اعلامیه عاجل دفتر مطبوعاتی ریاست عمومی امنیت ملی!     مورخ: 1391/06/06

بازداشت(6) تن تروریست در شهر کابل

مؤظفین ریاست عمومی امنیت ملی با استفاده از اطلاعات دست داشته طی یک عملیات خاص در همکاری نزدیک مردم شش تن تروریست را بنام های :

1.  محمد ولی فرزند سید جان باشنده اصلی ولسوالی شکر دره ولایت کابل.

2.  ذبور فرزند محمد حمید باشنده اصلی ولایت پنجشیر فعلی ناحیه هشتم کابل.

3.  عبدالجبار فرزند غیاث باشنده اصلی ولایت پنجشیر فعلی ناحیه پنجم شهر کابل.

4.  معروف فرزند محمد حیدر باشنده اصلی ولایت پنجشیر فعلی ناحیه هشتم شهر کابل.

       5.خیر محمد فرزند محمد اصغر باشنده اصلی ولایت پنجشیر فعلی ناحیه یازدهم شهر کابل را باالفعل با مقدار زیاد مواد انفجاریه نوع پوتاشیم کلورایت و یک مقدار زیاد وسایل انفجاریه که بطور ماهرانه در ماشین لباس شویی، لحاف، بالشت، توشک، وسایل آشپز خانه  و بالون گاز جابجا که توسط بلتی از کشور پاکستان وارد و در مربوطات ناحیه هشتم شهر کابل بداخل یک سرای مخفی نموده که میخواستند در شهر کابل و ولایت پروان حملات تروریستی و انتحاری را انجام دهند که قبل از انجام عمل بازداشت گردیدند.

 جزئیات قضیه بعداً ارایه می گردد.

با احترام

 ( دفتر مطبوعاتی ریاست عمومی امنیت

له روهي ویبپاڼې څخه په مننه

ګومان کیږي داستخباراتو رئیس ښاغلی نبیل  دپورتنیو کسانو دافشأکېدو له کبله له دندې څخه ګوښه شو.

درنو لوستونکو!

لاشپاړس میاشتې مخکې دقسیم فهیم دسرکشي اوحرج مرج اچولو په اړوندپه ځینو بهرنیوسایټونو کې یو لړجدي مالومات خپاره شوي ووکه وخت او حوصله لرئ دا لاندې مطلب ولولئ :

د اولسمشر ډیر بد ملګری

د عبدالملک پرهیز ژباړه

منبع.: د مدرنه وختونو سایت
په افغانستان کې جګړه
ناتو ، طالبان، ویکي لیکس
د ولسمشر مرستیال، تر ټولو لوړ جنرال ، د افغانستان دپاره د ناتو په ستراتېژۍ کې ډیره مهمه څېره، جنګسالار فهیم خان، د پوځي استخباراتي سرچینو په حواله د طلبانو په هغه تروریستي عملیاتو کې لاس لري کوم چې د کرزي د حکومت پرخلاف په لاره اچول کېږي.


د امریکايي استخباراتو په احواله  په افغانستان کې د لویدیځ  یوډير نژدې او مهم ملګری د زیاتو کلونو راهیسې په هغه تروریستي عملیاتو کې ښکیل دی چې د حامد کرزي د حکومت پرخلاف په لاره اچول کېږي. دا د افغانستان د اولسمشر مرستیال، جګپوړی جنرال محمد فهیم خان دی نوموړی چمتو دی د حکومت پر خلاف په وسله وال پاڅون لاس پورې کړي که چيرې دا کار په واک کې د هغه دريڅ نور هم ټينګ کړي.
د فهیم د واک بنسټ هغه پوځ دی چې په څو راتلونکو کلونو کې به د هیواد د امنیت مسوولیت په غاړه واخلي. دغه مالومات ځکه ارزښت لري چې لویديځ همدا اوس پر دې کار کوي څو واک داسې یو چا ته وسپاري چې پر ترور د برید وس ولري. د استخباراتو رپوټ چې په ۱۲/۰۵.۲۰۰۵ کې ترتیب شوی د اولسمشر د مرستیال او د کرزي د حکومت  په اړوند چې لویدیځ يې ملاتړ کوي ډیر حساس مالومات لري.
«د د دموکراتیک ج و ګ ( د افغانستان حکومت)  اوسني غړي چې په اسلامي جمعیت پورې اړه لري او فهیم خان ته وفاداره دي د طالبانو سره اړیکې لري څو د ترور عملیاتي مسوولیتونو ته سازمان ورکړي. »
دا د افغانستان د جګړې په اړوند د هغه ۱۴۸۲۱ پټو پوځي استخباراتي رپوټونو څخه یو  دی چې ویکي ليکس يې په واک لري. دغه سندونه بیا بیا د اولسمشر د مرستیال د تروریستي پلانونو په اړوند تکرار شوي .
فهیم خان له ۲۰۰۱ـ ۲۰۰۴  د ولسمشر مرستیال او ددفاع وزیر ؤ او په ۲۰۰۵ کال کې له حکومت څخه بهر پاتې شوی ؤ. نن هغه د اولسمشر لومړی مرستیال دی او له کرزي وروسته د هیواد یو ډیر ځواکمن سړی ګڼل کېږي ډیر څېړونکي په دې باور دي چې نوموړی تر کرزي ځواکمند دي.
په ځان غښتلی جنګسالار چې لنډه توره ږيره  او غوښن مخ لري او په دی مشهور دی چې پر خپل دښمن  په بې رحمۍ سره ګوزار کوي نوموړی  یوازې د اولسمشر مرستیال نه بلکې ډیر لوړ پوړی جنرال دی چې پر پوځ او د امنیت پر ځواکونو غښتلی کنترول لري نو ځکه نوموړی  د افغانستان په اړوند د ناتو په ستراتېژۍ کې ترټولو مهم سړی دی.
غواړي د کرزي دريځ کمزوری کړي:
په ۲۰۰۵ کال د استخباراتو د یو رپوټ له مخې په حکومت کې د فهیم خان یو پلوي د طلبانو له یو مشر مولوي عبدالطیف سره اړیکې ونیولې او له طالبانو څخه يې غوښتنه وکړه څو هغوی د تروریستي عملیاتو مسوولیت په غاړه واخلي د کوم تر شا دوی پخپله ولاړ دي . په دې کار سره دوی غوښتل داسې وښيي چې د کرزي اداره د امنیت د ټينګولو وس نه لري. « په اوسنې حکومت کې د پاڅون د مخنیوي دپاره د لازم ځواک نه  شتون او دحالاتو کړکېچنول ددې سبب کېږي څو په لوړو دولتي مقامونو کې بدلون رامنځ ته شي. »
د امریکې په استخباراتي رپوټ کې یو لړشواهد او فکتونه وړاندې کېږي خو نه ویل کېږي چې خبره د کومو تروریستي عملیاتو په اړوند ده او د کرزي په حکومت کې کومو چارواکو له طالبانو سره اړیکې نیولې دي . په استخباراتي رپوټ کې کله چې د کرزي د حکومت په اړوند خبرېږي د دولت مرکزي اداره په پام کې نیول کېږي.
داهم نه ویل کېږي چې دغه رپوټ د اوریدنو له لارې برابر شوی که د خصوصي لارو ، دا هم نه ویل کېږي چې د امریکايې پوځ د ارزونې له مخې فهیم خان له طالبانو سره نېغې اړیکې لري او که د دې اړیکو څارونکی دی.  
مالومات دا څرګندوي چې فهیم خان د کرزي د حکومت پر خلاف په یو شمیر تروریستي عملیاتو او وسله والو فعالیتونو کې لاس لري. سندونه د شفاهي څرګندونو پربنسټ چمتو شوي او هيڅ یو هم رښتني شواهد نه وړاندې کوي.
خو دغه رپوټونه په عمومي ډول یو ډول تصویر وړاندې کوي او سړی هغه وخت پوره یقین پيدا کوي کله چې د تیروخت پېژاندل شوی پيښې او حقایق سره پرتله کړي.
د امریکې دپاره د متحد په بڼه یوه ډېره مهمه  څېره:
په ۲۰۰۱ کال  پر افغانستان باندې د یرغل په وخت کې فهیم خان د مجاهدینو د پوځي ډلې او د شمالي ټلوالې د پوځي مشر په توګه د امریکې او لویې بریتانيې دپاره ډېره مهمه څېره وه.
د طالبانو د راپرزېدو وروسته د افغانستان د اولسمشر په توګه دهغه ټاکل ممکن نه ول ځکه هغه د تاجک په لږکي پورې تړاو درلود او پښتانه په افغانستان کې ډېرکی جوړوي خو نوموړی د خپلو خدمتونو په خاطر د سي آي ای له خوا په میلیونونو ډالرو ونازول شو او د پښتون حامدکرزي په حکومت کې داولسمشر د مرستیال او د دفاع وزیر په توګه هم وټاکل شو.
داکار د سختو غبرګونونو سره مخامخ شو ځکه د فهیم خان ترمشرۍ لاندې ځواکونو د عادي خلکو پر خلاف زیات جنګي جنایتونه ترسره کړي ول.
په ۲۰۰۱ ـ ۲۰۰۴ کې په پوځ او دفاع وزارت کې د فهیم خان په ټاکل کېدوسره د افغانستان د نوي جوړشوي پوځ ټولې مهمې څوکې  او مقامونه د شمالي ټلوالې تاجکي قوماندانانو اووګړو ته ورکړی شول چې تر اوسه هم دغه څوکۍ د هغوی په واک کې دي او د فهیم خان کنترول پر وسله والو ځواکونو ټينګ ساتي.
نړیوالو ځواکونو په ۲۰۰۲ کال کې یو سمون رامنځ ته کړ او د حامدکرزي د افغاني ساتونکو پر ځای يې امریکايي ساتونکي وټاکل ددې کار دلیل داؤ چې پېښو او حالاتو حامدکرزی پریشانه کړ او پرخپل مرستیال يې باور د لاسه ورکړ کوم چې ورته وفاداره نه ؤ.
« حامدکرزی څوک دی؟ دا زما وطن دی » دا خبره فهیم خان یو امریکایي مشاور ته چې ستیفن فریدریک ستار نومېده ته په ۲۰۰۳  کال کې کړې وه.

د مخدره مواد سرتاج:
حامد کرزي په ۲۰۰۴ کال کې پریکړه وکړه څو فهیم خان له خپل حکومت څخه لېرې کړي ، دا کار هغه مهال پېښ شو کله چې امریکې او لويې بریتانیا فشار راوړ ،خو لا تر دې دمه يې د یو ټينګ ملګري په توګه د هغه  رول ته ځان نه و چمتو کړی او حکومت هم پر مرستیال ولسمشر سختې نیوکې درلودې، د سي آی اي د یو پټ رپوټ له مخې چې وروسته د امریکې سفیر نیویارک ټایمزته څرګند کړ  د امریکې  اداره داسې مالومات لري چې فهیم په شوروي کې جوړه شوې ترانسپورتي آلوتکه لري چې په منظم ډول روسيي ته د هيرويينو قاچاق وړي.
له بلې خوا فهیم خان په پوځ کې تر ټولو لوړه رتبه يانې د مارشالۍ رتبه تر لاسه کړه . داخبره هم ډیر په څرګنده لیکل شوې چې د ولسمشر پخواني مرستیال د کرزي په حکومت کې ډیر د ډاډ وړ کسان لري چې د اسلامي جمعیت د پوځي ډلګۍغړي دي او فهیم ددغه ګوند ډیر مهم غړی دی.
یو بل استخباراتي رپوټ ، چې مالومات په واک کې لري ، په ۳۱- ۱۰- ۲۰۰۵ کې مالومات وړاندې کوي چې قوماندان امیرګل چې طالب ؤ یا اوس هم طالب دی، د امریکايي استخباراتو په قول په تروریستي عملیاتو کې سخت ښکیل ؤ او په شمال ختيځ افغانستان کې يي د زده کړې کمپونه جوړ کړي ول او د نهه مرستیالانو قومانده يې په لاس کې درلوده چې هر یو د ۶۰ او ۱۲۰ تنو پورې کسان  لرل .
« فهیم خان د امیر ګل ټولو دغو کسانو ته مرسته کوي » د امریکې استخباراتي کسان لیکي او تاکید کوي چې امیرګل د فهیم خان مرید دی.
« دغه ډلې په پټه پوځي چمتووالی نیسي چې په افغانستان کې د جګړې د پيل کېدو په صورت کې دا دفهیم باوري ځواکونه دي.
ددغه رپوټ څخه یو کال وروسته فهیم خان بیا له امیرګل سره اړیکې نیسي ، د رپوټ پر بنسټ دغه اړیکې د ۲۰۰۶ کال د مارچ په ۲۸ نيټه ټينګېږي . دغه رپوټ د نژدې سرچینو د شفاهي راپورونو پربنسټ چمتو کېږي.
د رپوټ له مخې  د پاکستان د استخباراتو پخوانی رییس حمیدګل او د پاکستان سیاسي او مذهبي مشر مولانا سمیع الحق د ناتو پر ځواکونو او د افغانستان پر چارواکو د برید پلان جوړوي. دغه دوه کسان چې د طالبانو بنسټ ايښودونکي دي د طالبانو په حکومت کې د یو پخواني جګپوړي سفیر په قول « امیرګل ته  دوه ستلایت تلفونونه، ۸ وسلي د غږ ټيټونکي وسیلو سره، ۲۸ مینونه چې له لیرې کنترولېږي او ۶ تروریستان ورکوي».
استخباراتي رپوټ دې ټکي ته ګوته نیسي ، چې امیرګل له فهیم خان سره شخصي اړیکې لري . وروسته په همدغه کال کې امیر ګل د ناتو د ځواکونو له خوا په دې تور نیول کېږي چې د افغانستان د دولت او بهرنیو ځواکونو پر خلاف د تروریستي عملیاتو او د وسلو او نارکوتیکو د قاچاق  تر شا ولاړ دی.

د واک د پاره هلې ځلې:
څو میاشتې وروسته یوه سرچینه د ۲۰۰۶ کال د نوامبر په ۲۰ د استخباراتي رپوټونو پر حواله خبر ورکوي چې د فهیم یو خپلوان ۱۵۰ کیلوګرامه چاودیېدونکي مواد رانیولي ول او هغه يې په دوو موټرو کې چې په فهیم خان پورې يې اړه درلوده د پنجشیر ولایت شمالشرقي سیمې ته وړي ول .
اته ورځې وروسته فهیم خان د یوشمیر مذهبي وسله والو او د پخوانیو مجاهدینو د یو ګوند  چې اسلامي دعوت نومېږي له مشر عبدالرب رسول سیاف   سره ليدنه کوي چې له القاعده سره په اړیکو هم تورن دی.
د ۲۰۰۶ کال د دسمبر په ۵ نېټه د یو استخباراتي رپوټ لنډیز چې د یو یا څو سندونو لنډیز دی  او امریکایانو چمتو کړیدی، خپریږي. دغه سند په څو موضوع ګانو پورې اړه لري چې د سرچینې او مالوماتو ارزونه له ځانه سره لري . د ای څخه تر اي پورې د یو مقیاس په درلودلو سره زیات ډاډمن ګڼل کېږي ، سرچینه د سي په کتګوري کې نیول کېږي چې له ۱ څخه تر ۵ پورې مقیاس لري ، ۱ تر ټولو زیات ډاډمن مقیاس دی، مالومات د ۳ په برخه کې نیول کېږي.
اولسمشر کرزی په دې وخت کې فهیم خان د خپل لوړ مشاور په توګه ټاکي چې دا ددې خبرې څرګندونه کوي چې کرزی د فهیم خان او په دولت کې د هغه د پلویانو تر فشار لاندې دی.
کوم جنګسالاران چې د رسول سیاف سره ليدنې کوي ټول په شمالي ټلوالې پورې تړاو لري او دوی ټول په هغه سیاسي جبهه کې لیدل کېږي چې د ملي متحدې جبهې په نامه یادېږي او لږ وروسته د حامدکرزي د پارلماني اپوزیسیو په بڼه څرګندېږي.
د استخباراتي رپوټ له مخې مجاهدین په دې بسینه نه کوي چې یوازې پارلماني اپوزیسیون اوسي. دوی موافقه کوي د فهیم خان ترمشرۍ لاندې په ستر پوځي اتحاد کې سره ګډ کار وکړي څو هیواد له بهرنیو ځواکونو آزاد او اوسني دولت ته دمجاهدینو په ګټه بدلون ورکړي.د غونډې په پای کې موافقه کوي څو تر خپل لاس لاندې وګړي په وسلو سمبال او په راتلونکي کې باید د فهیم دستورونو ته غوږ ونیسي.

د ځان وژنې د عملیاتو تر شا:
یوشمیر استخباراتي رپوټونه خبر ورکوي چې د طالبانو ځنې ډلې د فهیم خان پرخلاف د بریدونو پلان جوړوي خو ځنې نورو استخباراتي رپوټونه خبر ورکوي چې دغه ناراضي جنرال له طالبانو سره مرسته او همکاري لري . د ۲۰۰۷ کال د می په میاشت کې د امریکا د پوځ د یو استخباراتي رپوټ په لنډیز کې ویل کېږي چې د ځان وژني درې تنه بم اېښودونکي  په کابل کې خوشې دي.
« ایکس ایکس ایکس امر مني او د اولسمشر د مشاور( جنرال فهیم خان) له خوا پيسې ورکول کېږي او له یو ځان وژونکي سره اړیکې لري. د استخباراتو افسر چې دغه سند يې لیکلی د استخباراتو د اصلي سرچینو په اړوند  مالومات په واک کې نه لرل نوځکه نه پوهېده چې د ځان وژونکو د ځان وژنې هدف څوک ؤ.
وروسته په همدغه کال کې د ۲۰۰۷ کال د نومبر په ۲۲ نېټه یوه استخباراتي کړۍ خبرورکوي چې د ایکس ایکس ایکس تر نامه لاندې یو پخوانی مجاهد چې د افغان دولت مخالف دی او پر بهرنیو ځواکونو د برید هیله لري د پنجشیر ولایت  د شمال ختيځ سیمې له یوې ډيپو څخه وسلې او امونېشن د همدغه ولایت بلې ناڅرګندې سیمې ته وړي . ديپو په فهیم خان پورې اړه لري چې هغه هم لکه د نورو توپکسالارانو د پنجشیر په ولایت پورې اړه لري خو استخباراتي سرچینه مالومات نه لري چې فهیم خان تر کومه بریده په دغه عملیاتو کې لاس لري.
« زه باور نه لرم چې فهیم خان، دی ته چمتو دی چې ایکس ایکس ایکس وسله یوسي » ( نوموړی د رپوټ پر بنسټ دغه خبره کوي.)
په څنډه کې:
په همدې وخت کې دویم ځل بیا هم د هغه کسانو په اړوند چې د فهیم خان په شا اوخوا کې دي او په اسلامي جمیعت پورې اړه لري او د ناتو د ځواکونو او افغان  دولت د مسوولانو پرخلاف بریدونه کوي ، خبر ورکوي. د فهیم خان په اړوند چې تر کومه بریده د تروریستي پلانونو په جوړولو او ددولت پرخلاف په  وسله وال پاڅونونو کې لاس لري،  د امریکايي پوځي  استخباراتو په هغه رپوټونو کې لیدل کېږي چې له ۲۰۰۵ کال څخه تر ۲۰۰۸ کال پورې جوړشوي دي . دا کېدی شي یو تصادف وي.
دغه مالومات د امریکايې استخباراتو د هغه لږو سندونو پر بنسټ برابر شوي چې د افغانستان د جګړې په اړوند شته دی. خو دغه مالومات سره له دې هم پرده پورته کوي چې فهیم که څه هم له دولت څخه بهر ؤ خو د اولسمشر پر خلاف يې دسیسې جوړولې.

