برهان الدین رباني وپیژنئ
دمحترم غلام محمد زرملوال لیکنه
د جمعيت اسلامي مشر، برهان الدين ربانى، د ١٩٩١ کال په نوامبر کې ماسکو ته سفر وکړ او د هغې مياشتې له ١١ تر ١٥ پورې يې په هغه ښار کې ".. د خپلو افغاني متحدينو په شمول له يوه شمير کسانو سره پټې او ښکاره ليدنې کتنې وکړې.." ربانى ددې سفر په اوږدو کې د فدرالي روسيې له ولس مشر مرستيال، الکساندر روتڅکوى، د شوروي له باندنيو چارو وزير، پانکين، د روسيې د بهرنيو چارو له وزير، کوزيروف، د تاجکستان له بهرنيو چارو وزير، قيوموف او د شوروي، فدرالي روسيې او د شوروي د منځنۍ اسيا جمهوريتونوله لوړ پوړو استازيو سره ليدنې وکړې.
ماسکو ته د ربانى سفر يوه خورا حاده او ناندرييزه مسئله وه. پردې سفر د "منځ مهال حکومت" مشر، صبغت الله مجددى، چې دربانى په کابينه کې د بيا رغاونې وزير وو- او وروسته بيا د امريکا د سفير، پيټر تامسن، په هدايت په "عبوري حکومت" کې د بدلون راوستلو په پلمه [ربانى] د بهرنيو چارو وزير شو- نه مجددى او نه د تنظيمونو نور مشران پرې خبر وو. په هيواد کې ددې پړاو د حالاتو څارونکي وايي چې د همدې سفر په نتيجه کې وو چې د روسانو، ببرکيانو، ستميانو او د رباني د جمعيت اسلامي د هغو ډلو ترمنځ "چې ستمي تمايلات يې په عمل بدل شوي وو"، هغه پلان نهايي کړل شو چې په افغانستان کې د ثور د کودتا له پيل، د روسانو له راتګ او په تيره بيا يې له څه باندې شپږکاله راهيسې ورباندې جدي کار کاوه. د هماغه سفر په اوږدو کې وو چې روسانو برهان الدين رباني ته ډاد ورکړى و چې ده ته د افغانستان د راتلونکي حکومت په واګو ورسپارلو کې به مرسته وکړي.
پدې توګه کريملين د نجيب الله پر رژيم د بطلان کرښه کښلې وه.
فقير محمد ودان د "دشنه هاى سرخ" په ٨١ مخ کې وايي چې ".. هغه څه چې څرګند دي دا دي چې ددې سفر په درشل کې شوروي دولت د ملګرو ملتو سرمنشي ته خبر ورکړى و چې له هغه نه وروسته د سولې په پروسه کې د نجيب الله د ګډون پلوي نه دي ... او يوڅه موده وروسته د شوروي اتحاد د بهرنيو چارو وزير، اندري کوزيروف، اعلان وکړ چې په افغانستان کې د حل او پريکړې لپاره هرڅه چمتو دي يواځې د نجيب الله پر مشرۍ افراطيونو ته د شوروي مرسته ورکول پدې لار کې خنډ دي.. "<!--[if !supportFootnotes]-->[1]<!--[endif]-->
د اندري کوزيروف ددې ښکارونې په پاى کې د کابل او مجاهدينو ترمنځ د سولې او مفاهمې خبرې نورې بې مانا شوې وې. او پر دې سربيره له برهان الدين ربانى سره د فدرالي روسيې د جمهور رئيس مرستیال، اليکساندر روتڅکوى، ليدنې کتنې او په افغانستان کې د راتلونکي حکومت په اړه د نوموړي ويناوې زموږ په هيواد کې د سولې پر تابوت وروستى ميخ و.
فقير محمد ودان د ستر جنرال محمود ګارييف له خولې د "دشنه هاى سرخ" په ٨٢ مخ کې وايي چې: ".. الکساندر روتڅکوى با تلاش بخاطر جلب نظر هيئت مجاهدين به رياست برهان الدين ربانى که به مسکو آمده بود، قطع تحويل اسلحه و همه انواع سوخت و تجهيزات به حکومت افغانستان را اعلام داشت.."
