دکابل حکـومت پــردی نه دی نو څــه دی؟

تهران:- گزارش ها حاکی از آن است که چهار تن از هموطنان مظلوم ما در زندان طبس ایران بطور وحشیانه اعدام شدند.
این افراد در حالی اعدام می شوند که صبح امروز چهار شنبه جناب حامد کرزی رئیس جمهور  کشور ما  همراه با احمدی نژاد رئیس جمهور ایران در کشور کویت ملاقات نموده است مگر متاسفانه در این ملاقات کوچکترین اشاره به اعدام شده گان افغان در سیاه چال های ایران نشده و اگر اشارهٔ نیز   شده باشد احمدی نژاد به آن کوچکترین توجهی نکرده است .
لوی څارنوال زندان طبس این افراد را قاچاقبر مواد مخدر معرفی کرده است مگر لوی څارنوال قصی القلب جمهوری شیطانی ایران این شعر نغز حافظ شیرازی را فراموش نموده است:

ما بدین در نه پی حشمت و جاه آمده‌ایم

 

از بد حادثه این جا به پناه آمده‌ایم

ره رو منزل عشقیم و ز سرحد عدم

 

تا به اقلیم وجود این همه راه آمده‌ایم

سبزه خط تو دیدیم و ز بستان بهشت

 

به طلبکاری این مهرگیاه آمده‌ایم

با چنین گنج که شد خازن او روح امین

 

به گدایی به در خانه شاه آمده‌ایم

لنگر حلم تو ای کشتی توفیق کجاست

 

که در این بحر کرم غرق گناه آمده‌ایم

آبرو می‌رود ای ابر خطاپوش ببار

 

که به دیوان عمل نامه سیاه آمده‌ایم

حافظ این خرقه پشمینه مینداز که ما

 

از پی قافله با آتش آه آمده‌ایم

 
قاضی عبدالجواد پارسافر،  لوی څارنوال طبس گفت: “این افراد در سال ۱۳۸۷ به جرم مشارکت در حمل  ۱۹۰ کیلو ګرام مواد مخدر از نوع مرفین به وسیله ۷ شتر در تاریخ یکم  ماه ثور سال ۱۳۸۹ به اعدام محکوم شدند که این رای در تاریخ ۲۶ اسد همان سال از سوی  لوی څارنوالی کشور تایید شد.”

به گفته لوی څارنوال ولسوالۍ  طبس ایران،  حکم اعدام این چهار نفر صبح روز یک‌شنبه ۲۳  میزان سالجاری اجرا شد.

براساس گزارش  لوی څارنوال زندان طبس سه نفر دیگر نیز به جرم حمل مواد مخدر به شکل “انبار آن در معده” در سوم  ماه میزان سالجاری در زندان طبس اعدام شدند.

گزارشگران سازمان ملل و سازمان‌های حقوق بشری بارها در خصوص حکم اعدام در ایران بیانیه منتشر کرده و آن را محکوم کرده‌اند.

عفو بین المللی، از سازمان های مدافع حقوق بشر اعلام کرده است که از ابتدای سال جاری میلادی تا اواسط ماه اکتوبر ۳۴۴ نفر در ایران اعدام شده اند که ۱۳۵ مورد از آن به طور رسمی اعلام نشده است.

قابل یاد آوریست که اکثریت این اعدام شدګان افغان های مظلوم می باشند که متاسفانه دولت افغانستان در قبال آنها مهر سکوت بر لب نهاده و اعدام آنها را با چشم سفیدی تمام در مقابل بدست آوردن خریطه های دالر توسط وایسرا ها (سفیران ایران ) مشاهده می کنند.

دولتمردان ما نه تنها در قبال اعدام هموطنان ما مهر سکوت بر لب ګذاشته بلکه آخوند های قصی القلب را به حیث دوستان افغان ها معرفی می کنند.

دګران افغانستان له ویبپاڼې څخه په مننه

دنښــــــتر ویبلاګ یادښـــــــــــــــــــت:

پورتنۍ غرغرې په داسې حال کې صورت نیسي،چې دبلخ والي عطأمحمدنورله ایران سره دخوږې دوستي له مخې د روضې مباره کې ترڅنګ یوه کوڅه دقاتلوایرانیانوپه نوم ونوموله اوټینګاریې وکړ،چې داپرېکړه څوک نشي بدلولای.

