ناټو په لغمان کې ۸ ښځې شهیدانې کړې

د لغمان ولایت چارواکي وايي چې د ناټو ځواکونو د نن سهار په بمبارۍ کې د دغه ولایت د الینګار ولسوالۍ په نورلام دره کې یوشمېر ملکیان وژل شوي دي.

د لغمان ولایت د مطبوعاتي دفتر په وینا ناټو ځواکونو نن سهار وختي(درې بجې) د نورلام یوشمېر کلیوال، چې غره ته د جلغوزو، خسو و خشاکاکو د ټولولو لپاره تللي ول د وسله والو مخالفانو په ګومان بمباري وکړه.

خو له بلې خوا ایساف وايي چې په یاده سیمه کې یې یو شمېر وسله وال مخالفان وژلي دي.

د لغمان ولایت چارواکي د ناټو ادعا نه مني او وايي چې ناټو د وسله والو مخالفانو په ځای عام خلک بمباري کړي دي. د لغمان ولایتي چارواکي وايي چې د تلفاتو د کره شمېر په اړه مالومات نه لري خو والي یوه پلاوي ته دنده سپارلې چې د پېښې د څېړلو لپاره سیمې ته لاړ شي.

په همدې منځ کې د لغمان د عامې روغتیا د ریاست چارواکي وايي چې د ناټو په بمبارۍ کې اته ښځې وژل شوي دي.

د عامې روغتیا د ریاست سرچینو تاند ته وویل چې ناټو پر اوو ښځو او یوې نجلۍ د شپې ناوخته په داسي حال کې بمباري کړې چې هغوی بوټي ټولول.

سرچینې وویل چې د وژل شوې نجلۍ عمر لس کاله دی.

خو ناټو بیا ویلي چې نژدې ۴۵ وسله وال یاغیان یې وژلي دي.

د ملکیانو د وژل کېدو په باب د افغان چارواکو له څرګندونو وروسته د ناټو یوه ویندوی جیمي ګرېبیل وویل چې دوی به د دې پېښې په اړه تحقیقات وکړي.

له پېښې وروسته د الینګار په لسګونو مشران، په داسي حال کې چې جنازې ورسره وې، د ولایت مرکز مهترلام ته لاړل چې خپل اعتراض او شکایت څرګند کړي. دوی د والي د دفتر مخته مړه دې وي امریکا او مړه دې وي یهودان شعارونه ورکړل.

د ناټو ځواکونو له لوري په لغمان کې دا ملکیان د هغه راپور له خپرېدو یوه ورځ وروسته وژل کېږي چې پکې ویل شوي وو د ناټو پوځیانو له لوري د ملکي افغانانو تلفات شاوخوا پنځه دېرش فیصده کم شوي دي.

پرون په هلمند کې د وسله والو طالبانو له لوري د اېښوول شوي ماین په چاودنه کې د دوو کورنیو دوولس غړي، چې اکثره ښځې او ماشومان ول، ووژل شول. 

ایساف په هلمند کې پر خپل کمپ د شوې حملې نور جزییات په ډاګه کړل

خبریال: یاقوت زابلی -  ایساف ځواکونو نن /یکشنبه/ په یوه خپره شوې خبر پاڼه کې په هلمند ولایت کې د دوي پر یو نظامي مرکز باندي د طالبانو له لوري د ترسره شوی برید تازه جزییات په ډاګه کړیدي.  

خبرپاڼه وايي چې برید د سپتمبر د میاشتي په ۱۴مه نېټه د ماخستن پر لسو بجو په ډير منظم ډول باندي پيل شو چې پکې پنځلسو تنو بریدکوونکو برخه درلوده چې په دریو ډلو ویشل شوي او په یوه وخت باندي نظامي مرکز ته ننوتل، چې سمدستي يې د اډې پر هوايي میدان او شاوخوا سیمو برید پیل کړ.

سرچینه زیاتوي چې بریدکوونکو چې ښه روزل شوي او منظم ښکار یدل د امریکايي سرتیرو دریشۍ يې اغوستې وې او په کلاشنکوفونو، ار پي جي راکیټونو او ځانمرګو واسکټونو باندي سمبال و.

د معلوماتو له مخې د برید موخه  په نظامي اډه کې ولاړې الوتکې، د الوتکو د دریدو ځایونه او نورې ودانۍ وې چې له امله یې د ایساف ځواکونو شپږ AV-8B Harrier جټ الوتکي په بشپړ ډول له منځه تللې او دوې نورې یې سختې زیانمنې شوې دي.  

