ناسمې اخیستنې،ذهني جوړونې او فکري لویدنې

 ش،حصین

لومړۍ برخه

«دانسان ژوند ویره وونکی دی...یولټیره
هم کولی شي دهغه برخلیک واړوي»
«زرتشت»
دافغانستان دخپلواکۍ له دری نوی یمې کالیزې څه ناڅه دوه اونۍ تیریږي.ددغې درنې ملي تاریخي ورځې په مناسبت مې ددرانه ورور نعیمي صاحب یو له پوښتنو ډکه لیکنه ولوستله.دلیکنې سریزه وه«دافغانستان دسیاسي استقلال په هکله زما پوښتنې».لیکنه په درې پوښتنو پیل شوې وه: 

۱- آیا دافغانانو او انګلیسانودرې جګړې عادلانه وې؟هغه افغانان چې په دې جګړو کې ځلیدلي زموږ دهیواد اتلان دي؟                                                                       
۲ – دشوروي اتحاد دسرو لښکرو سره جګړې عادلانه وې؟له هغو پرته چې په جنایتونو ککړدې دغو جنګیالیوته داتلانو لقب کارولی شو؟                                             
۳ – دطالبانو روانه جګړه دناتو دپوځیانو په وړاندې عادلانه بولي؟                                                          
همدغه درې پوښتنې وروسته غزول کیږي او دیوشمیر هغو کسانو انګیرنو ته ور رسي چې دافغانستان دوروسته پاتیوالي لاملونه دپردو یرغلګرو په وړاندې دافغانانانو په مقاومتونو کې را لنډوي.په همدې برخه کې ویل کیږي چې دبیلګې په توګه انګریزي استعمارهند او پاکستان ته اقتصادي،علمي تخنیکې او سیاسي وده ورکړه تر دې چې ددموکراسیو خاوندان شول او په اتومي قدرتونو واووښتل.                    
مخکې له دې چې په دغو څرګندونوڅه ولیکم لومړی خو له نعیمي صاحب او زماد لیکنو له ټولو مینه والو څخه بښنه غواړم چې په ډیر ځنډ په دغو څرګندونوڅه لیکم. دویمه داچې زه ښاغلی محمد ابراهیم نعیمي دهغه فکري او آرماني دریځ او وطنپالنه پیژنم.دی ریښتیني اتلان او دپردومزدوران پیژني او تر هر چا په دې خبره ښه پوهیږي چې کومې جګړې عادلانه او کومې غیر عادلانه دي.                       
دمطلب پیل:                                                             
استقلال او ملي خپلواکي در لودل هم داولسونو او هم دهغوی دخپلې زمانې غوښتنې دي.تیری،اشغال او ښکیلاک نه یواځې داولسونو تاریخ،هویت،کرکتراومعنویت ته سپکاوی دی بلکې استعمار په هر بڼه چې وي خپل غرضونه لري،دنورو اولسونو په ګټه ښه نیت نه لري . يواځې خپلې ګټې پالي اودعمراني استعمار خبره هم یواځې دهغو لاسپوڅو خبره ده چې خپل برخلیک ېې  له تیري،اشغال اوښکیلاک سره تړلی وي.استعمار بیا وایم په هره بڼه چې وي دخپلو هدفونو اوعمر اوږدولو له پاره یواځې پوځي لګښتونه نه کوي بلکې پر روښانفکرانو او اجیرانو هم پخې پانګې لګوي.دغه پانګې ډیرروښانفکري او غیرروښانفکرې تر ډیره په اقتصادي جبر اخته کسان په ارزانه مزدورانو بدلوی شي.دتاریخ تحریف او اړونه هم تر ډیره دهمدغو مزدورانو دنده وي.خو له دې ترخو چې تیر شولومړي باید یادونه وکړم چې زموږ دپوهې ،تحقیق اوقلم ډیروتلو شخصیتونوچې درانه آثار ېې هم راته په میراث پریښي، په دې خبره تل ټینګار کړیدی چې دانګریزي استعمار پرخلاف زموږ داولسونو پاڅونونه دافغانو او انګلیسانو دجګړو تر عنوان لاندې را وستل یوه لویه تیروتنه ده.انګریزان یرغلګر، زورواکه،تیري کوونکي اواشغالګر وو.هغوی زموږ را بلل شوي میلمانه نه بلکې یا دلوټ په تمه او یاهم په هندوستان کې دخپلې زور واکۍ دساتنې په مخه افغانستان ته په زور را اوښتي وو. دهغوی په وړاندې داولسونو را پاڅیدنه ملي پاڅونونه وو،نه جګړه دجګړې په بشپړه معنا.هغه پاڅونونه عادلانه خود انګریزانو زور وهنه غیر عادلانه وه.نه دافغانستان اولسونو غوښتل چې دپردو په مرییتوب کې ژوند وکړي او نه مرییتوب منل دزمانې غوښتنه وه.دنړۍ په هیڅ ځای کې چیرته چې استعمار منګولې خښې کړې وې داسې کوم اولس نه وچې استعمار په خیر اوګټه وبولي اوهرکلی ېې وکړې.په ټوله استعمار لاندې کړې نړۍ کې داولسونو پاڅونونه موجودو،داچې دافغانستان داولسونو ملې پا څونونه څه ډیر وځلیدل او هرځل ېې ښکاره بري تر لاسه کړل دا باید هم دسیمې په موقعیت او هم دافغان اولسونو په تاریخي کرکتر کې ولیدل شي.داستعمار پر خلاف هیڅ پاڅون دولتونو نه بلکې له پیله اولسونو را خوځولی دی.نه شهزاده یعقوب خان دپاڅون سړی ونه شاه شجاع الملک هغه څوک وچې دخپلو بادارانو خلاف دپاڅون اراده ولري.آن د ۱۹۱۹ کال په ملي پاڅون کې نه دشاه امان الله اراده بلکې دهغه اراده دخلکو او اولسونو په اراده کې نغښتې وه.دپاڅون بری هم لکه څنګه چې په ناسمه توګه لیکل شوي چې دا بری دمنظمو دولتي اردوګانودمټو زورو،په واقعیت کې دافغانستان دټولو اولسونو په تیره بیا دددیورند داستعماري کرښې په دواړو لورو کې داولسونوپاڅون او میړانه وه چې دملي پاڅون برخلیک ېې روښانه کړ.همدغو واقعیتونو ته په کتلو سره دجګړې او پاڅون څرنګتوب روښانه کیږي.دتاریخ په اوږدو کې دعام بشري خصلت له مخې دهرې پيښې عادلانه توب یا غیر عادلانه توب دخلکو او اولسونو دارادې له مخې ځان ښيي.دخلکو او اولسونو عامه اراده استقلال او خپلواکي وه.په همدې دلیل پاڅونونه عادلانه و.دعادلانو پاڅونونو او جګړو له پاره میړانه او سر ورکونه دخلکو او اولسونو په ویاړنو اوړي .او هغه چې دخلکو او اولسونو ویاړنې شي تاریخي کیږي او زوال نه لري.له همدې کبله ده چې وایوداستعمار پرخلاف دافغانانو پاڅونونه پرځای،عادلانه،له ویاړنو ډک او اتلان ېې دتاریخ ستوري دي.                                        
تاریخ څو کاغذې پاڼې نه بلکې یوه مادي او معنوي شتمني ده، داسې شتمني چې وطن او دوطن اولسونو ته یو خاص رنګ ورکوي.                                                          
داخبره چې که موږ دهنددنیمې وچې داولسونو په شان داستعمار ځغم کړی وای اوس به دومره وروسته پاتې نه وای دخلکو خبره په یوه څپیړه سل مخونه وهل دي.داخبره دهند اولسونو ته هم یو ښکاره سپکاوی دی.داسې ښکاري چې دهند اولسونوداستعمارپه ځغملودپرمختګونو نیت درلود. دا یوه ناسمه اوډیره سپکه او سپیره خبره ده،دا دهغو کسانو خبره ده چې دهند تاریخ ېې نه دی لوستی ،په عامیانه ‌‌‌ذهني انګیرنو کې کیوتي او په همدې غلطه فکري تومنه دتاریخ داړونو نیت لري.