په لویه پکتیا کې د جمعه خان همدرد کارنامې
راليږونکی : توتاخیل
د تیری یکشنبی په ورځ د ګردیز د تیری باغ د استوګنی د پروژی په سیمه کی د پکتیا ولایت د قومونوځینی مشرنماغله، یوڅوتش په نامه سپین ږیری او نور چاپلوسان په دی موخه سره راټول شوی وو چی له شمال څخه رانازل شوی بدمعاش او لوی غله (جمعه خان همدرد) سره په ګډه د استوګنی د ښارګوټی اړوند د پارکونواو نوری عام المنفعه ځمکی په خپلو کی سره وویشی تر څو د همدرد او ښاروال آغا محمد له خوا د ګردیز ښار د کابل اډی اوشاو خوا د ځمکو د خرڅلاو پر هغو معاملو خولی پټی کړی چی د والی ، ښاروال او نورو داړه مارانو تر منځ یی په دوبی کی معاملی تر سره شوی دی
ښاغلی جمعه خان همدرد چی کله د پکتیا د والی په توګه د کرزی د اداری له خوا رانازل شو دا هغه وخت وو چی پکتیاوال د ښاغلی رحمت الله رحمت له فساده ډکو کړنو ډیرپه تنګ شوی وو هغه وخت زما په شمول ډیرو د ښاغلی همدرد ټاکنه د پکتیا د راتلونکی ښیرازی او آبادی له پاره یو نیک او پر ځای کار ګاڼه ، ښاغلي همدرد چی په خپل پلرني ولایت (بلخ) کی د شمال ټلوالی له ښکرورو سره په چور او چپاول نه جوړیده نو هر وخت به یی د خپلو ناروا غوښتنو له پاره د پښتنو د حقوقو چغی وهلی کله چی د ده او د ټلوالی له دوستم، عطا او نورو تر منځ اړیکی ډیری خرابی شوی نو کرزي ددی له پاره چی د ټلوالی پخواني او زړه ته ورتیر یاران یی خوښ ساتلي وي ښاغلی همدرد یی پکتیا ته د والی په توګه راولیږلو او د بلخ اوسیدونکي یی تری بیغمه کړل .
ښاغلي همدرد پکتیا ته په راتګ سره د دولت د نورو چارواکو په څیر په پکتیا کی د خپل کار په لومړیتوبونو کی ولس ته د امنیت ډاډ او د پکتیا د پرمختګ او بیا رغونی د کارونو د ګړندیتوب، په اداره کی د شفافیت، د خلکو له حقوقو دفاع، ښی حکومتوالۍ او د عدالت د تآمین لاپی وهلی .
د همدرد د لومړیو پرمختیایی او بیارغونی له پروژو څخه لومړی هغه یی د پکتیا او غزنی تر منځ د غزیدلی سرک جوړول وو چی قرارداد یی د همدرد زوی عبدالرحمن همدرد له یو بل رغنیز شرکت سره په ګډه په غاړه واخست دایی لومړی هغه پروژه وه چی تر اوسه یی نه یواځی هیڅ پرمختګ نه دی کړی بلکه هلته امنیت د پخوا په پرتله څوچنده ډیر خراب شوی دی چی له دی کبله همدرد هم په همدی پروژه کی تاوانی شوی چی اوس یی د سرک د رغونی کار په ټپه درولای دی.