د ایساف مطبوعاتي دفتر وايي چې په پيښه کې د کمپ باسټن د تیلو درې مرکزونه سوځيدلي او د الوتکو د دریدو شپږ خونې هم تر یوې اندازې زیانمنې شوي دي.

پدغه خبرپاڼه کې د ځاني تلفاتو په اړه ویل شوي دي چې دوه د ایساف سرتیري وژل شوي نهه د ایساف سرتیري، اته امریکايي سرتیري او یو بهرنی ملکي قراردادي ژوبل شوي پداسي حال کې چې د بریدکوونکو له ډلې څوارلس یې وژل شوي او یو بل په ټپي حالت کې نیول شوی چې دا مهال په روغتون کې تر درملنه لاندي دي.

بلخوا وسله والو طالبانو خپل دغه بریدو پر بهرنیو ځواکونو تر ټولو ستر او منظم برید بللی او ادعا یې کړې ده چې پکې ۴۷ بهرني سرتیري وژل شوي او ۳۴ نور ټپيان دي او همدارنګه لسګونه نظامي الوتکي او مرکزونه تباه شوي دي.

طالبانو ویلي چې دغه برید یې په امریکا کې د هغه فلم د خپراوي په غبرګون کې کړي چې پکې د اسلام پیغمبر حضرت محمد(ص) ته سپکاوی شوی دی.

د ایساف ځواکونو دغه کمپ د هلمند ولایت د ښوراب په سیمه کې دي چې په د بریتانیې د شهزاده (هاري) اوسیږي او په سویل لویدیز کې د بهرنیو ځواکونو تر ټولو لوي نظامي مرکز بلل کیږي.

وسله والو طالبانو تر دې وړاندي هم په خوست، وردګو او کابل ولایتونو کې د ایساف پر نظامي مرکزونو بریدونو کړې و خو د هلمند برید د نورو په نسبت پیچلي او خورا منظم بریښي چې پکې د بریدکوونکو لویه ډله یو خورا امن مرکز ته په ننوتلو او ایساف ته د پراخو زیانونو په اړولو توانیږي.

داسې ښکاري، چې دهلمند راکټي حملې اود ناټوشپږوسرتیرو دوژلو غچ زموږ له لغمانیو مظلومواوبېګناهوخویندو څخه واخیستل شو

په دوو ورځو کې د ناټو ۶ پوځیان د افغان ځواکونو په ډزو ووژل شول  

د ناټو ترمشرۍ لاندې ایساف ځواکونو نن وویل د افغانستان په جنوب کې د دوی څلورپوځیان د افغان امنیتي ځواکونو له لوري وژل شوي دي.

پرون هم د افغانستان په جنوب کې د یوه افغان پولیس له لوري دوه بریتانوي پوځیان وژل شوي ول.

له نننۍ حملې سره د افغان امنیتي ځواکونو له لوري په دوو ورځو کې د ناټو پوځیانو د تلفاتو شمېر ۶ تنو ته ورسېد.

د ناټو ترمشرۍ لاندې ایساف ځواکونو د نننۍ پېښې په اړه جزییات نه دي څرګند کړي یوازې یې ویلي چې دا پېښه د افغانستان په جنوب کې شوې ده.

خو د زابل ولایت د پولیسو امر غلام جیلاني وویل چې د ناټو پرپوځیانو د دغه ولایت په میزانې ولسوالۍ کې برید شوی دی.

ده وویل چې د حملې په نتیجه کې له تلفاتو نه دی خبر خو دا تاییدولی شي چې برید په میزانې ولسوالۍ کې شوی دی.

پرون په ورته حمله کې، چې د یوه افغان پولیس له لوري وشوه، دوه بریتانوي پوځیان په هلمند ولایت کې ووژل شول.

سږکال تراوسه پوري د افغان امنیتي ځواکونو له منځه د ناټو پر پوځیانو دېرش حملې شوي او ټولټال ۵۱ تنه بهرني پوځیان پکې وژل شوي دي.

امریکا د افغان ځواکونو د حملو له کبله د افغان سیمه ییزو پولیسو د روزنې کار درولی دی.

له بلې خوا ناټو نن وویل چې په هلمند کې د بریتانوي پوځیانو پر اصلي اډه(باسټن کمپ) د طالبانو د وړمې شپې په برید کې د دوی اته جنګي الوتکې ویجاړې شوي دي.

ناټو نن وویل چې حمله د پنځلس وسله والو طالبانو له لوري، چې د امریکايي پوځیانو یونیفورم یې په تن کې و، وشوه.

له تاند څخه په مننه