دایران نور وحشتونه په لاندې لیکنه کې لوستلای شئ:

دایران دطب محصلان دافغانانو په مړوعملیات زده کوي

لیکوال:خلیل تسل

دهېواد مشرانو جرګې تېره اونۍ په عمومي غونډه کې په ایران کې د ۲۰۰۰ دوه زره افغان کډوالو په اعدام احتجاج وکړ، دغه کار یې دمننه وړ دی ! مننه په دې چې زموږ مشران اوس په داسې حالت کې دي که دخپل مسولیت یوه زره هم اداکوي ؛ نو دولس په اوږ و یې دروند احسان اچوي چې ګني سړک مې درته پوخ کړی ، دولایت مقام ، سالون او ولسوالۍ ودانۍ مې دپي ار ټي په مرسته درته جوړه کړې او همداسې نور.... موږ دهغوی داحسانونو پوروړي یو او باید اوسو ، ځکه داهم ډېره ده چې په خپل هېواد کې مو پرېږدي چې دژوند په نوم څو شپې ورځې سبا کړو .
 مشرانو جرګې دهغه افغانانو خبره چې په ایران کې په جرمونو محکوم شوي او شمېر یې له دوو زرو اوړي نه یوازې راپورته کړه بلکه له بهرنیو چارو وزارت نه یې هم غوښتنه وکړه چې په دې اړه دې جدي اقدامات وکړي او دغه کسان دې د دار له پړي وژغوري .دهمدې خبرې را پورته کېدو سره سم دولسي جرګې څو غړو رسنیو ته دنوم نه څرګندولو په شرط وویل چې : دایران حکومت دغه کار ځکه کوي چې افغانسان ولې له امریکا سره داوږدې مودې لپاره ستراتیژیک تړون لاسلیک کړ ، ددغه وکیلانو په وینا چې په کابل کې دایران پخواني سفیر فدا مالکي ددغه تړون په مهال ډېر سرګردانه ، ورخطا او ستړی و ، هره خوا یې منډې وهلې او ځینو وکیلانو ته یې دمادي امتیازاتو وړاندیز کاوه څو ددغه تړون مسوده رد کړي او که یې رد نه کړي ؛ نو ایران به هغه دوه زره افغانان چې وړوکي جرمونه لري ؛ په اعدام محکوم کړي .دمشرانو جرګې غړو دا هم وویل چې دایران سپاه پاسداران جاسوسي ځواک ددغه افغانانو په اعدام لاس پورې کړی او په ورځني ډول یې هره ورځ اعداموي .
 دبهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زي دمشرانو جرګې ددغه څرګندونو په غبرګون کې په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې دایران دحکومت دغه تصمیم ناسم دی او دوی له ایراني چارواکو سره تل په ایران کې دمېشتو کډوالو په اړه په تفاهم کې دي .له اعدامونو پرته یوه بله خبره داده چې هلته دا کثره اعدم شوو افغانانو جسدونه بېرته دهغوی په کورنیو پلورل کېږي او هغه هم بېرته په ډېرو واسطو تر لاسه کوي .یوه دوست مې چې په تېر ۱۳۹۰ کال کې یې خپل یو ورور او دکاکا زوی په ایران کې له مړه کېدو وروسته راوړي و وویل چې یو ورور یې په زندان او دکاکا زوی دبرېښنا دشارټۍ په یوه پېښه کې ووژل شول خو دوی دصاحب منصبانو او دزاهدان ښار پولیسو ته له ګڼو رشوتونو او زاریو وروسته په دې وتوانېدل چې دهغوی جسدونه تر لاسه کړي خو کله یې چې دهغوی جسدونه وکتل نو له پښو نیولې او ان ترسره پورې دعملیاتو نښې په کې ښکارېدې او چې کله یې وروسته پوښتنې ګروېږنې کړې نو ورته څرګنده شوه چې مړي يې دزاهدان دطبي ادارو محصلینو ته سپارلي و چې دطب په برخه کې پرې خپلې تجربې وکړي ، ده وویل چې حتی دهغوی مغزونه هم په سر کې نه وو پاتې . ددغه کس په وینا چې هلته ګڼ افغانان چې یا اعدامېږي او یا خپله په کار کې دسختو کارونو له امله ومري نو مړی یې بیا دطب پوهنځیو دمصحلینو نجونو او هلکانو لپاره ښه ساعتېري او لوبه وي ، دعملیاتو نوې تجربې او زده کړې پرې عملي کوي
