طالبان حاضر دي چې تر۲۰۲۴ پوري د امریکايي پوځیانو حضور ومني

 
 

د بریتانیا د رایل یونایتید سرویسز انستیتیوت په راپور کې ویل شوي، طالبانو کلکه پرېکړه کړې چې د روغې جوړې لپاره له القاعده سره اړیکې پرې کړي او حاضر دي چې د نجونو د تعلیم په اړه خبرې وکړي.

د یوه بریتانوي تحقیقاتي انستیتیوت له راپور سره سم، چې نن خپور شو طالبان حاضر شوي چې له عمومي اوربند او دغه راز یو داسي سیاسي جوړجاړي سره موافقه وکړي چې پر اساس یې امریکايي پوځیان تر ۲۰۲۴ پوري په افغانستان کې پاتې شي.

په راپور کې ویل شوي چې د ملا عمر په مشرۍ طالبان حاضر نه دي چې له  کرزي یا د هغه له حکومت سره خبرې وکړي.

د بریتانیا د رایل یونایتید سرویسز انستیتیوت په راپور کې ویل شوي، طالبانو کلکه پرېکړه کړې چې د روغې جوړې لپاره له القاعده سره اړیکې پرې کړي او حاضر دي چې د نجونو د تعلیم په اړه خبرې وکړي.

په راپور کې دغه راز ویل شوي:«طالبان به د عمومي حل لارې د یوې برخې په توګه او په افغانستان کې د سیاسي قدرت د وېش په اصلي موضوع د خبرو لپاره د اعتماد د یوه پل د رامنځته کېدو لپاره پر اوریند خبرې وکړي.»

رایل یونایتید سرویسز انستیتیوت ویلي چې دا راپور یې، چې عنوان یې دی:«د پخلاینې په اړه د طالبانو نظر» د څلورو طالب مقاماتو د مرکو پر اساس چمتو کړی دی.

په راپور کې د دغو طالبانو نومونه نه دي یاد شوي خو ویل شوي چې دوه یې د طالبانو د واکمنۍ په موده کې وزیران ول او لا هم د طالبانو د مشرتابه له اصلي یا داخلي کړۍ سره نژدې دي.

 
 

راپور وايي چې د طالبانو په نظر هر راز اوربند قوي اسلامي مشروعیت ته اړتیا لري او باید د تسلیمېدو په مانا ونه ګڼل شي.

یو بل یې د طالبانو د تحریک له موسسانو څخه بلل شوی دی.

دوی ویلي چې طالبان ممکن په هغه صورت کې د القاعده پرضد د امریکا تروریستي ضد عملیاتو دوام ومني چې امریکایان د افغانستان له خاورې د نورو هیوادونو پرضددا اډې دحملو لپاره ونه کاروي او د افغانستان په سیاسي چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

راپور وايي چې د طالبانو په نظر هر راز اوربند قوي اسلامي مشروعیت ته اړتیا لري او باید د تسلیمېدو په مانا ونه ګڼل شي.

طالبان د حامد کرزي په مشرۍ د افغانستان له حکومت سره د خبرو مخالفت کوي او د افغانستان اساسي قانون نه مني.

خو امریکايي چارواکو ویلي چې دوی داسي نښې ویني چې د سولې له خبرو سره د طالبانو اختلاف ممکن ختم شي.

د بریتانیا د رایل سرویسز انستیتیوت له ادعا سره سره طالبانو تراوسه پوري رسماً حتي تر ۲۰۱۴ پوري د امریکايي پوځیانو له پاتې کېدو سره موافقه نه ده څرګنده کړې.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار مخکې ویلي و چې دوی تر ۲۰۱۴ پوري حاضر دي چې د امریکايي پوځیانو حضور په دې شرط ومني چې له دې کال وروسته به هیڅ امریکايي پوځي په افغانستان کې نه پاتې کېږي خو طالبانو تل ویلي چې تر هغو به له جګړې لاس وانخلي چې یو امریکايي پوځي هم په افغانستان کې پاتې وي.

خو ځیني سیاسي کارپوهان وايي چې د طالبانو په منځ کې اختلاف شته او ځیني طالب ډلې دې ته حاضرې دي چې تر یوې مودې پوري د امریکايي پوځیانو حضور ومني.

د بریتانیا د رایل سرویسز انستیتیوت په راپور کې ویل شوي وچې طالبان حاضر دي تر ۲۰۲۴ پوري په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د حضور په اړه خبرې وکړي خو دې ته تیار نه دي چې دکابل له حکومت سره خبرې وکړي.

له تاند څخه په مننه