د امريکا پښتون ضد جګړه

د امريکا په ولسمشريزو ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکي ګوند کانديد مېټ رامني په ښکاره ټکو ټول پښتانه طالبان بللي دي. مېټ رامني له بارک اوباما سره په خپله وروستۍ مناظره کې د يوې پوښتنې په ځواب کې ويلي: (( موږ بايد د پاکستان له خلکو سره کار وکړو او مرسته ورسره وکړو، تر څو ډېر مسووليت قبول کړي. دا په افغانستان کې زموږ د کاميابۍ او د پاکستاني اټومي تاسيساتو د خونديتوب لپاره مهمه ده. رامني ويلي، په پاکستان کې دننه د پښتنو ستره کتله ده، چې ټول طالبان دي، له همدې امله زموږ لپاره مهمه ده چې له پاکستان څخه مخ ونه ګرځوو.)) دا لومړى ځل نه دى چې امريکايي سياستوال دا ډول څرګندونې کوي، له دې وړاندې د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي ريچارډ هولبروک هم ويلي وو، چې د هر پښتون په کور کې يو طالب شته او پښتانه ټول طالبان دي.

په افغانستان کې د روانې يوولس کلنې جګړې ډول هم داسې دى چې له ترهګرۍ سره د مبارزې پر ځاى تر ډېره له پښتنو سره جګړې ته پاتې کيږي. پښتانه د يو منظم پلان له مخې له ٢٠٠١ کال وروسته جګړې ته ټېل وهل شول، امريکا او د هغې سيمه ييزو او افغان همکارانو له ترهګرۍ سره جګړه، له پښتون ولس سره په جګړې بدله کړه. پښتون ولس ته د پرديتوب، دښمنۍ او مخالفت احساس ورکړ شو او وسلې اخيستو ته اړ کړل شو. پر دې ولس مخامخ بريدونه وشول، په جنازو، ودونو، ولسي ناستو او د غم او خوشالۍ په نورو مراسمو يې بمبارۍ وشوې. دغه راز وځورول شول، سپکاوى ورته وشو او زندانونه پرې ډک شول. ددې ترڅنګ په قصدي او شعوري ډول له سياسي صحني څخه هم څنګ ته شول او هڅه وشوه چې له وسلې اخيستو پرته بل انتخاب ونه لري. د ډيورېنډ کرښې هاخوا پښتانه هم د همدې پلان له مخې وځپل شول، ووژل شول او له سياسي اړخه څنګ ته شول. لسګونه زره پښتانه د ډيورېنډ داوړو خواو ته ووژل شول او ددې ترڅنګ د پوهې او پرمختګ دروازې هم پرې وتړل شوې.

د جګړې دوام د امريکايي اهدافو اړتيا وه، د امريکا سيمه ييزو او په افغانستان کې دننه همکارانو هم امريکا ته دا ذهنيت ورکړ چې د جګړې د دوام لپاره غوره ده چې پښتانه د دښمن په توګه وپېژندل شي او په دې توګه هم امريکا او هم دوى خپل هدف ته رسېدلى شي. له پښتنو سره ناوړه چلند او جګړه د يو منظم پلان له مخې شوي، نو د امريکايي چارواکو او سياستوالو له خوا دا ډول څرګندونې چې پښتانه ټول طالبان دي، څه نا اشنا خبره نه ده، ځکه دوى له پښتنو سره همداسې چلند کړى لکه دوى چې ټول طالبان، القاعده او ترهګر وي.

امريکا او ملګري يې فکر کوي چې له يو ستر او تاريخي ولس سره دښمني دوى بريالي کولاى شي، خو دوى هېروي چې له دې ولس سره دښمني خطرناکې پايلې لري. دا سمه ده چې دا ولس به وځپل شي، وبه وژل شي او له ګڼو ستونزو سره به مخ شي، خو په پايله کې ظالم او وژونکى هرو مرو را پرځيږي او د پښتنو تاريخ له همداسې نندارو ډک دى.پښتانه له چا سره دښمني نه کوي، د چا د مشروع ګټو پر وړاندې خنډ نه دي او نه هم غواړي چې له چاسره دښمني وکړي، خو که څوک ورسره دښمني کوي، نو بيا بله لاره نه لري. امريکا ته په کار ده چې په سيمه او افغانستان کې د برياليتوب لپاره له پښتنو سره دښمني پرېږدي او ددې پر ځاى د دوستۍ لاس ورکړي. د امريکا  اوسني سيمه ييز او افغان ملګري دوى په يوې اوږدې او سختې جګړې کې ښکېل کوي، چې پايله يې له تباهۍ پرته بل هيڅ نه شي کېداى.

له لوی افغانستان څخه په مننه