محور ورځپاڼه :
د فهیم بړیڅي حکومتي چارواکي وژلي دي
د مارشال فهيم يو بړيڅي په نوي بغلان کې د دفاع وزارت د ځانګړې قطعې مشر، معاون او دکشف امر ووژل.
پيښه د تېرې عرفې په ورځ رامنځ ته شوه، خو ترننه يوې رسنۍ هم جرات ونکړای شو، دا راز راوسپړي.
د مارشال فهيم بړيڅي په نوي بغلان کې د ولسوالۍ امنيه قوماندان دی، کله چې د ځانګړې قطعې ځواکونو يو نامسول وسله وال ريدي
ګل بې وسلې کړ، سملاسي کمين قوماندان له خپلو باډيګارډانو سره قطعې ته راغی، د مازيګر څلور بجې يې د ځانګړې قطعې قوماندان عبدالجميل، معاون يې اخندزاده او د کشف امر جاويد په ډزو سره ووژل.
سره له دې چې له مرکز څخه او د پامير زون له ليوا څخه د پيښې څيړلو لپاره سيمې ته پلاوی تللی، خو تازه راپورونه وايي، چې د کمين د نيولو پرځای دهغې قطعې سرتيري تبديل شوي دي.
محور ورځپاڼې هڅه وکړه چې له دفاع وزارت او کورنيوچارو دريځ معلوم کړي، خو هم ظاهر عظيمي او هم صديق صديقي د پيښې په اړه له څه ويلو ډډه کړې. په ټولو امنيتي ارګانونو د مارشال فهيم او دفاع وزير له خوا فشارونه دي، چې موضوع له رسنيو پټه وساتي.
په بغلان کې ځايي خلکو ويلي چې که قضيه ونه څيړل شي، دوی به د همدې قوماندان پرضد له طالبانو سره يو ځای شي.
قوماندان کمين چې د بغلان ولسوالۍ امنيه قوماندان دی د ځمکو په غصب، د خلکو ځورونه او حتی په ناموسي اختطافونو کې لاس لري. د سيمې خلک وايي، څو ځله يې مرکز ته له نوموړي شکايت کړی، خو غږ يې ځکه نه اورېدل کيږي، چې دا د لومړي مرستيال ملاتړ لري.
له روهي ویبپاڼې څخه په مننه
دیادولوده، چې دسږ کال جنوري په لمړۍ نیمايي کې دفهیم ورور په رڼا ورځ قتل وکړ متن یې په لاندې ډول دی: