ديوتن ليكوال ، شاعر او ژورناليست په مړينه ، وريرغونډه
نېټه: 27.08.2012 13:21
دپكتيا ولايت د ژورنالستانو خپلواكې ټولنې د يوتن بنسټ ايِښوودونكي د فاتحې مراسم پرځاى شول !
ارواښاد خان جان (وفايارمنګل ) چې د پكتياولايت د منګلو غيور قوم پورې يې تړاودرلود ، تكړه شاعر او ژورناليست وو، د شعر په ډګر كې يې نه هېرېدونكي هلې ځلې د سيمې په ځوان كهول كې د لاهڅونې لامل شوى او په ډېرو سختو شرايطو كې يې دژورناليستيكي كړنو اغېزلاهم په ځوانو ژورناليستانوكې د بياوړتيا بېلګې جوړوي ، د ورپېښې شوې ناروغئ له امله د تېرې جمعې په روځ يې د ۴۳ كالو په عمر له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې كړې .
انالله وانااليه راجعون
خان جان وفايارچې د پكتيا ولايت د نامتو شاعرانو او د قلم خاوندانو په كتار كې د لوړ نوم درلودو تر څنګ ، په پكتيا كې د ژورنالستانو د خپلواكې ټولنې د بنسټ اېښودونكو څخه هم و ، مړينه يې د دې ولايت دقلم خاوندانو او ژورنالستانو له پاره لويه ضايعه ده .
پكتيا ژورنالستانو د ارواښاد ياد او د فاتحې مراسم د پكتيا ولايت د ژورنالستانو ټولنې او د پكتيا ميډيا سنټرله خوا په جوړه شوې غونډې كې پرځاى كړ .
دپكتيا ميډيا سنټر مشر لمر نيازي په دې مراسوموكې د ګڼو كورنيو او بهرنيو رسنيو سره په كار بوختو ژورنالستانو سر بېره د پكتيا ، خوست ،پكتيكا اولوګر ولايتونو ګڼو ليكوالانو ، شاعرانو او د قلم مينوالو ته ښه راغلاست ووايه ، او د ارواښاد خان جان وفايار منګل د ټولنيز شخصيت ، كلتوري ، ادبي او ژورنالستيكې كړنو په اړوند رڼاواچوله .
ګډونوالو د الله ج دربارته د لاسونو په لپه كولو سره ، ارواښاد ته د جنت فردوس او پاتې كورنۍ ته يې د جميل صبر او جزيل اجر غوښتنې وكړې .
پكتيا كې دژورنالستانو خپلواكې ټولنې مشراو د آريانا تلويزيون خبريال نياز الله اصيل ځاځي ، د پكتيا ژورنالستانو په استازيتوب د ګاونډيو ولايتونو څخه راغلو اديبانو، شاعرانو او ژورناليستانو له خوا د پكتيا له ژورناليستانو سره له غم شريكۍ څخه د مننې په كولوسره ، د پكتيا له ولايتي ادارې يې وغوښتل چې ، دپكتيا په فرهنګي ، ادبي او ژورناليستيكي ډګرونوكې د ارواښاد خان جان وفايارمنګل د ښو خدمتونو د ستايلو په موخه ، د ګردېز په ښار كې يو واټ د نوموړي په نوم ونوموي .
دغونډې په پاى كې دپكتيا فرهنګي،ټولنيز او خپرندويه مركز مشر سيد جمال الدين آصف خيل ژمنه وكړه چې د وفايار منګل له چاپه پاتې دوې شعري ټولګې به چاپ كړي او د ارواښاد روح به پرې ښاد كړي .