران يې پخوا په تنظيمي جګړو كې ښكېل وو، اړيكي جوړ كړي.
پاكستان له دې لارې غواړي چې په راتلونكو ولسمشريزو ټاكنو كې د شمالي ټلوالې ملاتړ وكړي او واك ته يې ورسوي. ويل كيږي شمال ټلوالې د پاكستان د دې مرستې په بدل كې له اسلام اباد سره ژمنه كړې چې ډيورنډ كرښه پر افغانانو ومني او د پولې پورې غاړې پښتانه به پاكستان ته ور پرېږدي.
پاكستان ممكن دغه هدف ته د رسېدلو او په راتلونكو ولسمشريزو ټاكنو كې د شمال ټلوالې د بريالي كولو لپاره د طالبانو په لاس پښتني سيمې نورې هم ناامنه كړي او طالبان دې ته وهڅوي چې پښتانه په ټاكنو كې له ګډون څخه منع كړي.
شنونکي وايي، كله چې پښتانه په ټاكنو كې پراخ ګډون ونه كړي، امکان لري د شمال ټلوالې كانديد ولسمشر شي او د پاكستان د ګټو لپاره ډيورنډ كرښه په رسميت وپېژني.

له خدمتګارڅخه په مننه