د امريكا افغان جګړه په مقاومت بدليږي

دوشنبه ٠٨ لړم ١٣٩١ ساعت ٠٦:٠١

له وسله والو طالبانو سره په جګړه كې د امريكايي چارواكو نوى تكتيك چې د جګړې پرځاى ډېرې سلا مشورې غواړي او د سولې خبرو ته د طالبانو كمه لېوالتيا دا ښيي، چې امريكايي چارواكي د ۱۲ كلنې جګړې په پاى ته رسولو كې پاتې راځي.
د امريكا متحده ايالتونو ولسمشر بارك اوباما د طالبانو د ځپلو او سولې ته د هغوى د كېنولو لپاره ۳۳ زره اضافي پوځيان د افغانستان جنوب ته واستول او تېره مياشت هيواد ته ستانه شول. اوس چې لوېديځ چارواكي وايي، طالبان سخت ځپل شوي، بيا هم دا ډله د سولې خبرو ته نه كېني. په ورته وخت كې چې افغان لوري ته د امنيتي چارو د لېږد بهير روان دى او ناټو پوځ هم د ۲۰۱۴ كال تر پايه له افغانستانه خورا ډېر كميږي، ممكن امريكا له نويو ستونزو سره مخ شي. په افغانستان او عراق كې د امريكايي ځواكونو سلاكار او په جورج واشنګټن پوهنتون كې د سياسي علومو استاد ستېفن بايډل هم په دې اند دى چې ممكن په ۲۰۱۴ كال كې امريكا  په افغانستان كې له بندون سره مخ شي.د هغه په اند، كه داسې كيږي، نو واشنګټن به له ۲۰۱۴ كال ورووسته په افغان جګړه كې د ماتي د مخنيوي لپاره لسګونه كلونه هر كال په ملياردونو ډالر مصرف كړي.
پوهاند سټيفن بايډل زياتوي، د ۲۰۰۱ كال په اكټوبر كې د امريكا دفاع وزارت په افغانستان كې د تلپاتې ازادى په نوم عمليات پيل كړل، خو اوس دا عمليات په تلپاتي مقاومت بدل شوي دي. د هغه په باور، په تېرو كلونو كې طالبان خورا سخت ځپل شوي، خو سملاسي يې ځانونه منظم كړي، همدارنګه يې پر  القاعده او حقاني شبكه سربېره له نورو توندلارو ډلو سره هم اړيكي جوړ كړي دي.
د سياسي چارو شنونكى مطيع الله خروټى وايي، امريكا په لنډ وخت كې د وسله والو طالبانو رژيم وپرځاوه، خو پر افغانانو يې هغه جنګي ډلې واكمنې كړې چې پخوا يې امتحان ور كړى و، په كورنۍ جګړه كې ښكېلې وې، دې او د واشنګټن يو شمېر نورو تېروتنو افغانان نهيلي كړل، چې فكر يې كاوه، افغانستان به په لنډ وخت كې ګل او ګلزار شي، همداراز به رښتونې ولسواكي جوړه شي. نوموړى په دى اند دى چې امريكا دې په افغانستان كې د خپل برياليتوب لپاره له ۲۰۱۴ كال وروسته افغان ستراتيژي بيا وګوري:( په افغان حكومت كې، د ايتلاف يا شمال ټلوالې په نوم يو شمېر كسان چې واكمن وي او امريكايي چارواكو ته ناسمې مشورې ور كوي، هغه ورځ لرې نه ده چې واشنګټن ته افغانستان پر دويم ويتنام بدل شي.)
د نوموړي په خبره، په افغان حكومت كې داسې كسان واكمن دي چې د خپلو ګټو لپاره د افغانستان د پېښو رښتونى انځور امريكايي چارواكو ته نه ور كوي او واشنګټن هم كه په دې يو څو كسانو باور كوي او د تېرو كلونو په څېر همداسې تېروتنې كوي، نو په افغانستان كې د جګړې پاى ته رسېدل او د امريكا په ګټه يې تمامېدل ناشوني دي.
كه څه هم ناټو په تېره بيا امريكا وايي چې له ۲۰۱۴ كال وروسته به افغان امنيتي ځواكونه په يوازې سر له وسله والو طالبانو او القاعده سره جګړه كولى شي، خو په افغانستان كې نورې ستونزې هم شته، چې په هغوى كې ډېره اندېښمنونكى اداري فساد دى.
په افغان حكومت كې اداري فساد ولس له حكومت څخه لرې كوي او په ځينو سيمو كې مظلوم افغانان د حكومت پرځاى وسله وال طالبان غوره بولي.

داخویې لاسر دی پټی وړاندې سورور دی

له خدمتګار څخه په مننه