(دریمه او وروستۍ برخه)
«موږهند دهندیانو دښیګڼو له پاره نه دی نیولی...موږ هند دبرتانيي دښیګڼو له پاره نیولی دی.موږ هند دتورې په زور نیولی او دتورې په زور ېې ساتو.
موږ هند دبرتانيي دښیګڼې له پاره په عمومي ډول او د«لنګشایر» دنخي ټوکرانودفابریکې دګټو له پاره په خاصه توګه نیولی دی.»
(جانسن هایک دبالدوین دکابینې دکورنیو چارو وزیر)
«دهند ملي نهضت اوحقوقي وده»
دمونت ستیوارت الفنستن لیکنه
دپوهاند داکترحسن کاکړ ژباړه
داپوښتنه چې «آیا دطالبانوروانه جګړه ددناټو دپوځیانوپه وړاندې عادلانه بولۍ؟» دپوره غور وړ ده.پوښتنې ته دځواب له پیل څخه مخکې باید دا څو ټکي په پام کې ونیول شي:
لومړۍ- طالبان دافغاني ټولنې یوه برخه ده.دهغوی داسې ښودنه چې هویت ېې پکې ورک وي دهغولس کلنوخپلو اوپردورسنیودتورونو اوتبلیغاتواغیز ښيي کوم چې دافغانستان دپوځي اشغال پرمخ پرده را غوړوي. داواقعیت چې عمدتاً ددیورند دکرښې هغه لوري ته پراته پښتانه خپل طالبی ډوله نهضتونه لري او دغه څه بې له شکه له افغاني طالبانو سره هم بې اړیکو نه دي، دلیدو وړ دی.خودې خبري ته هم باید پام وساتل شي چې ددیورند داستعماري کرښې دواړولوروته پښتانه قومونه په داسې اوږدو تاریخي ، ملي ،ژبنيو ،دیني اوپه یوه خبره پراخه فرهنګي اړیکو کې سره تړلي دي چې جلاکول ېې لا داوږدو پیړیو له پاره شونی نه بریښي.واقعیت دادی چې دغو پښتنو قومونو نه دپاکستان دواکمنیویوغ په غاړه وړی دی او نه هم افغان دولتونو پردغو قومونوپوره واکمني درلودلې ده ،دغلته له پیړیو راپه دې خوایوډول قومي خپلواکودودیزو واکمنیواو دخلکو او اولسونو منل شوونرخونو واک چلولی دی.دپښتنو،قومي جرګو،تیږې ،نرخ او نورو په واقعیت کې دهغوی دواکمنیو، او اساسي قوانینو رنګ درلودلی دی. دغه څه په پام کې نه ساتل او ددیورند دکرښې هغه لوري ته دبیلګې په توګه اڅکزي،نورزي،شینواري او په لسګونو نور قومونه او قبایل پاکستاني ګڼل او خپلوتبلیغاتو دا بڼه ورکول چې نو داجګړه دپاکستاني طالبانو دی یوه درنه اوسخته زیان راوړونکې تیروتنه ده.له بده مرغه نن سبا دغه ستره تیروتنه تر ټولو دمخه دهغوډلو له خوا مخته وړل کیږی چې یو وخت ېې دپښتنودیوالي اوتاریخي برخلیک ډبرې تر هر چا زیاتې په سینه وهلې خو نن چې امریکايي هوايي ترور هرڅومره پښتانه داور په لمبو کې وسوځوي، دوی هغه دتروریستان اوالقاعدې وژنه ښيي او هرکلی ېې کوي.
دویم- یوټولنیز هغه هم دیوې پراخه نابرابرې جګړې خوځښت که په خپلو خلکو کې انساني تومنه ونه لري هیڅکله هم دنړۍ له داسې یو طاقت سره منګولې نشي لګولی چې دټولې نړۍ په لاندې کولوپسې راوتی اوهغه پوځي ،تخنیکې او مالي توان لري چې یواځې یوه ېې هغه هم یواځې په افغانستان کې تر ۱۶ ملیاردوډالرو زیات لګښت په غاړه اخیستی دی.افغانستان په ټولیزه توګه او پښتانه قومونه په خاصه توګه دپردو خلاف دمقاومت یوه وتلې نښه وه اوده.دنهرو دا خبره چې« افغانان به له ډیره پلوه وروسته پاتې وي خو دپردو پرضد تل دغومبسوځاله وه» دهمدې واقعیت ښودونکې ده.دغه تاریخي کرکتردپیړیو حوادثو دغې خاورې ته ورکړی دی. بدلول ېې په زور،نیرنګ ،ویرې او وحشت اچونې نه کیدونکی دی.
