د افغانستان د وېشلو لانجمنه طرحه
دا د بریتانیا د انډیپنډنټ ورځپاڼې د یوې مقالې سرلیک دی. ورځپاڼه وايي، له هغه لانجمن یا متنازع پلان سره سم چې په لندن او واشینګټن کې تر بحث لاندې دی، افغانستان په اتو داسي جلا برخو (پاچهیو) وېشل کېدای شي چې ځینې یې د طالبانو تر واک لاندې وي.
د افغانستان د راتلونکي دا پلان، چې سي پلان(Plan C) نومېږي، په دې هیواد کې داسي اصلاحات یا تغییرات راولي چې د مرکزي ولسمشر رول به پکې تش په نامه وي.
انډیپندڼدنټ په نننۍ/یکشنبه/ ګڼه کې وايي، دا پلان، چې د پارلمان محافظه کار غړي او د بهرنیو چارو وزارت سلاکار توبیاس ایلووډ ترتیب کړی، خبرداری ورکوي چې کله افغانستان خپلې دفاع ته پرېښوول شي نو راتلونکې به یې تیاره وي.
ښاغلی ایلووډ ادعا کوي چې د نوي غښتلي صدراعظم په مشرۍ سیمه ییز ایالتونه به د حکومت د کمزورتیا، قومي شخړو او فساد مخه ونیسي چې اکثره وېره لري د دغو ستونزو له کبله به د ۲۰۱۴ کال په پای کې د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته افغانستان په ګډوډۍ کې ښکېل شي.
ورځپاڼه وايي، د بریتانیا د حکومت جګپوړو چارواکو هم سي پلان تایید کړی او ویلي یې دي چې د افغانستان د مسلې د سیاسي حل دا طرحه د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هېګ ته وړاندې شوې او په سپینه ماڼۍ کې هم له امریکايي چارواکو سره پرې خبرې شوي دي.
ښاغلي ایلووډ، چې پخوا د بریتانیا په سلطنتي پوځ کې تورن و، پر سي پلان د پاکستان د حکومت له چارواکو سره په لندن کې خبرې کړي دي.
انډنپنډنټ ورځپاڼې ته د افغانستان د ښځو، سولې او امنیت لپاره د څېړنې د انستیتیوت رييسې وږمې فروغ ویلي :«د بریتانیا د پارلمان
دا غړی څوک دی چې په لندن کې ناست دی او د افغانستان لپاره فیصلې کوي؟ دا باید موږ، د افغانستان خلک واوسو چې پرېکړه وکړو چې که خپل هیواد په ایالتونو ویشو که یې له منځه وړو. زه په دې حیرانه یم چې د یوه دیموکرات هیواد د پارلمان غړی زموږ لپاره مستقبل جوړوي او د داسي هیواد لپاره د حل لارې وړاندې کوي چې نه په خپله او نه یې ماشومان پکې ژوند کوي.»
ښاغلی ایلووډ ادعا کوي چې د ده په وړاندیز شوې حل لاره کې حتی طالبان هم شامل دي او دا د افغانستان اوږدمهال ثبات تضمینوي.
د ده په پلان کې افغانستان په اتو برخو ویشل کېږي چې هره یوه د افغانستان یو اقتصادي قطب بلل کېږي، لکه کابل، کندهار، جلال اباد، هرات، خوست ، مزار شریف بامیان او کندوز. دا سیمې به ځان ځان ته شوراګانې لري او مختلف قومونه بکې پکې استازیتوب لري. له هرې برخې سره مرستې به د یوه بهرني هیواد له لوري څارل کېږي.
دایل ووډ په طرحه کې د افغانستان لپاره صدراعظم په پام کې نیول شوی دی . او د ولسمشرواک به محدودېږي. خو د افغانستان د شناندو(تحلیلګرانو) د شبکې شریک رييس توماس رټیګ وايي چې په دا ډول سیمو د افغانستان ویشل به سبب شي بیا غښتلي سیمه ییز قومندانان، چې په جنګ سالارانو مشهور دي، واکمن شي. د ده په نظر د ۱۹۹۲ او ۱۹۹۶ کلونو ترمنځ د دغو جګړه مارو د زورزیاتیو له کبله طالبان پیدا شول.
افغانستان د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې هم د بریتانویانو له لوري د ډیورنډ د کرښې په وسیله تجزیه شوی و.
پاکستان او د افغانستان نور ګاونډي هیوادونه هم ښايي د دې پلان ملاتړ وکړي ځکه چې په دې ډول په افغانستان کې د قوي مرکزي حکومت د رامنځته کېدو مخه نیول کېږي او له بلې خوا هر ګاونډی په افغانستان کې له هغه دولت یا ایالت سره مستقیمې اړیکې ټینګولی شي چې قومي او ژبنی نژدېوالی ورسره لري.
د افغانستان د ملي جبهې مشرانو احمد ضیا مسعود، محمد محقق او جنرال عبدالرشید دوستم د روهرابکر په مشرۍ د امریکا د کانګریس له یوشمېر غړیو سره څو ځلي کتلي او په افغانستان کې یې د فدرالي نظام او حتي د دې هیواد د تجزیې پر احتمالي طرحو خبرې کړي دي.
د بریتانیا د پارلمان د غړي طرحه هم د ښاغلیو عبدالله، محقق، دوستم او مسعود طرحو او غوښتنو ته ورته والی لري. هغوی هم د نامتمرکز او یا فدرالي نظام او همداراز صدارتي نظام غوښتنه کړې ده.
له تاند څخه په مننه