رويټرز:
ډيورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ نړيواله پوله نه ده
رويټرز خبري آژانس وايي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډيورنډ کرښه هېڅکله هم د نړيوالې پولې په توګه نه وه ټاکل شوې. دغه اژانس د ډيورنډ کرښې په اړه د يوې څېړنيزې مقالې په ترڅ کې چې په کابل کې ويسا ورځپاڼې خپور کړى، د امريکايي چارواکو د څرګندونو په اړه تعجب څرګند کړى دى او د افغانستان او پاکستان ترمنځ ددې اختلاف وړ مسلې په اړه يې د امريکا پاليسي تر پوښتنې لاندې راوستې ده. په ياده مقاله کې چې د مېرمن مايرا مکډونالډ له خوا ليکل شوې راغلي، چې ښايي ددې ستونزې د هواري لپاره د ملګرو ملتونو په څېر د بهرنيو کړيو منځګړيتوب ته اړتيا وي، خو په وينا يې دا يوه داسې ستونزمنه مسله ده چې د امريکا په يو څو لنډو خبرو چې وايي "موږ د ډيورنډ کرښه په رسميت پېژنو" نه شي حل و فصل کېداى.
په مقاله کې دغه راز ويل شوي، هغه تړون چې د امير عبدالرحمان خان او د برېټانوي هند ترمنځ شوى و، د دواړو هېوادونو ترمنځ د نړيوال سرحد په ډاګه کولو پرځاى، د نفوذ سيمې په کې په ډاګه شوې دي.
د رويټرز د مقالې له مخې، د ډيورنډ کرښې په دواړو خواوو کې د پښتون نشنليزم د مخنيوي په موخه، پاکستان اسلامپاله ډلې وروزلې. د مقالې ليکواله مېرمن مايرا مکډونالډ په خپله ليکنې کې د ستونزې د حل په توګه وړانديز کړى چې افغانستان او پاکستان بايد د ډيورنډ کرښې په دواړو خواوو کې د ولسونو اړتياوو او د کورنيو او دوديزو اړيکو په پام کې نيولو سره د يو ګډ قلمرو زمينه مساعده کړي.
له لوی افغانستان څخه په مننه