د همدی تاوان د جبران له پاره همدرد یوه لویه کارنامه دا وکړه چی د ګردیز ښار د انکشافی پلان له مخی هغه سرک چی کابل ګردیز او ګردیز خوست سره نښلوی د پلان برخلاف د خینو کسانو دوکانونه او تجارتی مارکیټونه د سرک د پراخوالی په موخه ونړول او ځینی یی بیا د پیسو او رشوت په اخستو سره همداسی پریښودل چی سر ک یی د پلان بر خلاف ډیر تنګ پریښی دی چی له دی جملی څخه یو هم د المدینه په نوم مارکیټ دی او همداراز یی تر څنګ د حاجی آنار احمدزی د زامنو او د ګردیز د خواجه حسنیو شریک تجارتی مرکزدی چی د پیسو د ورکړی په مقابل کی سرک کوچنی او مارکیټونه لوی پاتی شوی دالمدینی مارکیټ د سرک د غاړی دوکاندارانو ته د دوکانونو د پریښودو خبر هم ورکول شوی وو چی له دی جملی څخه یواځی د عزیزی بانک د ګردیز څانګی همدلته خپل کرایه کړی ځای په دی موخه پریښود چی د سرک د پراخوالی لپاره د نقشی له مخی باید ونړول شی خو خبر نه وو چی د والی او ښاروال ایمانونه د همدی مارکیټ مالکانو په پیسو واخستل چی له امله یی سرک په همدی ساحه له نورو ساحو ډیر تنګ پاتی شوی
ښاغلی همدرد چی خپل ډیر وخت د رسمی کارونو پر ځای پر شخصی کارونو په دوبی او یا هم په کابل کی تیروی په میاشت کی ایله یوه اونۍ په پکتیا کی وی خو په دی یوه اونۍ کی یی هم هیڅکله د ولس د ستونزو د حل په موخه کار نه دی کړی. ښاغلي همدرد د خپلو معاملو له پاره په دوبۍ کی دفترونه او کورونه لری چی ډیری وخت د پکتیا هغه مشران چی په غلا او فسادکی ورسره شریک دی هم هلته میلمانه کوی چی کله کله یی ددوبۍ میلمستیاوی او پروګرامونه د رسنیو له لاری هم خپریږی. آیا همدرد نشی کولای چی دغه پروګرامونه همدلته په خپل هیواد کی جوړ کړی، د ښاغلی همدرد دی ډول کړنو ته په کتو سره پوښتنه پیدا کیږی چی که د ی مفسد نه وی نو ولی له پکتیا څخه ځینی کسانو ته په دوبۍ کی د میلمستیاوو بلنه ورکوی؟؟ (هیله ده چی د همدرد چاپلوسان یی ځواب ووایی)
ښاغلی همدرد د پکتیا د ښاروال او د ولایت د مرستیال ښاغلی عبدالرحمن جان منګل سره په شریکه د پکتیا ولایت د تیری باغ د پروژی شنی سیمی چی د پارکونو مکتبونو، جوماتونو او نور عامه ګټو له پاره ساتل شوی وی له یوی مخی وپلورلی چی ښه بیلګه یی کابل ته د تلونکو موټرو تم ځای وو چی ټول په دوبۍ کی معامله شو او اوس د موټرو د تمځای پر ځای پری د ځینو کسانو له خوا لوړپوړیزی ودانی تر کار لاندی دی همدا راز د همدی پروژی د لومړی برخی د پارک په سیمه کی هم اوس کورونه د جوړیدو په حال کی دی چی د والی په مرسته د ښاروال آغامحمد او د ښاروالی د اداری رییس قاری له خوا په غیر قانونی ډول پلورل شوی دی
د ښاغلی همدرد د همدی کارنامو یوه بیلګه د تیری یکشنبی په ورځ د خلکو او والی تر منځ د تیری باغ د پروژی په سیمه کی هغه غونډه هم یادولی شو چی پکی د پکتیا د سناتور (حق ویون) د کسانو له خوا د ډزو په کولو سره ګډه وډه شوه مګر والی او نور داړه ماران ملګری یی په دی ټولو سترګی پټی کړی دی که هر څوک زما د پورته یادونو په اړه کومه اندیښنه او یا پوښتنه لری کولای شی چی په ښاروالی کی د تیری د باغ د پروژی نقشه وګوری او یا هم د همدی پروژی له اوسیدونکو سره خبری وکړی د ښاغلی همدرد د ناروا او ظالمانه کړنو همدا څو بیلګی وی چی د ی ته ورته نوری ډیری نارواوی هم د همدی نالوستی والی او د هغه د مفسدی اداری له خوا د پکتیا له ولس سره کیږی که خیر وی نور به بیا په راتلونکی کی له ګرانو لوستونکو سره شریکی شی زما هیله داده چی هر پکتیاوال د خپل اسلا می ،ایمانی ، افغانی او پښتنی احساس له مخی د پکتیا پرخلاف د هری ناروا چی د هرچا له خوا له پکتیا او پکتیاوالو سره کیږی پروړاندی ځپل غږ پورته او د اصلاح له پاره یی هلی ځلی وکړی
د لویې پکتیا د یووالي او ښېرازي په هیله