د شمال ټلوالې له قومندانانو سره د ایران د امنیتي چارواکو پټې خبرې

محمدابراهیم طاهریان

د افغان چارواکو په وینا د ایران دوه تنه امنیتي مقامات په پټه افغانستان ته د دې لپاره راغلي ول چې د پخوانیو مجاهدینو له مختلفو قومندانانو او همداراز د یوشمېر سیاسي ګوندونو له مشرانو سره خبرې وکړي.

دوو تنو افغان مقاماتو، چې نه یې غوښتل نومونه یې واخیستل شي، تاند ته د دوشنبې په ورځ وویل جنرال حسین موسوي او ابراهیم طاهریان افغانستان ته په پټه راغلي ول او د مجاهدینو له یوشمېر پخوانیو قومندانانو سره یې خبرې کړي دي.

جنرال حسین موسوي، چې د ایران د سپاه پاسداران د انقلابي ځواک غړی دی او پخوا د انصارالله د څلورم انقلابي ځواک قومندان و، پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ په موده کې د احمدشاه مسعود د ملاتړ لپاره افغانستان ته ډېر سفرونه کړي دي.

ابراهیم طاهریان پخوا په کابل کې د ایران سفیر او دغه راز د ایران په بهرنیو چارو وزارت کې د افغانستان د کمېټې ريیس و.

دا خبره د خامه په نوم یوه افغان خبري اژانس ته هم د ایران د سپاه پاسداران د انقلابي ځواک یوې پخوانۍ غړې فاطمه خزانپور، چې اوس په کابل کې اوسي، تایید کړې ده.

فاطمې خزانپور وویل چې له ۲۰۱۴ وروسته له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو وتل او د افغانستان د ولسمشرۍ راتلونکي انتخابات د شمال ټلوالې له پخوانیو افغان مجاهدینو سره د ایران د امنیتي مقاماتو د خبرو اصلي موضوع وه.

دواړو ایراني مقاماتو د افغانستان د ولسمشر له دوهم مرستیال کریم خلیلي، د ملي ايتلاف مشر عبدالله عبدالله، د ولسي جرګې غړي محمد محقق، آیت الله محسني، علي عرفاني، استاد سیاف، یونس قانوني، او د ولسي جرګې له یو شمېر وکیلانو سره کتلي دي.

د خامه خبري اژانس د راپور له مخې فاطمې خزانپور په عین حال کې وویل چې ښاغلیو موسوي او طاهریان له کریم خلیلي سره په خپله کتنه کې کومې موافقې ته ونه رسېدل.

ویل شوي چې د ایران د امنیتي ماماتو او کریم خلیلي ترمنځ پټې خبرې د کریم خلیلي په کور کې شوي او د فاطمې خزانپور په وینا محمد خلیلي د افغانستان پر ملي ګټو ټینګار درلود او ویل یې چې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د حضور دوام د هیواد په ګټه دی.

د راپورونو له مخې دواړه ایراني مقامات د افغانستان شمال ته هم تللي او هلته یې د بلخ له والي قومندان عطا او جنرال دوستم سره کتلي دي.

په همدې حال کې د جنرال باغبان په مشرۍ د ایران د سپاه پاسداران یو پلاوی پاکستان ته تللی چې له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان پر راتلونکي خبرې وکړي.

راپورونه وايي چې جنرال باغبان د کوټې د شورا له غړیو سره هم خبرې کړي دي.

ایران فکر کوي چې له افغانستانه د لوېدیځو هیوادونو د ځواکونو له وتلو وروسته باید په افغانستان کې د خپل نفوذ د لا زیاتولو لپاره سر له اوسه هلې ځلې زیاتې کړي.

ایران او پاکستان د افغانستان پرسر په خپل منځ کې سیالي لري. سره له دې چې ایران په افغانستان کې د لوېدیځو هیوادونو د ځواکونو له حضور سره سخت مخالف دی او لوېدیځوالو په تېره بیا امریکا ته د زیان اړولو لپاره د وسله والو طالبانو ملاتړ کوي خو هند او روسیه په افغانستان کې د خپلو ګټو لپاره متحدان ګڼي. ځکه دواړه د شمال د پخوانۍ ټلوالې ننګه کوي.