د ١٩٩١ کال د نوامبر د مياشتې پر ١٥ نيټه، يانې مسکو ته د پنځه ورځني اوږده سفر پر وروستي ماښام، د برهان الدين ربانى، "شوروي او فدراتيف روسيې" ترمنځ يوه ګډه اعلاميه خپره شوه. پدې اعلاميه کې، چې په هماغه نيټه د ماسکو د شپې پر ٨ بجو ژورنالستانو ته ولوستل شوه، دا لاندې ټکي شامل وو:
١- افغانستان ته په غير قانوني توګه د شوروي د سرتيرو استولو او په جګړه کې د دې هيواد د ونډې اخستلو، چې د افغانستان پر ملت يې بې کچه رنځونه او دردونه تپلي او لا دوام لري، غندل تائيد شوي دي.
٢- دواړو خواوو د افغانستان انتقالي اسلامي حکومت ته د ټولو دولتي واکونو د ليږدولو اړينتيا تاييد کړه.
٣- د مجاهدينو پلاوي ويلي دي چې د کابل له رژيم نه د ځواک تر انتقال وروسته به په دوه کلونو کې د اسلامي کانفرانس سازمان او د ملګرو ملتو په همکارۍ په افغانستان کې ټول ټاکنې تر سره شي.
٤- د ټولو هغو تړونونو ردول به، چې د شوروي او په کابل کې د شوروي په ملاتړ ولاړ حکومت ترمنځ له ١٩٧٨ څخه بيا انتقالي اسلامي حکومت ته د دولتي واکونو تر ليږدولو پورې تړل شوي دي، د انتقالي حکومت په پريکړه پورې اړه لري.
٥- د بنديانو د خوشي کولو په هکله، دواړو خواوو منلې ده چې پدې اړه له هيڅ ډول هڅو نه غاړه ونه غړوي. مجاهدين به سولې ته د هيلو له کبله، د ١٩٩٢ کال د جنورۍ پر لومړۍ نيټه د شوروي د بنديانو د لومړۍ ډلې د خوشې کولو اقدام وکړي. د دواړو خواو د بنديانو د خوشي کولو پر لور به يو ګډ کميسيون جوړ او عملي ګامونه به پورته کړي.
٦- د شوروي لورى موافقه کوي چې د ١٩٩٢ کال له جنورۍ د مخه به کابل رژيم ته ټول پوځي اکمالات، حربي وسايل، د سونګ او د جنګي وسايلو موادو ورکول ودروي او د پوځي پرسونل د بشپړو کمولو او له افغانستان څخه د هغوى د ايستلو لپاره به اقدام وکړي.
٧- شوروي به په جګړه کې د ويجاړيو د بيا رغاونې په ګډو هڅو کې هرومرو ونډه واخلي. [همدې مادې شوروي افغانانو ته د جګړې تاوان له ورکولو څخه وژغوره]
٨- ددې اعلاميې د پرمخ ته وړلو او وروسته خبرو اترو لپاره به د يوې مياشتې په اوږدو کې يو ګډ پلاوى جوړ شي.
پدې توګه په هيوادکې ستمي پروګرام د پلي کيدو په درشل کې و.
له روسيې څخه تر راستنيدو وروسته، رباني ډلييزو رسنيو او خپرونو ته وويل چې: ".. ماسکو يوه اسلامي حکومت ته د ځواک ليږدول منلي دي.." او په خپل وار ايران هم له ربانى سره د ماسکو د تړون هرکلى وکړ او په يوه وينا کې يې جوته کړه چې جمهورى اسلامى ايران خواهان "يک حکومت غيروابسته مستقل اسلامي در افغانستان" است. بيا د ربانى له سفر نه يوه اونۍ وروسته ".. د ايران د بهرنيو چارو وزير، ډاکتر على اکبر ولايتى، د شوروي اتحاد مشر، ګورباچوف، ته د ايران د جمهور رئيس، رفسنجاني، پيغام له ځان سره يووړ.."
له ماسکو نه تر راستنيدو وروسته، برهان الدين ربانى تهران ته سفر وکړ. همدا وخت د تاجکستان د بهرنيو چارو وزير هم تهران ته تللى و چې له يوۀ بل سره د ماسکو د خبرو د پاى په هکله خبرې وکړي. تهران او ماسکو ته د ربانى سفر په افغانستان کې د راتلونکي پلان له پلي کولو سره مخامخ اړيکي لرل.