 دافغانستان دبهرنیو چارو وزارت دمعلوماتو له مخې دا مهال په ایران کې له یونیم میلیون نه زیات افغان کډوال مېشت دي چې یو شمېر یې قانونی اسناد هم نه لري ، دغه کډوال ځینې مجرد او دکار لپاره تللي او ځينې بیا پخوا له خپلو کورنیو سره هلته تللې او ترننه پاتې دي خو دایران حکومت ورته په ښه نظر نه ګوری .ددغه کډوالو څخه په زرګونو نور په په اوږدو اولنډمهالو بندونو محکوم دي چې ګڼ شمېر یې اعدام شوي هم دي او دا لړۍ دادي اوس هم په بې رحمۍ روانه ده . له شک پرته چې نن ایرانیانو ته دافغانانو وینه دچرګ دوینې غوندې ارزښت هم نه لري !
 نړۍ مو ولې غږ نه اوري ؟
سره ددې چې اوس نړۍ دیوه کلي غوندې ده او دا خبره هم شاید ډېره کلیشه يي غوندې وي ، نن که دنړۍ په هره ځمکه او حتی یوه ګوښه کې هم یو امریکايی او داروپا یو طبعه وژل کېږي ؛ نو دخپلو اړوند هېوادونو ترڅنګ دملګرو ملتونو سازمان او دبشري حقوقو نړیوال سازمانونه په یوه خوله په خپلو رسنیو کې شور او غوغاه جوړوي او کړونکی یې محکوموي . دبښنې نړیوال سازمان هر کال په خپل کالني راپور کې ایران دهغو هېوادونو په سر کې راوړي چې زیات اعدامونه په کې کېږي خو مخه یې نه ده نیول شوې په تېروپنځو کالونو کې ددغه یادې شوې ادارې په راپور کې ایران ددې لېست په سر کې دی . خو نن له بده مرغه چې دبښنې نړیوال سازمان څه چې ملګرو ملتونو او نړیوالو ادارو یوه هم په دې باندې خواشیني څرګنده نه کړه. یوه هم ونه ویل چې اخر دلته دبشري حقوقو او انساني کرامت خبره مطرح ده ، یوې قضايي ادارې او مدافع وکیل ونه ویل چې ایا هغه کسان چې محکوم شوي مدافع وکیل یې درلود یا نه ، جرم یې کړی و که ورته اړ شوی و ؟ له بده مرغه چې موږ نن ورځ دومره بې وسه یو چې قاتل ته وایو چې قتلوې خو مې ، خو ددې اجازه او خوښه به راکوې چې ځان ته دمرګ ډول خپله انتخاب کړم !!!
 کډوال ؛ یوه ښه وسیله او وسله
دکډوالو دنړیوالې ادارې او دافغانستان دبهرنیو چارو وزارت دمعلوماتو له مخې اوس هم دنړۍ دکډوالو یوه زیاته برخه او پناه غوښتونکي افغانان دي ، چې سر یې دنړۍ تر هېواده رسېدلی خو ګاونډي هېوادونه په ځانګړي ډول پاکستان او ایران زموږ هغه دوه ګاونډیان دي چې په یوه کې نږدې اتو میلیونو یاني پاکستان کې او په ایران کې بیا دیو نیم میلیونو په شا وخوا کې افغان کډوال اوسېږي .له شک پرته چې دغه کډوال په دغه هېوادونو کې دامنیت په لحاظ غوندې او ارام ژوند لري خو د ډېر دویاړ ژوند نه دی ، دوی له ګڼو ستونزو سره مخ دي او ګاونډي حکومتونه تل ورته په ښه نظر نه ګوري . دا کډوال که څه هم په تېرو یوولسو کالونو کې یوه برخه را ستانه شول خو ګڼ هغه یې پاتې دي او ځینې خو لا بېرته ورغلل چې علت یې هم دافغان حکومت ناتواني ، هغوی ته دښه ژوند دزمینې نه رامینځ ته کول و او بله خپله دکډوالو کم زوري او ټنبلې وه چې په هېواد کې دمېشتېدو او ځان عیارولو کلکه اراده یې نه درلوده .