هغوی چې داشغالګرو پرضد دافغانستان دخلکو او اولسونو مقاومت ددغه یا هغه ګاونډي کار بولې په دې خبره دافغانستان دخلکو او اولسونوملې ارادې او همدې تاریخ ورکړي کرکتر ته په سپکه ګوري.دافغانستان اشغال ضد مقاومت دطالبانو مقاومت نه بلکې دپردو اشغالګرو پر خلاف زموږ دخلکو او اولسونو مقاومت دی.داچې رنګ رنګ کیڼو،ښیو،منځمهالواوناسیونالیست روښانفکري ډلو په ښکاره داشغال لمنه ونیوله او همدلته پکې چاغ او وپړسیدل،خپلو خلکو او خپل تاریخ ته ېې شا کړه،خلک اواولسونه دې ته اړ وه چې دخپلې ملې ارادې دمخته وړو په خاطر یومخکښ ولري.طالبانوپه واقعیت کې همدغې غوښتنې ته لبیک ووایه او دخپل سر اومال په بیه ېې دآزادۍ او خپلواکۍ هیله مرګ ته پری نه ښوده.
دریم- دافغانستان دخلکو مقاومت یواځې دناتو پرخلاف را لنډول یوه بله تیر وتنه ده.پر افغانستان د۲۰۰۱میلادي کال دسپتامبر دیولسمې نیټې له جوړ شوي ناتار ورسته پوځي یرغل په سرکې دمتحده ایالاتواو انګلیس له خوا پیل شو. نږدې درې میاشتې دغه مرګونی ګوزاردامریکايي او انګلیسي ځواکونو له خوا په ډیره بیرحمۍ روان و،وروسته همدغو دووپه سیمه کې دناتودغړو هیوادو دګډو ګټو په لمسونه دناتو پښه هم دغې ناروا جګړې ته را کش کړه او ورسره ېې دامنیت په شوراکې له خپل لاسبري توب څخه په ګټه اخیستودملګرو ملتونودسازمان په نوم جګړې ته دیو ډول مشرعیت پرتوګ ور واغوست او دآیساف په نوم امریکايي ځواکونه هم پر دې جګړه ور زیات شول.
په پیل کې ټول جګړييز خبرونه دامریکا او ائتلاف،ناتو او آیساف په نومونوخپریدل. وروسته ېې ډیرڅه د ناتو په نوم واړول،خوکله چې دافغانستان دخلکو مقاومت زور واخیست امریکا او انګلیس دخپلې ماتې ،وحشت او رسوايي ډرامه دآیساف په نوم واړوله.
امریکا او متحدین ېې،ناتو یا آیساف دا ټول یو دي.ددریمې نړۍ دلاندې کولو خوبونه ېې سره نږدې او نه بیلیدونکي دي.پر افغانستان پوځي دغه ناروا اشغالي تیری په څه ناڅه واحدو سیمه ییزوګټو ولاړ تیری دی. ددغه تیري په وړاندې زموږ دخلکو مقاومت دهمدې ټولو پر خلاف مقاومت دی.
هو ! د همدې ټولو رنګارنګ پټو او ښکاره یرغلګرو پر خلاف زموږ دخلکومقاومت عادلانه او دتاریخي ارزښت در لودونکی دی.پوځي نارواتیری،اشغال او ورسره وحشت او ویره اچونه باید تر یوې بړستنې لاندې پټه شوی وای.هر متجاوز،یرغلګراو اشغالي قدرت دخپلو ناروا کړنو او ناروا نیتونو له پاره يو څه جوړه وي.له خپلو جاسوسانوڅخه یوه بې واکه واکمني،څه شکلې نندارییزې سمونې،ترخپل بشپړ کنترول لاندې تش په نوم آزادې رسنۍ ،دپوهنې داسې ننداره ییزې ښودنې چې هیڅوک ېې له اصلي کمیت اوتعلیمي کیفیت څخه څه ونه شي ویلی،ددې معنی نه لري چې لویدیځ دافغانستان دښیګڼې له پاره پر دغه هیواد را دانګلي دي. بلکې ښکاره خبره ده چې امریکا او اروپا دخپلو لویو کمپنیو په تیره نفتي اودجګړه ییزو توکو دتولید دکمپنیودښیګڼې له پاره پر افغانستان خونړی ناتار راخپورکړیدی.پانګوالې نړي افغانستان په زور نیو لی اوفکر ېې کاوه چې په زورېې ساتلی شي. دلندن کنفرانس در په یاد کړی چې داشغالګروهیوادو واکمنو په څه احمقانه غرور پریکړه وکړه چې په زوربه طالبان مات او سر ایښودو ته اړ کړي.ددوی منظور په ښکاره طالبان نه بلکې زموږ دخلکو دمقاومت ماتول وو.دلندن له کنفرانس څخه وروسته داشغالګرو خونړی جګړه ییزجنایت دومره پراخه شو چې دجګړو تاریخ ېې آن په فاشیستي یرغلونوکې ساری نه لري.اشغال اشغال دی،که دوخت دشوروي اتحاد دلښکرو له خوا و او که دټولې پانګوالې نړۍ له خوا.دغه تیری او اشغال نه په دې پلمه توجیه کیدای شي چې د امریکا امنیت په خطر کې واو نه په هغو ننداره ییزوشکلې کړنو دتوجیی وړ دی چې اشغالګرو په لاره اچولي دي.دوخت شوروي اتحاد هم دخپلو جنوبي پولو دخوندي ساتلو پلمه درلوده او څه په ځان راټول شوي اجیران ېې مخته کړل،متحده ایالاتو هم دخپل امنیت پلمه وړاندې کړه او په ښکاره مزدور جاسوسان ېې پر دې وطن را پرویستل.که له انصافه تیر نه شو نودتندو بنسټپالوله لوري چې ټول لویدیځ ،دوه له غرضه ډک ګاونډیان او ټوله عربي ارتجاع ېې شاته ولاړه وه په رښتیا هم دهغه هیواد جنوبي پولې له ګواښه لرې نه وې. خو دافغانستان او متحده ایالاتو تر منځ دزرګونوکیلو مترواټڼ ،لوی سمندرونه او بې شمیره هیوادونه پراته دي .یوپه ځان پورې حیران جګړې وهلی آسیايي هیواد څنګه دهغه امنیت ته ګواښ پیداکولی شي.دیولسم دسپتامبر پیښه به تاریخ روښانه کړي.په هغې پیښې کې هم نه یو افغان و او نه یو داسې په القاعده پورې تړلی څوک چې افغانستان ېې لیدلی او یاپیژانده.