پدې ليدنو کتنو کې د برهان الدين رباني نظرياتي ملګرى ګوند او د ماسکو او واشنګټن له خوا رټل شوى سياسي سيال يې، ".. حزب اسلامي او د هغه مشر د يوه سُني افراطي پښتون په حيث او په عربي هيوادونو کې له ځينو کړيو سره د نوموړي اړيکي د ايران د اسلامي جمهوريت د حاکمانو لپاره د منلو وړ نه وو ... له همدې کبله د حزب اسلامي او د نوموړي ګوندد مشر د طردولو په اړه خبرې وشوې؛ [په نتيجه کې يې] د نوموړي طرد تاييد او وپتيله شوه چې له قوماندانانو سره يې، په تيره بيادهيواد په شمال کې، مستقل کار وشي.."<!--[if !supportFootnotes]-->[2]<!--[endif]-->
نو پدې ډول د افغانستان د ننه د روسانو په ګډون ټول کورني او بهرني ښکيل ځواکونو، چې په قومي، سمتي او ژبنيو بنسټونو د يوه بل پرضد د افغانانو پر هڅولو او درولو لګيا وو، خپل فعاليتونو ګړندي کړي وو. هغوى په هيواد کې د پخواني "افغانستان ديموکراتيک ګوند" او اوسني حاکم "وطن ګوند" او هم په جهادي تنظيمونو کې پښتانه غړي "سخت دريځه"؛ او د هماغو کمونستانو کارملي پرچميان، د ربانې جمعيت، او ستميان) يې "منځ دريځه" بلل. او دا لوبه نو اوس په زغرده د لوبونې ډګر ته راايستل شوې وه. د نوامبر پر ٢٠ نيټه د رويتر خبري اژانس او له کابل څخه د بي بي سي د انګريزي ژبې د خپرونو استازي، کريس باورز، په يوه راپور کې وليکل چې په کابل کې د "اخبار هفته خپرونه لدې کبله وتړله شوه چې په هغې کې د احمدشاه مسعود يوه مقاله خپره شوې وه ... داسې څرګنديږي چې په وطن ګوند کې سخت دريځ پردې بريالي شوي چې خپرونې ته د مالي مرستو ورکول بند کړي. دا کار به د نجيب له رضايت څخه پرته شونى نه واى.."
که څه هم چې لا تر هماغه دمه د ملګرو ملتو له خوا د پنځه فقرييز پلان د پلي کولو خبرې کيدې، خو د پردې شاته، مسکو ته د جمعيت اسلامي د مشر له سفر څخه وروسته، پر هرڅه پريکړه شوې وه. د کويټ له خبري اژانس سره په يوه مرکه کې، برهان الدين رباني وايي: ".. چې موږ به له اسلام نه پرته بل هيڅ بديل ته غاړه ټيټه نه کړو. د شوروي حکومت زموږ دا غوښتنه منلې ده. <!--[if !supportFootnotes]-->[3]<!--[endif]-->
د ١٩٩٢ کال د جنورۍ لومړۍ نيټه د "شوروي اتحاد" د وروستي زوال له ورځې سره برابره وه او په افغانستان کې جنګي ډلو ته د شوروي او امريکا له خوا اعلام شوى وسله بنديز لا ١٥ ورځې د مخه د روسانو له لوري پلى شوى و. له همدې سره د ډاکتر نجيب الله د رژيم پر تابوت وروستى ميخ وهل شوى و.
پر همدې نيټه تهران، کابل او اسلام اباد ته د روسيې مرستيال ولس مشر، الکساندر روتڅکوى، سفر وکړ او د سفر په پاى کې يې په يوه ګډه اعلاميه کې وويل چې ".. دا د روسيې دنده نه ده چې د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه وکړي.." او د همدې سفر په اوږدو کې يې مجاهدينو ته پر ډاګه کړه چې: ".. په افغانستان کې دې يواځې د مجاهدينو په ګډون يو انتقالي حکومت جوړ شي.."
د روتڅکوى په دريځ کې دا بدلون پر ماسکو باندې د ايران او منځنۍ اسيا د هيوادونو د زور اچولو له کبله راغلى و. دا خبره هغه وخت څرګنده شوه چې پاکستان يو اقتصادي پلاوى د نوموړي هيواد د تجارت د وزير په مشرۍ منځنۍ اسيا ته واستاوه چې په سيمه کې داسلام اباد د "نفوذ او تجارت" چانس له لاسه ورنکړي. نوموړي پلاوي ته په منځنۍ اسيا کې پر ډاګه ويل شوي وو چې ترڅو د افغانستان مسئله حل نه وي، له پاکستان سره د اړيکو لرل يې ناشوني وو.