له القاعده سره اړیکې:
لکه څنګه چې امریکايي پوځي رپوټونه  لیکي د افغانستان په دولت کې د فهیم خان باوري کسان له طالبانو سره اړیکې لري څو له دې لارې حالات ترینګړي کړي او وښيي چې حامدکرزی پرته له فهیم خان په هیواد کې د امنیت د راوستلو وس او توان نه لري.
د فهیم خان په اړوند شک له دې کبله هم زیاتېږي چې پر نوموړي لا  دمخه تردې چې د کرزي حکومت جوړ شي داسې شک شتون درلود چې نوموړي له تروریستانو سره همکاري لري.
په ۲۰۰۱ کال کې د سپتمبر له یوولسمې څخه دوه ورځې دمخه د القاعده تروریستانو چې له طالبانو سره ملګري ول د شمالي ټلوالې وتی قومانده احمدشاه مسعود له منځه یوړ . فهیم خان په دغه وخت کې د ټلوالې د استخباراتو مشر ؤ چې وروسته نوموړي د مسعود دندې پر غاړه واخیستلې. په ۲۰۰۹ کال کې د امریکې د بهرنۍ پاليسۍ په اړوند په یوه مقاله کې د ډبلیو بوش د امنیت د شورا یوپخوانی غړی او د اولسمشر مشاور هيلري مان لېورات  د افغانستان په اړوند د یوې پوښتنې په ترڅ کې ، دا خبره په ډاګه  کوي چې فهیم خان تر کومه ځايه په پټه له القاعده  او طالبانوسره پر مسعود باندې د برید په برخه کې ګډې اړیکې درلودې .
هيلري مان لېورات  د زیاتو شواهدو پربنسټ ګوته نیسي چې فهیم خان په قصدي ډول خپله دنده سمه  ترسره نه کړه څو هغه تروریستان چې د برید لپاره راغلي ول وکولی شي په آزاده خپل کار ترسره کړي څو فهیم خان ځان واک ته ورسوي.
پرمسعود باندې د برید په برخه کې د فهیم خان د ممکن لاس لرلو په اړوند هيلري مان لېورات  یادونه کوي. چې د افغانستان په اړوند د امریکې او ناتو ستراتیژي کېدی شي بيخي غلطه وي.
« هيڅ دلیل نشته څو باور وشي چې د فهیم خان تر لاس لاندې ځواکونه چې امریکايي زده کړې تر لاسه کوي د القاعده پر خلاف مبارزه کې د ډآډ وړ ملګري وي.»
په دې اړوند بدګوماني چې فهیم خان د کرزي د حکومت پر خلاف د ترور په پلانولو کې لاس لري ډیر پټ ساتل شوي او ناټو تر اوسه د خپلو پوځونو د ایستلو ستراتيژي پر مخ بیايي. چې د افغان پوځ تر روزلو وروسته به وځي چې په بشپړه توګه د فهیم خان په کنترول کې دی.

له ښاغلي پرهیز څخه په زیاته مننه، چې خورا مهم مطلب یې ژباړلی دی رښتیا هم ، چې نه خوکرزی رښتینی ملګری لري او نه خو پخپله صداقت لري .

دمګړۍ خوپه قفس کې یو حیصار مرغه ته پاتې کیږي مانا هیڅ یې په وس نه دي هسې یې زموږ دغمیزې داوږدېدواوپښتنو دغولو په موخه را مخ ته کړی دی .

دیو نوي خبر له مخې  ویل کیږي ، چې قسیم فهیم په کرزي  زوراچولی څو بسم الله محمدي د دفاع وزیر په حیث ولسي جرګې ته معرفي او دیوې اوږدې کورنۍجګړې لپاره تیار کړي. 

درنو لوستونکو!

دا دی دشپاړسو مېاشتو په جریان کې موږ اوتاسو ډېر داسې څه پخپلوسترګو ولیدل، چې دفهېم خېلو د وحشت خپرولو، قدرت طلبي اورسوايي څرګندونې کوي .

