بایرن مېشتي افغانان دمالیزیا له دولت څخه مننه کوي

 دجرمني په بایرن آیالت کې نن دشپې ناوخته موږ یوه بېړنۍغونډه ددې لپاره وکړه، چې درباني دنوم په خاطر مالیزیا افغانستان ته خپل تحصلي بورسونه لغوه کړل.

زموږ واقعأ خوابدېږي،چې دیوانسان په تېره بیا دیوافغان دزدکړې مخه څوک ډب کړي خوموږ دمالیزیا ددولت  په دې تاریخي پرېګړه ځکه خوراخوښ شوو چې دحق اواز وررسېدلی هغه اوز چې له ځان سره یې زموږ دیتیمانو سوې سوې نارې دهېواددمختلیفوسیموپه تېره بیادکابل ښار دمظلوموشهیدانوورستۍسلګې ور رسولې دي.

هو!

نن  دکابل په تخت سپاره ګوډاګیان  دخپلې بقالپاره له ځان اوایمان وراخوادوطن هر ویاړ او هره هستي خرڅوي.

دوی دبې اتفاقي واچوه حکومت وکړه شعارونه پخپلو غیر مسؤلانه  پرېکړو کې عملي کوي.

په  ارګ مین حامدکرزي دجنګي جنایتکارانو دخوښولو لپاره دښوونې او روزنې پوهنتون د سولې دقاتل برهان الدین رباني په نوم ونوماوه.

ښاغلي کرزي دخپلو شومواهدافو لپاره دهېواد دځوان نسل په منځ کې درځ  ایجاد کړ زموږ پښتانه وروڼه یې  د یو شمېر نورو وروڼوقومونو دځوانانو په ګډون په لوی لاس دې ته اړایستل چې اعطراضونه وکړي.

 دا اعطراضونه ددې سبب شول، چې زموږ په داغلې اوغم لړلې ټولنه کې یوشمېرکسان بې له دې چې حق ته دحق په سترګه وګوري  خپه شول.

یاده خوابدي  دبې اتفاقي واچوه حکومت وکړه لپاره  ښاغلي کرزي ته یوپه  زړه پورې  محصول وچې  د زړه له تله پرې خوښ دی.

هغه  متل دی، چې لمرپه دوو ګوتو نه پټیږي موږ دخدای(ج) څخه مشکور یو، چې دحق غږ څپې آن ترمالیزیا هم ورسېدې موږ هیله من یو ،چې دغه کاڼه او ړانده لویدیځ ته هم یو وخت راورسیږي.

دغونډې په اخېرکې زموږملګرو تصمیم ونیو، چې سبادمالیزیاسفارت اوکونسولیوله لارې دمالیزیادولت لوړ پوړو چارواکو ته په دې اړوندمننلیک ورولېږو.

درنو لوستونکو!

تاسو په لاندې متن کې له پوره جریان څخه ځان خبرولای شئ:

 

د ربانی د نوم په خاطر، مالیزیا، افغانستان ته خپلی ورکړی بورسیی لغوه کړلی

روهي ته د رسیدلو خبرونو په اساس، د مالیزیا دولت چی هر کال په لسګونو بورسیی د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت ته ورکوي، دا ځل نټه کړیده. د مالیزیا دولت دلیل راوړي چی مونږ خپلی بورسیی د لوړو زده کړو په چوکاټ کی د ښوونی او روزنی پوهنتون ته ورکوو. اوس چی ددی پوهنتون نوم د پروفیسور رباني په نوم اوښتی نو دوی هم د بورسیو له ورکولو څخه منصرف شویدي.

د پخواني جنګسالار برهان الدین ربانی د لومړي تلین په را رسیدو سره، سږ، ولسمشر حامد کرزي د یو فرمان او د وزیرانو شورا په تایید سره د کابل د ښوونی او روزنی پوهنتون د هغه په نوم کړ.

د محصلینو د لاریونونو سره، سره حکومت دی ته قانع نه شو چی خپله پریکړه بیرته واخلي.

دتحصلي بورسونو په اړوندددرنو لوستونکوتبصرې په لاندې ډول دي:

خالد احمدزی

د مالیزیا استخبارات له حقیقته څه وخت خبرشول؟

د مالیزیا استخبارات او خارجه وزارت څانګه هغه وخت پدی مسايلو اګاه شوه چی ددی سفارت تاجکو کارکنانو په نامه آرین قریشی چی اوس له مالیزیا نه په دپلوماتیک پاسپورت په استفاده اوس د استرالیا مهاجردی څو پښتانه محصلین د طالبانو په نوم پلورلی وو. کله چی به حقیقت استخباراتو ته معلوم شو نو سفارت به د سوالونو لاندی راغی. څومحصیلینو غوښتل چارواکی دی ستمیانو ته چی په سفارت کی بعضی تر اوسه کارکوی متوجه کړی. ډاکتر عبدالله ته محصلینو په وار وار کتبی شکایات وړاندی کړی، آن داچی د داکتر عبدالله سره خبری هم شوی وی، مګر چون داکسان د هغه او دده ځامن وو نو عبدالله به ځان کوڼ کړ. د یونس فرمان وخت کی هم داسی مسایل شوی وو، یونس فرمان هم یو ستمسی وو هغه به ویل به مه غرض نیست. او دوه نور ستمیان یی ځان سره په کار وګمارل. نو که د افغانستان وزارت خارجه واقعا ریفارم رانولي نو لودی او وزیر ته د شرم ځای دی. د مالیزیا حکومت اوس پوهیږی چی په پښتون ظلم روان دی او دوی هم داسی افغانان لری چی واقعیتونو څخه یی اګاه کوی. اوسنی بورسونو کی هم سفارت په پټه د هرکس په سر ۴۰۰ ډالر وهلی. هغه څنګه؟ دوی یو استاد د اجینټ په نوم وروړاندی کړی او دا استاد د سفارت سره کلکی اړیکی لری او دواړه تاجیک دی. دا خبری د اوسنیو محصلینو په مینځ کی روانی دی. سفارت باید ۱۰۰ فیصده کسان تبدیل کړی

Shams u din safi

 دمالیزیا بورسونه

دمالیزیا له حکومت څخه یو دونیا مننه چی څومره زړه سوانده پریکړ یی کړی خدای دی وکړی چه ټوله نړی همداسی پوه شی

زموږ پخوانۍ هڅې په لاندې لینک کې لوستلای شئ:

http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/19019