په هند کې داستعمار خلاف په لسګونو ګوندونو،ټولنو او له شمیره وتو نامتو شخصیتونو هغوی چې اوس هم دهند دتاریخ زړه جوړوي شتون درلود ، مبارزه او مقاومت ېې کاوه او کلونه کلونه ېې دجیلونو دتنبو شاته تیر کړیدي. دهند دتاریخ او استقلال اتلان هغه نه دي چې داستعمار په لاسو ېې اوبه ورتویولې،تاګوردادب،هنر،پوهې او فلسفې ډیر وتلی شخصیت داستعمار خلاف نامتو شخصیت و،مهاتماګاندي او جواهر لعل نهروپه لندن کې زده کړې وکړې خو هیڅکله له انګریزي استعمار سره پخلا نه شول.نهرو دپانګوالې نړۍ داستعماري کړنو پرخلاف په ډیره ځوانۍ کې دلندن زړه ته نږدې دهارو په سیمه کې فابیاني ډوله سوسیالیستي افکاروته ور واووښت.او په دغه نوم دهغې ټولنې غړی شو چې سوسیالیستې افکار ېې درلودل.مهاتما ګاندي له دې سره سره چې په خپل هندويي مذهب سخت ولاړ وپه ټولنیز او اقتصادي دریځ کې دخپل ډول یوسوسیالیست شخصیت و اوپه ښکاره به ېې هم ویل چې زه یو سوسیالیست یم.هغه ته سوسیالیزم یواځې له استعمار سره دمقابلې په خاطر نه بلکې دعدالت او انسان پالنې په خاطر دمنلو وړ و.دهند بې شمیره وتلي استعمار ضد مبارزین اوملي شخصیتونه په دې پوهیدل چې هند دپراخه طبیعي شتمنیو او سترو بشري ځواکونو خاوند هیواد دی،استعمار دا هرڅه لوټوي او دځان په ګټه ېې دمریانو په شان په کار اچوي.دانګریزي استعمار پرخلاف دګاندي عدم تشدد«پسیب ریزستنس» سیاست له استعمار سره همغږي نه بلکې دهندې ټولنې دکرکتر له مخې دمبارزې یووتلی تکتیک و.داغلطه اخیستنه چې عدم تشدد دانګریزي استعمار دواکمنۍ ځغم و،دهغو کسانو اخیستنه ده چې دعدم تشد سیاست ېې اوریدلی او له متن څخه ېې څه تومنه نه لري.عدم تشددپه ټول قوت له مدني نا فرمانۍ سره تړلی و.مدني نافرماني ډیر پراخه داسې سیاسی ،ټولنیز او اقتصادي لوري در لودل چې استعماري واکمن ېې په ځان پورې حیران کړي و.په مدني نا فرمانۍ که چې له عدم خشونت سره تړلې وه عمدتاً لاندې څه لیدل کیدل:
سوله ییز لاریونونه او اعتراضونه،دګاندي او دکانګرس دمشرانو رسمي ویناوې اوریدل،انګلیسې واکمنو ته اعتراضي لیکونه لیږل،له کورنیو او بهرنیو رسنیو څخه داستعماري واکمنۍ دنارواوو خپرول،دشرابو دهټیو په وړاندې دریدل،دهند دآزادۍ پرچم رپول،داستقلال لپاره دعاګانې،دموسیقي له لارې داستقلال له پاره دخلکو هڅونه،داستعمار په منګولودوژل شووهندیانودرناوی،له واکمنو سره نه مرسته،دانګریزي واکمنو په څنګ کې دولاړو شخصیتونو رټنه،له واکمنو سره اقتصادي مرسته نه کول،دانګلیسې ټوټو نه را نیول،دلاسي څرځ په وسیله ځانته کالي جوړول،دپردو حکم او واکمني نه منل،دولتي غوښتنې نه منل،له حکومت سره نه هم لاسه کیدل،له حکومتي مقاماتو څخه استعفی کول،دزده کړو له رسمي موسساتو څخه ځان لرې ساتل،دپولیسو په غوښتنه خپله نا فرماني پای ته نه رسول،له انګلیسي قوانینو په تیره بیا دمالګې دماليي له قواننیوسره نه پخلا کیدل،له مالیاتو څخه سر غړونه،دمدرسو تحریمول،په سوله ییزه توګه دځایونو نیول،په تیره بیا دسمندر غاړې او دمالګې دپروژونیول،دجیلخانو داسې ډکول چې لګښت ېې استعماري واکمن پرځان پورې حیران کړي.  