دابه زموږ ډېره بېغوري اوحتاډېره ناپوهي وي ،چې لا اوس موهم سرپه دې نه دی خلاص شوی، چې ولې زموږ په زرګونو قومي مشران، دیني علمان، سیاست پوهان، مسلکي وګړي (استادان،انجنران،ډاکتران اونورمخورکسان) دامریکايي خونړي اشغال اوحامد کرزي په کرغېړن دور کې قتل شول؟

ولې او دچا دتباهي لپاره  په پښتون مېشتوسیمو یوارنیم لرونکي بمونه وواورېدل؟

ولې او دچا لخوا په پښتون مېشتو سیمو کې ښوونځي ونړېدل او یا خو ښوونیز بهیر څپڅپانده شو.

د کانکور په ازموینو او بهرنیو برسونو ته دلېږلو په جریان کې ولې له پښتنو سره د مور میرې سلوک کیږي؟

ولې او دچادګټو لپاره نن ورځ  په بېګناه پښتون دترهګر،طالب،کمونست اونوروټاپې وهل کیږي؟ 

ولې او دکومو موخو لپاره په څرخکو کې دطالبانو په نوم وسلوال دهېواد شمال ته ورسول شول؟

آیا په دایوولس کلنه تپل شوې او پردۍ جګړه کې دفهیم خېلو په نازولو، دطالب په نوم  دجګړې په اوږدولو او د اوسنيو طالب ضد پاڅونونو په رامینځ ته کولوکې د نړیوالو دښمنانو لاسونه  نه درته ښکاري؟

پورتنیوبېلګوته ورته موږ اوتاسو دنورو بې شمېرواو داسې زړه بوګنوونکوپېښو شاهدان یو، چې په یادولویې نه غواړم تاسې ودردوم خوپوښتنه داده،چې که څوک ددغو پېښو ټول عاملین یوازې طالبان بولي نو دطالب لمړۍ درجه دښمن خوقسیم فهیم، یونس قانوني ، غبرګ عبدالله او دانور پېخاړې یې دي چې امریکايي یرغلګرو ته یې د اشغال زمینه برابره او دطالب نظام یې ورونړاوه .

نوآیا داهم ممکنه ده چې طالبان دخپلې لمړۍ درجې دښمنانو په ځای په بې وزله ولس اوربل کړي؟

تاسې دالاندې تصویرته سم ځیرشئ آیادهغه وخت واکمن اودنن ورځي وسلوال مخالفین ( افغان طالبان) به دخپلو ملګروسپکاوی او د دومره په شرموونکي ډول توهین غچ وا نه اخلي؟

لویدیځي رسنی  د عام  افغان ولس  د زړه سواندو  په رول کې وخت  ناوخت ځني مضمونونه خپروي  تر  څو  د خپلو ښکېلاګرو اوږدمهاله پاتي کېدو ته پلمې جوړي کړي او...

نو که غچ اخلي له چا یې باید واخلي له هغو ولسونو چې دوی په شپو او ورځو پرې پنډ وو اودي که له هغه چا، کومو چې ددوی د راپرځولو زمینه برابره کړه؟

هغه متل دی، چې ژمی به تېر شي خو د سکرو مخ به همداسې تور پاته وي .

منظور دادی ، چې زموږ ګران افغانستان په لمړي ګام کې زموږ دیوشمېرنااهلو سیاسي او مذهبي مشرانو له لاسه اوبیادپردیو له لاسه دغې ورځې ته را ورسېد.

 زموږ تاریخي هېواد نن ورځ د پردیو دجګړې ډګر ګرځېدلی او زموږ مظلوم افغانان لکه دسون مواد پکې سوځي دا که وسلوال مخالیفین او یا په ولس دتپل شوې ادارې منسوبین دي دا دواړه خواوې دپردیو ترکنترول لاندې افغانان دي دوی به دومره سره وخوري، چې دخپل پلار او نیکه مېنه به یې پردیو ته وړیا ورپاته شي .

نو راځئ ، چې دخلاصون لار یې ولټوو! 

په اخېر کې مو له حوصلې څخه مننه کوم  که غواړئ پورتنۍ ژباړه یو ځل بیا ولولئ نو دا لاندې لینک کښېباسئ :

http://sporghay.com/index.php?option=com_content&view=article&id=3435:2011-04-28-00-12-44&catid=34:2010-01-31-16-17-42&Itemid=56