د برهان الدين ربانى او مسکو ترمنځ د تړون په اړه فقيرمحمد ودان وايي چې لدې سره د افغانستان د کشالې د حل لپاره دوه طرحې منځ ته راغلې:
د ملګرو ملتو د سازمان د سولې پنځه فقرييز پلان او د شوروي اتحاد او رباني ګډه طرحه د دواړو د پلي کولو لپاره له يوه بل سره په رقابت کې پټ پټ او ښکاره فعاليتونه پيل او ګړندي شول. ډاکتر نصري حق شناس له خپل برداشت او ذهنيت سره سم په دې اړه ليکي چې:
".. مسکو ته د مجاهدينو د پلاوي سفر او له روسي مشرانو سره د هغوى مخامخ خبرې د ډيرو افرادو، ذهنيتونو او توطئې د مرکزونو، او لاسوهونکو مغرضو سازمانو (د ليکوال موخه د ملګرو ملتو سازمان دى - ودان) ته ويره پيدا کړه او داسې ګومان يې وکړ چې د دواړو ترمنځ تفاهم به د مجاهدينو په ګټه پاى ته ورسيږي او هغه نخشه به يې (هدف يې د ملګرو ملتو پنځه فقرييز پلان دى - ودان)، چې د پلي کولو په لټه کې يې وو، شنډه شي. له همدې کبله هڅې او هلې ځلې ګړندۍ شوې او د ملګرو ملتو د سرمنشي د استازي او د نجيب الله د يار او مرستيال، بينن سيوان، په نويو هڅو او نوښتونو لاس پورې کړ. له جهادي مشرانو او پاکستاني مقاماتو سره يې څو ځله ليده کاته وکړل ... تر هغه پورې يې د مجاهدينو او اسلامي حکومت پرضد يې په زړه کې له دښمنۍ او لاسوهنې نه لاس وانخست، په ليونتوب يې نارې ووهلې او ويې ويل: "که په افغانستان کې د ملګرو ملتو د پنځه فقرييز پلان پر خلاف يو حکومت جوړ شي، هغه حکومت به مشروعيت ونلري.."
ډاکتر حق شناس د "تحولات سياسى جهاد افغانستان" د دريم ټوک په ٣٦٠ مخ کې بيا ليکي چې:
".. د ملګرو ملتو پنځه فقرييز پلان په راتلونکو حکومتونو او انتقالي دوره کې د کمونستانو د ونډې لپاره کومه استثنا نه وه منل شوې او حتى پردې يې تلويحاً زور اچاوه چې جهادي مشران دې له نجيب سره پر يوه ميز کښيني او دده په اصطلاح په ((بين الافغانى)) خبرو کې دې ونډه واخلي. دا پداسې حال کې چې د مسکو اعلاميې "اسلامى حکومت ته" د دولتي واکونو د ليږدولو سپارښتنه کوله. دې دواړو مطلبونو د مفهوم او محتوى له پلوه له يوه بل سره بشپړ تناقض درلود.."<!--[if !supportFootnotes]-->[4]<!--[endif]-->
<!--[if !supportFootnotes]-->
<!--[endif]-->
<!--[if !supportFootnotes]-->[1]<!--[endif]--> ".. آنچه که روشن گرديده اين است که دولت شوروى در آستانه اين سفر به سرمنشى ملل متحد اطلاع داده بود که بعد ازين آنها طرفدار بودن نجيب الله در پروسه حل سياسى قضاياى افغانستان نيستند و بعد از چندى اندرى کوزيروف، وزير خارجه اتحاد شوروى اعلام نمود:
در افغانستان همه چيز براى حل و فصل آماده است تنها حمايت شوروى از افراطيون به رهبرى نجيب الله مانع اين کار است.."، فقير محمد ودان، "دشنه هاى سرخ"، ٨١ مخ
<!--[if !supportFootnotes]-->[2]<!--[endif]--> ".. طى اين ملاقاتها، حزب اسلامى افغانستان رهبر اين حزب بحيث يک بنيادگراى سنى مذهب پشتون و در عين حال تشويش از علايق او با برخى حلقات در کشورهاى عربى مورد پسند محافل حاکم بر جمهورى اسلامى ايران نبود ... بناء طرد حزب اسلامى و رهبرى اين حزب و کار مستقل با قومندانان حزب مذکور بخصوص قومندانان آن در شمال افغانستان، مطرح و تائيد گرديد.."، فقيرمحمد ودان، "دشنه هاى سرخ"، ٨١ مخ
<!--[if !supportFootnotes]-->[3]<!--[endif]--> "… We will not accept any alternative for Islam in Afghanistan. The USSR government has approved this demand of ours…", KUNA, 10 December 1991
<!--[if !supportFootnotes]-->[4]<!--[endif]--> ".. طرح پنج فقره يى ملل متحد نسبت به اشتراک کمونستان در حکومات آينده و دوره انتقالى هيچ استثنايى باخود نداشت و حتى تلويحاً تاکيد مينمود تا رهبران جهادى با نجيب دور يک ميز بنشينند و به اصظلاح وى مذاکرات "بين الافغانى" انجام دهند. در حاليکه اعلاميه مسکو انتقال صلاحيت هاى دولتى را به "حکومت انتقالى اسلامى" سفارش ميکرد و اين دو مطلب از نظر مفهوم و محتوى کاملاً با هم تناقض داشتند.."
