دلوی اختردمبارکۍپيغام
د نيک مرغه لوی اختر د رارسېدو له امله په مشرانو جرګه کې د پکتيا ولايت دخلکوداستازی سناتور عبدالحنان حق ويون د نړۍ ټولو مسلمانانو ته په ځانګړي ډول افغان ولس ته که هغه د کور دننه او دباندې ژوند کوي د زړه له تله مبارکي وايي .
درنوهيواد والو لوی اخترپه اسلام کې د مسلمانانو لپاره ځانګړې او تاريخي ورځ ده ،چې په ټوله نړۍ کې مسلمانان د عبادت ترڅنګ ځانکړي سيمه ايز دودونه لمانځي او د الله ج د رضا لپاره قربانۍ کوي، ريښتيا چې دغه ورځ په اسلام کې د مينې، ورور ولۍ او د زړونو د يوځای والي لامل کيږي او ټول مسلمانان خپلو وروڼو ته يو بل سره د غاړې غړۍ په ورکولو خدای ج ته لاسونه لپه کوي او مسلمان امت ته د خير او ښيګڼې غوښتنه کوي او شتمن خلک له بې وزلو سره مرسته کوي .
زړه ته راتېرو هيواد والو ما د خپلې سناتورۍ په دوره کې د بيان د ازادۍ دخلکود ګټو،او حق لپاره د مبارزې ګام او همدا ډول ملي يو والي لپاره د ژوند په لويه سحرا کې نه ستړې کيدونکي مزلونه کړي دي او په دې لاره کې به د تېر په شان هيڅکله هم د ستړيا احساس و نه کړم او په دې سپيڅلې لاره کې به په ټول توان سره پرمخ درومم.
زه په افغانستان کې د ټولو ښکېلو غاړو غوښتنه کوم چې د نيک مرغه لوی اختر د رارسېدو په درناوي له افغانستان په ځانګړي ډول د وياړونو د لوی ټاټوبي (لويې پکتيا ) څخه د جنګ اوجګړې ټغر ټول کړي او افغان ولس ته د يوه سوکاله ژوند زمينه برابره کړي،په پای کې بياهم ټولو هيوادوالو ته د نيک مرغه لوی اخترمبارکي اود لوی خدای ج څخه د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د سرلوړۍ غوښتنه کوم.
په درناوي او مينه
مشرانوپه جرګه کې دپکتیاد خلکو استازی
سناتور عبدالحنان حق ويون
د لوی اخترپه اړوند د پکتيا ميډيا سنټر د مبارکۍ پيغام
د پکتيا ميډيا سنټر مسوولين او غړي د لوی اختر د رارسېدو په مناسبت دافغانستان غيور،ميړني او سترګور ولس ته په ځانګړي ډول د لويې پکتيا شملورو او زړورو خلکوته د زړه له تله مبارکي وايي ،خدای ج دې وکړي چې دا را روان لوی اختر د سولې او خوښۍ زيري تر تاسو راو رسوي او د لوی رب ج په دربار کې ستاسې قربانۍ قبولې او منظورې شي.
درنو هيواد والو تاسو خبر ياست چې رسنيو په تېرو څو کلونو ډېره ښه وده کړې او دهيواد ناخوالې او ستونزې يې د نړۍ ګوټ ګوټ ته تر نړيوالو ورسولي او دهيواد د بيارغونې،د سولې د روان بهير او همدا ډول د هيواد د ټولو قومونو د دودونو او رواجونوپه انعکاس کې يې خورا ګټور رول لوبولی دی، هيله ده چې مطبوعات د هيواد په بيا رغونه ،يووالي او د ښکيلو ډلو ترمنځ بې طرفه اوسي.
د پکتيا ميډيا سنټز مسوولين او غړي په جنګ او جګړو کې له ښکيلو ډلو غوښتنه کوي چې د ژورناليستانو ژوند ته خاصه پاملرنه وکړي او هڅه وکړي چې له دوئ سره د مالوماتو په شريکولو کې خاصه ونډه واخلي او همدا ډول د هغو اتلو شهيدو ژورناليستانو ته د پاک رب په دربار کې دوی ته دجنت د فردوس غوښتنه کوي او د دوی له کورنيو سره د خواخوږۍ او ډاډګيرنې سلسلې وړاندې کوې او لايزال خدای ج ته په هيواد کې د روان تاوتريخوالي او بد مرغيو د پای ته رسيدو په هيله لاسونه لپه کوي .
د سوکاله او خوشاله افغانستان په هيله
د پکتيا ميډيا سنټر اداره
لوی اختر مومبارک شه
دلوی اختر په مناسبت د خوست ویب پاڼې دمبارکی پيغام!
!!!د خوست ویب پاڼې په استازیتوب
تاسو قدرمنو ته د نیکمرغه لوی اختر د رارسیدو په مناسبت مبارکي وایم. لوی خدای دې وکړي چې دغه اختر ټول افغان ولس او اسلامي امت ته د خوښۍ، خوشحالۍ، نیکمرغۍ او سولې اختر وي او د همدې مبارک مناسبت له برکته په افغانستان کې سراسري سوله، امن، خوښي او خوشحالي حاکمه شي. همدارنګه لوی خدای دې ستاسو ..عباتونه او دعاګانېپه خپل دربار کې قبولې کړي
په درناوی
د خوست ویب پاڼې اداره
رحیم خان تڼی