زموږپه اشغال پورې تړلوروښانفکران داشغال دپیل اوبریالیوپوځي پرمختګونو په وخت کې داشغال کلمه نه منله،اشغال ته يي دنړیوال پیوستون نوم ورکړی و،دامنیت دشورا امریکايي پریکړې ېې داشغال دتوجيي له پاره په جیبو کې ګرځولې،خبره ېې داوه چې ددوی دوستان افغانستان ته دافغانستان دښیګڼو له پاره راغلي دي،دلته جاپان،المان او کوریا جوړوي. خو اوس چې لویدیځ په خپله پر خپل تیري او تجاوز شرمیږي نو ددوی پرمخ خولې را روانې دي، غړي ېې سست،روح ېې پریشانه او دلویدوویرې اخیستي، نوپرته له دې چې دیوه هیواد تاریخ په رښتیا وګوري په نرمه غاړه اوپه پټه پټه دا زمزمې کوي چې تیری خو دی، اشغال خو دی، ناروا او فساد خوېې هرڅه رانه اخیستي خو څه کیږي چې له دې ټولو سره سره لکه چې دهند خلکو دانګلیس اوږد استعمار ته غاړه کیښوده او عدم مقاومت ېې مخته کړموږ هم همدغه لاره غوره کړو.دغو ډلو روښانفکرانو دهند دانګریزي استعمار ضد مقاومت تاریخ یاسم نه دی لوستی او یا ېې هم ناسمې اخیستنې ورنه کړي او هغه ېې په خپلوناروغو مغزونو کې اړولې اوپه لاس ېې دفکري لویدنوکندې ته مخه کړیده.
دهمدې لیکنې په لومړۍ او دویمه برخه کې دهند داولسونومقاومت آرام یا مدني نا فرماني ځینې ځانګړنې راوړل شویدي ،که دغه ناروغ روښانفکران په رښتیا هم دمدني نافرمانۍ دمنلو ځغم،وس او توان لري.نوهمدا نن دې له جګړې پرته له اشغال سره نه جوړیدنه،په اشغالي اداره کې کار نه کول،داشغالګرودنوو او ز ړوتولیداتو نه مصرفول،په انجیو ګانو او کمپنیو کې کار نه کول،دمالیاتو نه ورکول،له هغو کسانو سره چې داشغالي ادارې حکومت،قضا او شورا جوړوي نه پخلاینه دې پیل کړې.
عجیبه ده زه دلویدیځ په مردارو کې کیوتي په سختو مزو چړچواخته «بهشتیان» دوزخ ته را غواړم. دوی ته دې همدا مزې چړچې مبارک وي.تاریخ به خپله لاره له دوی پرته هم خلاصه کړي.زه باور لرم چې طالباني خوځښت خپله ځانګړې بنسټپالنه لري،واک ته را ګرځیدل به ېې بې نا خوالو نه وي،خوداخبره چې دوی دخپلو خلکو او اولسونو په لمن کې را لوی شوی او ټوله تومنه ېې هم له همدې خلکو او اولسونوڅخه ده،نو نه به دګاونډیو نوکران شي او نه به هم په اوږده واټن کې له پرمختګ او مدنیت سره ډغرې ووهي.ځکه په سوله، له فساده لرې دموکراسۍ،پرمختک،ټولنیز عدالت او مدنیت پالنه کې زمو دخلکو کټې پرتې دي او هیڅوک نشي کولي چې دخپلو خلکودغو هیلوته شا وروګرځوي.باید روان ډیر وحشي او تر ټولوناولی په سخت فردي او ټولنیزفساد اخته اشغال پای ته ورسي او دجاسوسي واکمنیو لمن دتل له پاره ور ټوله شي.دغه هیله عادلانه اوپه دې لاره ګام ایښودل عادلانه دي.