دنښترویبلاګ اداره له محترم زرملوال صاحب څخه دزړه له تله مننه کوي واقعأ جالب مالومات یې لیکلي دي.
درنو لوستونکو!
هیله ده رباني مو پېژندلی وي که غواړئ دشعر په ژبه یې وپېژنئ نو بیا دا لاندې نظم ولولئ:
رباني وپېژنئ!
یوفتنه غوندې رهبر و |
---|
یوفتنه غوندې رهبر و په ورځ مل و دشپې غل هم شهید شو هم غازي شو هم دسولې شو اتل په مقام او په چوکۍ پسې لا لهانده و تر مړینې دمذهب او قومیت نیلي یې دواړه ځغلول یوه ورځ مو چېرې ونه لید چې خاورې وي پرې ناستې نه مو ولید په خپل عمر هسې یو ځل په مرچل له شماله تر سویله له ختیځه تر لوېدیځه دنفاق اوریې ور واچاو وروڼو وروڼه ووژل په روانو اوبوپاک نه شوسل ستله یې پرې تش کړل له لمنې ترغوږو و رنګ په وینو دکابل په ظاهر به یې خوله ویته وه نیولې وهرچا ته په باطن لوی منافق و سکنی ورور دچرچل هوښیارتوب او مکار توب دواړه یو نه دي سره بېل دي دچالاکې مرغۍ وي اخېر په دوو لومو اجل د رمې لپاره هر څوک ګلالی شپونکی پیدا کړي خو کرزي صاحب لېوه باندې زموږ ګډیان ساتل پاچا بند په پنجرو کې را وتی نه شي بهرته جنازې ور وړې حرم ته پرې را ټول شي لکه دل دوزیر اکبر په مټ کې یې دبوی مرۍ کړه خښه یتیمان شول ټول خوابدي له کابله تر زابل ها په ځان پورې تړلې دکولاب چوکۍ یې څه شوه؟ هغه هم وروړئ چې بیا پسې را جګ نه شي په چل پېر یې نه و زده پلورل یې په زانګو کې و زده کړي دوطن په خرڅولو کې لمړی شو تر کارمل شهیدان به یې هر دم په کاڼو ولي په لحدکې ټوپکیان به ورتلای نه شي بس پرې جوړ به وي غوبل خدایه تا ته مې توبه ده ته غفار یې ته قهار قاتلان نېست اونابود کړه چې را خوشی شي محل هم یې مړ کړ هم پرې ژاړي خپل خړ سترګي لنډغر یې سبوتاژ په سبوتاژ پسې پر مخ وړي مسلسل رښتیا هم کډه یې بار شوه که ما هسې خوب لیدلی؟ عجیبه ده کور یې خپل سپا هي،وزیر، پاچا یې خپل آذان وشو دلمانځه وخت دی دا دوه رېنیان درواخلئ عبدالله او امرالله ښیم جومات به کړي چټل چې دپلار اونیکه ملک خرڅوي څوک په اجنبیانو ای بسمله دهغو سزا ده دار ته خېژول یوفتنه غوندې رهبر و په ورځ مل و دشپې غل هم شهید شو هم غازي شو هم دسولې شو اتل |