دامریکايي جنګي جنایتکارانوله لاسه افغان مېرمنې معیوب ماشومان نړۍ ته راوړي
افغان روغتیايي چارواکي وايي چې په دې وروستيو کې په ناوړه شکل د ماشومانو زېږېدل زیات شوي دي او ددې کار ستر لامل په افغانستان کې روانه جګړ ده. په کابل کې د ملالۍ زېږنتون ډاکټره آمنه هاشمي وايي دوی هره اونۍ په ناوړه شکل د اتو ماشومانو د زېږېدو راپور تر لاسه کوي. نوموړې زياتوي: " د مور په ګیډه کې د ماشومانو د مړینۍ پیښې، او یا په غېر طبیعي شکل د ماشومانو زېږېدل، لکه د لاسونو نه لرل، د پښو لنډوالی غټ او یا وړوکی سر، دا ډول پیښې ډیرې زیاتې شوي دي."
په افغانستان کې د روانې جګړې زيان هر اړخيز دى، چې نه يوازې اوسنى نسل، بلکې راتلونکي نسلونه او آن حيوانات او بوټې هم ترې سخت اغيزمن کيږي. جګړه خو له سره زيان راوړونکې ده، خو بيا د افغانستان په جګړه کې خورا زياتې ممنوعه وسلې کارول شوې دي، چې زيانونه يې خورا لوى دي. داسې ښکاري چې د معيوبو ماشومانو په زيږون کې زياتوالى هم د امريکايي ځواکونو له خوا د ممنوعه کمياوي او بيولوژيکي وسلو له کارولو سره تړلى دى. يو افغان ډاکټر داود ميرکي بيا بيا ويلي چې امريکايي ځواکونو په افغانستان کې هغه وسلې او بمونه استعمال کړي چې د اټومي بمونو او يا اټومي انرژۍ له پاتې شونو څخه جوړ شوي دي. دغه وسلې چې له يورانيومو څخه جوړې شوي د استعمال په وخت کې لومړى اور اخلي او تر هغه سوزيږي، چې خپل هدف ته ورسيږي او له هغه وروسته چاودنه کوي، هلته موجوده انسانان، حيوانات او بوټي له منځه وړي او دغه وسلې په دوړو او خاورو بدليږي. دغه دوړې بيا وروسته د بادونو او اوبو له لارې تيتيږي او خلک يې تنفس کوي. له تنفس وروسته دا مواد سږو او لمفاوي غدو ته ځي چې بيا د وينې په واسطه د بدن ټولو حجرو ته انتقاليږي او په حجروي سطحه شعاع توليدوي، چې پر ډي ان اې اثر کوي. کله چې څوک دغه مواد تنفس کړي د زيږولو توان له لاسه ورکوي او يا هم ماشوم له دريو مياشتو وروسته د مور په ګېډه کې ضايع کيږي. که ماشوم پيدا هم شي يا معيوب وي، يا يې د بدن غړي نه وي او يا هم نورې ستونزې او ذهني کمزورتيا لري.
د روغتيايي چارو کارپوهان وايي چې دا وسلې څو ډوله سرطان، شکر او داسې نورې ناروغۍ هم پيدا کوي. ځينو ډاکټرانو او څېړنيزو بنسټونو په دې اړه څېړنې هم کړي دي او ددې ډول وسلو خطرناکې اغيزې يې په افغانانو کې پيدا کړي دي. دا اغيزې آن په حيواناتو او بوټو کې هم ليدل شوي دي.امريکايي ځواکونو په افغانستان کې سپين فاسفورس هم استعمال کړي دي. د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې چې کله استعمال شول کاناډايي ورځپاڼې سټار په دې اړه رپوټ ورکړ او دا مسئله وروسته افغان ډاکټرانو هم تايد کړه. دغه راز په کاپيسا کې هم سپين فاسفورس استعمال شول او له دې امله يوه سوزېدلې ١٤ کلنه نجلۍ بګرام ته د تداوۍ لپاره يووړل شوه، د درملنې په وخت کې ددې د غوږ تر شا د سپين فاسفورس ټوټه پاتې وه، چې کله له اکسجن سره په تماس کې شوه اور يې واخيست او ډاکټران يې حيران کړل. سپين فاسفورس دا خاصيت لري چې په هر ځاى کې چې اکسجن وي تر پايه سوزيږي او کله چې پر يو انسان هم استعمال شي تر پايه يې سوزوي. په يورانيوم لرونکو بمونو او وسلو او سپين فاسفورس سربيره امريکايي ځواکونو په افغانستان کې نورې ممنوعه وسلې لکه مايکروويو وسلې چې د استعمال په وخت کې انسان پړسوي او دغه راز انرژي بمونه هم استعمال کړي دي چې ښکاره بېلګې يې په ميدان، قلات، کندهار او کونړ کې ليدل شوي دي.
دايو نړيوال جنايت دى چې امريکايي ځواکونه يې په افغانستان کې کوي، دغه کار ته ټول وژنه يا ټولنيز مرګ ويلى شو، چې تر ډېره به دوام کوي او دا ډول اعمال د نړۍ په هيڅ قانون کې جواز نه لري او جنګي جنايت ګڼل کيږي. افغان دولت، ملګرو ملتونو، د بشري حقونو سازمانونو او کورنيو او بهرنيو رسنيو ته په کار ده چې په دې اړه پلټنې وکړي او د امريکايي ځواکونو دا جنايت نړيوالو ته بربنډ کړي.
له لوی افغانستان څخه په مننه