ولــــې چيــــغې وهــــــو ؟

 جاويد اوربل

استاد له خپلو شاګردانو پوښتنه وكړه چې كله موږ په غوسه شو نو ولې چيغې وهو ، ولې چې خلك په قهر شي خپل اواز پورته كړي او شورماشور جوړ كړي ؟

 شاګردانو ورته په ځواب كې وويل چې په هغه وخت كې موږ خپل سكون او ارامي له لاسه ور كوو نور څه نه وي پاته بې له دې چې خپل غږ پورته كړو او ناراضي څرګنده كړو .

 استاد ورنه پوښتنه وكړه : دا چې نارامه شوو خو سهي ده نو ولې چې يو څوك مو تر څنګ ولاړ دى ، بيا هم چيغې وهو ؟ موږ نه شو كولى چې ورو ور سره وغږيږو ؟ ايا كه ورو وغږيږو هغه مو خبرې نه اوري  ؟ ولې چې په قهر شو شور جوړ كړو او فرياد كوو ؟

 شاګردانو په خپل نوبت سره ځوابونه ور كړل خو د استاد قناعت حاصل نه شو .

 په پاى كې استاد پر موضوع را سم شو ، ويې ويل : كله چې دوه كسه د يو بل پر چلند يا كار په غوسه شي ، د دوى زړونه سره لرې شي يعنې فاصله يې تر منځ ايجاد شي ، دوى د همدې فاصله له وجې شور جوړوي او فرياد كوي  ، څومره چې د دغو كسانو تر منځ قهر او غوسه زياته وي ، همدومره د دوى تر منځ فاصله زياتيږي او څومره چې فاصله زياته شوه د شور كچه زياتيږي او يو پر بل يې اواز لوړيږي .

 استاد پوښتنه وكړه : كله چې دوه كسه پر يو بل مئين وي نو د دوى تر منځ څه كيږي ؟  دوى په خپلو منځو كې شور نه جوړوي ، چيغې نه وهي بلكې په ډيرې ارامۍ سره خبرې كوي ، دا ولې ؟ دا ځكه چې د دوى زړونه ډير ډير سره نژدې دي ، د زړونو تر منځ يې فاصله كمه ده . 

استاد خپلې خبرې وغزولې : كله چې د يوه بل سره مينه تر دې هم زياته شي ، په داسې وخت كې څه كيږي ؟ دا كسان د يو بل سره خبرې نه كوي بلكې په غوږ كې ورو ورو ورته وايي او كله چې دا مينه نوره هم زياته شي پوهيږئ څه واقع كيږي ؟ په دې وخت كې مئينان په غوږ كې هم پټ يو بل ته څه نه وايي بلكې په سترګو كې يوبل ته خبرې كوي  داځكه چې د دوى د زړونو تر منځ فاصله له منځه تللې ده ، د دوى زړونه داسې سره څنګ پر څنګ شوي دي چې د يو بل خبرې په اشارو سره رسوي  او په سترګو كې  سره  پوهيږي چې خبره چېرې ده .

له تاند څخه په مننه