د کابل په لوېدیځ کې د هزاره وو او پنجشېریانو ترمنځ په شخړه کې څو تنه مړه او ژوبل شول
د کابل په لوېدیځ کې د دشت برچې د سیمې اوسېدونکي نن هغه مهال له پنجشېریانو سره په شخړه واوښتل چې یوشمېر پنجشېریان دشت برچې ته په داسي حال کې په موټرسایکلونو سپاره ورغلل چې د احمدشاه مسعود عکسونه یې په لاسونو کې نیولي وو.
دا شخړه د احمد شاه مسعود د یوولسم تلین له مراسمو سره په یووخت شوې ده.
له لومړنیو راپورونو سره سم د دواړو خواوو ترمنځ په شخړه کې لږ ترلږه پنځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
تراوسه څرګنده نه ده چې مر ګ ژوبله کوم لور ته اوښتې ده.
ځیني راپورونه وايي چې د دواړو خواوو ترمنځ شخړه هغه مهال پیل شوه چې موټرسایکل سپرو یو تن هزاره وواهه خو نور راپورونه وايي چې هزاره خپلې سیمې ته په موټرسایکلونو د احمدشاه مسعود د عکسونو وروړلو په غوسه کړي دي.
د دشت برچي ګڼ شمېر اوسېدونکي په مظاهره راوتلي او پولیس هڅه کوي چې د هغوی مخه ونیسي.
د شاهدانو په وینا مظاهره چیانو په سیمه کې پر دېوالونو د احمدشاه مسعود عکسونو ته اور ورته کړی او ځیني کسان هوايي ډزې کوي.
یوبل خبر په لاندې ډول دی:
په کابل کی یو شمیر لنډه غران له وسلو سره په تورو شیشيي موټرو کی لیدل کیږي
په کابل کې د تورو شیشو او بی پلیټه موټرونو تګ راتګ شروع شوی دی .
دافغانستان حکومت او د کورنیو چارو وزارت چی له یو کال راهیسی د تورو شیشو موټرونو او بی پلیټه ګاډو پر ضد یی عملیات پیل کړی له تیری ورځې را په دیخوا په کابل کی یو ځل بیا یو شمیر لنډه غر کسان لیدل کیږی چی تورو شیشو او بی پلیټه موټرونو کی له وسلو سره ګرځی راګرځی چی دا عمل د کابل ښاریانو لپاره یو ګواښ بلل کیږی.
نن په کابل کی د جمعیت اسلامی د مړیو ورځ لمانځل کیږی ، او ورسره یو شمیر لنډه غر کسان د کابل سړکونو ته راوتلی چی دا پخپله د کابل ښاریانو لپاره یو ګواښ دی .
په تورو شیشو او بی پلیټه موټرونو کی داسی کسان هم لیدل شوی چی په وسلو سمبال دی او یواځی د مسعود عکسونه یی زوړند کړی او د پولیسو له ویری پرته تګ او راتګ کوی .
دکابل ښاریان له پولیسو غواړی چی ددی ډول کسانو مخه دی ونیسی دا ځکه چی دغه کسان دکابل ښاریانو او ددوی کورنیو ته ګواښ دی .
له تانداو روهي ویبپاڼوڅخه په مننه