لاوروف :

 په افغانستان کې دایمي اډې دبل هدف لپاره دي .

دروسیي دبهرنیو چارو وزیر سیرګي لافروف په پلازمینه استانه کې په اسیا کې دباور رامنځته کولو په غونډه کې ویلي دي : موږ په افغانستان کې دبهرنیو ځواکونو دپاتې کیدو او له 2014 ز وروسته له افغانستانه دوتلو په اړه ضدونقیض خبرې شته .
لاوروف وايي : موږ ددې هېواد په اړه اندېښمن یو ځکه دبهرنیو ځواکونو دمشرانو په څرګندونو کې ضدونقیض شته ځینې وايي موږ پاتې کیږو ځینې بیا وايي ،چې موږ وځو . وزیر وايي : موږ نور وضاحت غواړو که چیرې دا ځواکونه دترهګرۍ دځپلو په موخه راغلي ،چې تراوسه دا چاره نه ده ترسره شوې ، ددې مانا داده ،چې دا دایمي اډې دبلې موخې لپاره دي ،چې له افغانستان سره اړیکې نه لري . موږ له تاسې سره مشترکه موخه لرو او هغه دباثباته او سوکاله افغانستان لیدل دي ،چې له ترهګرۍ او مخدره موادو سره تړاو ونه لري

تاندبیا په لاندې ډول دلاوروف خبرې رااخیستې دي

روسیې له لوېدیځه په افغانستان کې د خپلو پلانونو د شفافیت غوښتنه وکړه

تاند(چهارشنبه/سپټمبر۱۲) د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف په لوېدیځوالو ږغ وکړ چې په افغانستان کې دې د خپلو ټولو پلانونو او اقداماتو شفافیت ډېره تر ډېره رعایت کړي.

روسیې په ځلونو په افغانستان کې د لوېدیځ پر اوږدمهالو پلانونو او ارادو شک څرګند کړی دی خو کله چې امریکا ویلي چې ځواکونه باسي بیا یې اندېښنه ښکاره کړې او له لوېدیځوالو یې غوښتنه کړې چې په افغانستان کې خپل ماموریت نیمګړي پرې نږدي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف، چې نن د قزاقستان په مرکز استانې کې خبرې کولې، وویل:«زموږ ټولو هدف یو دی؛ سوله ییز او سوکال افغانستان چې هیڅ ګاونډي او نړۍ ته ترې د تروریزم او مخدرو موادو خطر نه پېښېږي.»

لاوروف په استانې کې په اسیا کې د تعاملاتو او اعتماد جوړولو کنفرانس ته په وینا کې همداراز وویل:« له همدې کبله زه د دې کنفرانس پر غړیو په کلکه ږغ کوم چې د افغانستان د پلانونو او اقداماتو په برخه کې حداعظم شفافیت وښيي.»

لاوروف وویل، د ناټو دا پلان چې د ۲۰۱۴ په پای کې له افغانستانه د محاربو پوځیانو له ایستلو وروسته په افغانستان کې پوځي اډې له ځان سره ساتي، متنازع مسله ده.

«موږ شفافیت غواړو، که هلته(افغانستان) تروریستي ضد ماموریت بشپړ شي نو بیا اډې د کوم بل هدف لپاره ساتل کېږي؟»  

په دې کنفرانس کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر اکبرصالحي وویل چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته ایران چمتو دی چې له افغانستان سره مرستې وکړي.

ده همداراز وویل، هیواد یې چمتو دی چې د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان د بنیادي پروژو په رغونه کې برخه واخلي.

صالحي دا څرګندونې په داسي حال کې کوي چې تېره اوونۍ یې کابل ته د سفر په مهال له افغانستانه وغوښتل چې په هرات، فراه او نیمروز کې بندونه جوړ نه کړي.

ایران د خپلو مزدورو عناصرو په وسیله په ځلونو د سلما، بخش اباد او کمال خان پر بندونو حملې کړي او د دغو پروژو کار یې ځنډولی دی.  

له روهي اوتاند ویبپاڼو څخه په مننه