دغو ټولو یادونو ته په کتونافرماني مدني یا ساتیا ګراهادمهاتما ګاندي او وروسته دهند دملي کانګرس دمبارزې هغه لوری شو چې انګریز ي واکمن ېې رښتیا پر ځان پورې حیران کړل.په لسګونو زره هندیان دګاندي په ګډون جیلخانو ته ولیږل شول خو نا فرماني مدني ونه دریده.                   
دنهرو خبره ده چې وايي نافرماني مدني نه یواځې دهقاني پرګنې را وخوځولې بلکې ښځوخپل مخ پټاني لرې وغورځول ،ټولنیزې سیاسي مبارزې ته را ووتې او ډیرو خو ېې داسې سترې کار نامې جوړ کړې چې ډیرنارینه ېې وشرمول.په دې برخه کې نه غواړم دهند داستقلال تاریخ ته ور کیوځم  بلکې هغوی چې داستعمار له پاره رنګینې جامې جوړوي باید ور په یادکړم چې هم په پروني تر استعمار لاندې هند کې همدا تاګور وتیلک ومهاتما ونهرو وپه زرګونو نور دخلکو او تاریخ نښې وې او هم اوس.هیچا تر اوسه په هند او وروسته جوړ شوي پاکستان کې دا نه دي ویلي چې استعمار ،ښه ،عمراني او دنیم قارې جوړوونکی و.هند انګریزې استعمار لوټ کړ.هلته داستعمارزور زیاتي دومره وه چې په خلکو ېې آن دمالګې تر لاسه کول ودرول او داسې ماليي ېې پرې ولګولې چې چاېې د را نیولو توان نه درلود.ګاندې له همدې کبله دامرتسر له عامه وژنې وروسته یو موټۍ خاوره را پورته کړه وېې ایشوله او مالګه ېې ترینه تر لاسه کړه. دغه عمل دمالګې نا فرماني را پیل اودمالګې په زرګونوغیر قانوني پروژې په ټول هند کې په لاره ولویدې.                                                                  
نهرو وايي چې انګریزې استعمار په هند کې له دو ډلو څخه ډيره ګته پورته کوله له ملې او مذهبي لږکیواو سترو ځمکه والو او پانګوالو څخه. دغه دواړه ډلې ېې له دې ویرولې چې که انګلیس نه وي نو دوی به ټول له مرګ او نابودۍ سره مخ شي. دغه کار دهند داولسونو تاریخي یوالي ته مرګونی ګوزار ورکړ او دا داستعمار یواځینی سوغات وچې هند ته پاتې شو.دی لیکي:« په هند کې دبرتانیا دسیاست تر ټولو غټې کړنې داوې چې له ډیرو ارتجاعي عناصرو او کړیو سره ېې اتحاد او اړیکې جوړې کړې دي. نن په هند کېدبریتانیا امپراطوري له مترقي کړیو سره دمبارزې په خاطر په فیوډالانو او ډیرو ارتجاعي کړیو ډډه لګوي...نن فیودالي مشران ددفاع (له انګلیس څخه) په لومړۍ کرښه کې ولاړ دي،له هغو وروسته دلویو ځمکه والوپوړۍ ده ،له همدې لارې ډیر افراطي مذهبي بنسټپال را مخ ته کوي او دقومې اختلافاتو په چاغولو سره ېې دلږکیو مسأله دهند دخپلواکۍ په ستر خنډ اړولې ده.                                    
دنهرو دا یادونې تاریخي ارزښت لري او ډیرې روښانه بیلګې ېې همدا اوس دامریکايي او ناتويي ښکیلاک په شتون کې ښکاري.ټول هغوی چې په پردوډالرو پړسیدلي اودهمدې ډالرو په وړاندې ېې وطن ،دین او ایمان پلورلی دسبا له ویري نه یواځې داشغال ددوام دعاوې کوي بلکې عملاً داشغال په خدمت کې هغو قومي ،ملي ،ژبنیو او مذهبي آن سمتي مسأ لو ته لمنه وهي چې ددوی په فکر داشغال عمر اوږدولی شي.  نوربیا