طالبان وايي برتانوي شهزاده به ووژني

    د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي چې دوي به د شهزاده هاري او نورو برتانوي عسکرو د وژلو لپاره له خپل ټول توان څخه کار واخلي.

مجاهد زیاتوي چې دا ورته مهمه نده چې شهزاده وتښتوي بلکه دوي به یې د وژنی هڅه وکړي.

طالب ویاندویلي (هرڅوک چې زموږ په هیواد کې جګړه کوي هغه زموږ دښمن دی او موږ به یې د وژلو هڅه وکړو او د شهزاده هاري په اړه یو ښه پلان ترتیب شوی تر څو هغه په نښه او ووژل شي).

شهزاده هاري د بریتانیا د شاهي کورنۍ لومړی کس دی چې د افغانستان په جګړه کې برخه اخلي ، نوموړی دا مهال ۲۷ کلن دی او وار له مخه لا په هلمند کې د برتانوي عسکرو یو نظامي مرکز ته رسیدلی دی.

نوموړي تر دې وړاندي هم یو ځل په پټه افغانستان ته په نظامي ماموریت راغلی و خو وروسته له هغه چې یو شمېر امریکايي او استرالیايي رسنیو یې په اړه رپوټونه خپاره کړل د انګلستان د دفاع وزارت له لوري د شهزاده پوځي ماموریت د امنیتي انديښتو له کبله لنډ او له افغانستان څخه و ایستل شو خو دا ځل يې راتګ وار له مخه د مطبوعاتو له لوري اعلان شوی.

ټاکل شوې چې شهزاده هاري به په هلمند کې د برتانیې په هوايي ځواک کې د  اپاچي چورلکي د پیلوټ دنده پر مخ بوزي او له طالبانو سره به په جګړو کې هم برخه واخلي.

وروسته له هغه چې د بریتانیې د شاهي کورنۍ غړي د دویم ځل لپاره افغانستان ته په خپل نظامي ماموریت راغی وسله والو طالبانو ګواښ وکړ چې نوموړی به ووژني.

له تاند څخه په مننه