 دلته تر ټولو غټه ستونزه داده چې هم پاکستان او هم ایران تر یوه حده نه غواړي چې کډوال په کلي ډول افغانستان ته واستوي ، په تېرو دریو څلور لسیزو کې ددغه کډوالو اکثره دیوې سیاسي وسیلې او وسلې په توګه کارېدلي دي ، هر کله چې ددغه هېوادونو سره زموږ اړیکې خرابې شوې نو کډوال یې یوه وسیله ګرځولې او دافغان حکومتونو په وړاندې یې دحربې په ډول کارولې ده . چې هرڅوک پرې پوهېږي .کنه دایران وروستۍ دریځ یې ښه بېلګه ده چې له امریکا سره دستراتیژیک تړون په وړاندې یې خپل مخالفت ددوه زره بې وسه او مجبورو افغان کډوالو په دار او اعدام څرګند کړ .که چېرته افغان حکومت دوی ته دژوند زمینه مساعده کړې وی او را ستانه کړي یې وی ؛ نو اوس به یې خبرو او دریځ هم په دغه دوه مخو رقیبو ګاونډیو اثر درلود . دلته به یې دافغانستان سره څنګ یو دبل په وړاندې هم خپل شوم نیتونه او رقابتونه هم نه پالل !
 سپین سترګی ګاونډی او بې وسه حکومت
څه موده وړاندې ایران په کابل کې خپل سفیر فدا مالکي چې له شمالي ټلوالې سره یارانه ښه ګرمه وه لرې کړ او په ځای یې یو بل کس ظهره وند وټاکلو کرزي هم په کابل کې دایران د سفیر په حیث د ښاغلي ظهره وند پر ټاکل کېدو خوښي څرګنده کړه او د دوو هیوادونو تاریخي او کلتوري ګډولو ته په پام سره یې په ټولو برخو کې د اړیکو د پراخیتا غوښتنه وکړه.
 ظهره وند له ۱۳۷۱ څخه تر ۱۳۷۶ لمریز کال پوري په مزارشریف کې د ایران کونسل و. له ۱۳۷۶ تر ۱۳۷۹ پوري یې د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د اسیا او پسفیک د سیمې د مرستیال سلاکار په توګه کار کړی. دی د ۱۳۸۵ او ۱۳۸۷ کلونو ترمینځ په ایټالیا کې د ایران سفیر و او له ۱۳۸۷ وروسته د ایران د ولسمشر سلاکار او په عین وخت کې د ایران د ملي امنیت شورا د منشي سعید حلیلي مطبوعاتي مرستیال و.
 دظهره وند په اړه ځینو رسنیو دا هم ویل چې دده او ولسمشر کرزي تر مینځ ان په هغه اوله میاشت کې یوه پټه لفظي شخړه شوې چې سبب هم له امریکا سره دافغانستان ستراتیژیک تړون او په افغانستان کې دامریکا پوځي اډې وې .دی په همدې موضوع دځینو څرګندونو له مخې دبهرنیو چارو وزارت ته احضار شو خو ده دومره سپین سترګي وکړه چې په کابل کې دشتون سره سره حاضر نه شو، دغه غوښتنه یې بابېزه وګڼله او خپل مرستیال یې ور واستولو .
 په همدې وخت کې بیا داسې راپورهم خپور شو چې په تهران سپاه پاسداران ځواک افغان سفارت ته ورغلي سفیر یې ډبولي او دلاسلیک شوي تړون په اړه یې ورته سپکې سپورې ویلي دي ، ددغه سفارت یوه دیپلومات خو بیا دمشرانو جرګې رئیس ته په دې اړه په پټه څرګندونې کړې وې او ورته ویلي و چې ايرانیانو ورته ویلي که ددوی دغه کړنې په اړه یې له خولې خبره ووته ؛ نو خیر یې نشته خو خبره ورانه شوه اما بې اغېزې او بې پایلې وه او دایراني چارواکي دغه سپین سترګې او زموږ بې وسۍ دهېچا دپام را اړولو سبب هم نه شوه .
 دا ټول هغه څه دي چې دنړیوالو غوندې افغان حکومت هم پرې سترګې پټوي ، خدای وکړي چې دفیل په غوږ کې دچارواکو دغه خوبونه پای ته ورسېږي ، راویښ شي دخپلو اتباعو سر او مال وساتی ، خپل ولس یې وګڼي دا هم دهغه افغان ولس یوه بېله شوې برخه ده دکوم په سر چې نن د یوویشتمې پېړۍ نړیوالې پروژيي جګړې او توره سوداګرۍ روانې دي .
 
۲۰۱۲ اکتوبر
له ښاغلي تسل څخه مننه کوو کوریې ودان خودومره به عرض کړو، چې د کابل حکومت د وېښېدو نه دی فکرکوم زموږ دا پاس سرلیک به کافي وي.