د پکتيا د مظاهرو د مخنيوی په اړه اعلاميه!

خپروونکی: د مظاهره چيانو ملاتړ کوونکی سناتور عبدالحنان حق ويون

تاريخ: ۱۳۹۱ د سنبلې ۲۴

د مطبوعاتو او نورو نشراتی ادارو کارکوونکو!

تاسو په دې جريان خبر وئ چې له څو ورځو راهيسې د پکتيا په ولايت کې د ناخوالو پر ضد باندې چې د پکتيا د اوسنۍ ادارې په وجود کې روانی دی او کیږی؛ خلکو غوښتل چی سوله اییزی غونډی او لاريونونه وکړی او احتجاجی غونډی روانی وی. دری واری د امنيتي ځواکونو لخوا د مظاهرو مخنیوی وشو. بلاخره زه هم دلته د پکتیا له ولس سره يو ځای شوم، او نن د جمعی په ورځ موږ مظاهره ترتیب کړی وه چی د ۳۰۰۰ ګډونوالو  په اشتراک سره به دغه مظاهره تر سره کیدله او په پلان کی نیول شوی و، چی دغه مظاهره له ګردیز ښار نه د باندی تر سره شی. همدا ډول له پولیسو نه هم اجازه اخيستل شوی وه. بد بختانه چی  د امنیتی ارګانونو لخوا بی شمیره ځواکونو زموږ مخه ونیوله. د پکتيا په هيڅ قرارګاه کې کوم عسکر نه و پاتې شوی او ټول ګرديز ښار يی محاصره کړی و.

دغو امنیتی کسانو ټول مظاهره چيان چی اکثره له لیری – لیری ولسوالیو څخه راغلی و، خپل سوله اییز لاریون ته پرينښودل شول او د هغو مخه يې ونيوله.  نو زه د نظام په چلوونکو او د حکومت په رهبری باندی غږ کوم، چی دغه حالت چی په پکتيا کی روان دی او خلک سوله اییزو لاریونونو ته نه پريښودل کيږی، نو دا به ډیر بد عواقب ولري او دا په ولسواکۍ باندی لوی ګزار و.

په واقعيت کې وشول شوه امنيتي ارګانونه چی  ولسواکي ته درناوی نه لری او نه هم د پکتياوالو روا غوشتنو ته جواب وایی.

له مرکزي ادارې غواړو چی نور د پکتیا په اداره کی بدلون راولی او د ځمکو د غیر قانونی ویشنو مخه دی ونیسی، چی ورسره په پکتيا کي روان فسادونه هم ختم شی.

همدا ډول دې د پکتيا په اداره کي د کار وړ خلک وګماري تر څو د هر ډول بي کفايتيو او فسادونو مخه ونيول شي. د نننۍ مظاهرو ګډونوالو غوڅ نظر دا دی چې حکومت دی د دا ډول سوله اييزو غوښتنو مخه نه نيسي او که دی اوضاع دوام وکړ، نو شايد بيا خلک لکه څنګه چی د طالبانو په ضد راپورته کيږي؛ همداسی د ځایی اداری په وړاندی هم راپورته شي.

ډیره مننه

سناتور عبدالحنان حق ويون

په پکتيا کي د ولسي مظاهرو ملاتړ کوونکی

توجه! که کومه رسنی غواړی چی له ماسره اړیکه ونیسی، نو په دی شمیرو دی زنګ ووهی.

0799698822  - 0777776233