پاکستان د ایران د حساسیتونو د کمولو لپاره هڅه کړې چې د افغانستان له غیر پښتني قومونو سره اړیکې زیاتې کړي او له بلې خوا یې د طالبانو په وسیله بیا بیا اعلامیې خپرې کړي چې دوی به د افغانستان نور قومونه له نظره ونه غورځوي.

طالبانو په وروستیو اعلامیو کې ډاډ ورکړی چې د قدرت د انحصار په لټه کې نه دي.

دایرانیانوددې نویودسیسوپه اړوند روهي ویبپاڼې تربل هرچا لمړی خبر خپورکړ، چې ګمان کیږي له همدې کبله دایرانیانو لخوایاده ویبپاڼه دیوې ورځې لپاره هک شوه تاسو په لاندې ډول دروهي ویبپاڼې خبرلوستلای شئ:

دسپاه پاسدارانو دوو لوړپوړو امنیتي غړو له جهادي مشرانو سره کتلي دي

په دې وروستیو کې دایران دسپاه پاسدارانو دوو لوړ پوړو امنیتي غړو په افغانستان کې له ځینو جهادي مشرانو سره کتلي دي . فاطمه خضر پور دسپاه پاسدارانو داطلاعاتي برخې غړې ځینو رسنیو ته ویلي دي : سردار حسین موسوي او ابراهیم طاهریان له ځینو جهادي مشرانو سره کتلي دي او په دې اړه خبرې اترې شوې دي ،چې ددې مشرانو سیاسي دریځ به دځینو موضوعاتو په اړه څه وي ؟ سردار حسین موسوي دایران دسپاه پاسدارانو له لوړ پوړو مشرانو څخه دی او یو مهال د( انصار دڅلورمې قرارګاه ) مشر هم تېر شوې دی دطالبانو دواکمنۍ پر مهال نوموړی له احمدشاه مسعود سره په تخار او پنجشیر کې میشت و او ابراهیم طاهریان په کابل کې دایران سفیر و .
مېرمن خضرپور وايي : له جهادي مشرانو سره دددې دوو ایراني چارواکو خبرې له 2014 ز وروسته دافغانستان برخلیک ، دولسمشرۍ راتلونکې ټولټاکنې په اړه وې . موسوي او طاهریان دولسمشر له دویم مرستیال کریم خلیلي ، عبدالله عبدالله ، یونس قانوني ، عبدالرسول سیاف ، ایت الله محسني ، قربان علي عرفاني ، محمدمحقق او دولسي جرګې له یوشمېر غړو سره لیدلي دي او دایران غوښتنې یې له دې افغاني ! مشرانو سره شریکې کړې دي .
مېرمن خانم خضر پور وايي : له دویم مرستیال کریم خلیلي سره دایراني چارواکو خبرې دومره ډاډمنې نه وې دیادونې ده ،چې له خلیلي پرته نورو ټولو یاد شوو افغان چارواکو له موسوي او طاهریان سره دایران په سفارت کې لیدلې دي .
موسوي او طاهریان دهېواد شمالي ولایتونو ته هم سر ورښکاره کړې دی له عطاء محمدنور او جنرال دوستم سربېره یې له یو شمیر کسانو سره لیدنې کتنې ترسره کړې دي . فاطمه خضر پوروايي : یو افغان ،چې هویت یې تر اوسه جوت نه دی له سردار موسوي او طاهریان سره تر ایرانه هم تللې او دافغانستان روان وضعیت یې ورته تشریح کړې دی ، خضرپور زیاتوي یوازې دومره معلومات شته ،چې دا افغان له طالبانو سره دشمال ټلوالې دجګړې پرمهال په تخار کې له موسوي سره ګرځیده.

له روهي او تاند ویبپاڼوڅخه په مننه