د کابل په حکومت کې د پښتون ضد جګړې مټې
په کابل کې د ملالۍ ليسې سرښوونکې؛ زده کوونکو ته په زغرده ويلي چې که څوک په سپورټ کې ښه وړتيا وښيي، نو د پښتو او عربي مضمونونو نمرې به يې لوړې وې.
په يوه ښوونيز او روزنيز مرکز کې دا ډول څرګندونې خورا ټکان ورکوونکي دي او له ورايه ښکاري چې لا هم د پښتو، پښتنو، اسلام او اسلامياتو پر وړاندې له تبعيض څخه کار اخيستل کيږي.
دا لومړى ځل نه دى چې په ښوونيزو، روزنيزو، عملي او څېړنيزو مرکزونو کې دا ډول هڅې کيږي، دا ورځنۍ چاره ګرځېدلې او په تېرو يوولسو کلونو کې په منظم او پلان شوي ډول د نورو اړخونو ترڅنګ له فرهنګي اړخه هم د پښتنو د ځپلو او وژنې لړۍ روانه ده.
څه چې خورا زيات د اندېښنې وړ دي، هغه دا چې په دې ډول هڅو کې يو شمېر پلورل شوي پښتانه چارواکي هم شريک دي او يا يې پر وړاندې بې توپيره دي.
پښتنو، پښتو، پښتني فرهنګ ته سپکاوى په افغان ادارو کې اوج ته رسېدلى او همدې چارې پښتنو ته له دې دولت څخه د پرديتوب داسې احساس ورکړى چې د اوسني نظام ستنې يې لړزولي او اوسنى افغان دولت او د هغه نړيوال ملګري يې د کندې پر غاړه درولي دي.
له بده مرغه افغان چارواکي يوازې د پښتو، پښتنو او پښتني فرهنګ پر وړاندې داسې بې توپير دي، په داسې حال کې چې له نورو قومونو سره د واړه تبعيضي چلند پر وړاندې هم خورا سخت غبرګون ښيي.
د افغانستان د علومو اکاډومۍ پېښه لا هم تازه ده چې پر علمي اصولو ولاړ يو تحقيق چې کله د څو سياسي قومي سوداګرو خوښ نه شو، نو چارواکو يې پر وړاندې خورا جدي ګام واخيست او ويې ښوده چې لا هم سياسي معاملې او سوداګري دلته د علم، تحقيق او اصولو پر مرۍ پښه ږدي.
افغان چارواکي، په ځانګړي ډول پښتانه چارواکي فکر کوي چې په دې ډول چلند به ملي وحدت ټينګ شي، خو دوى د يو لوى قوم عظمت هېروي چې په خپګان سره يې نه يوازې په افغانستان کې ټيکاو لړزانده کيږي، بلکې د ستر فيلسوف اقبال لاهوري په خبره چې ټول اسيا او آن له نوو بدلونونو سره نړۍ نا ارامه کولى شي.
اوسني نظام او د دوى غربي ملاتړو په تېرو يوولسو کلونو کې په پرله پسې ډول پښتنو ته له هره اړخه د پرديتوب احساس ورکړ، له همدې امله د افغانستان هر څه لړزانده دي.
د افغان دولت او وسله والو مخالفينو پر وړاندې جګړې ته د پښتون مقاومت کلمه کارول ښايي ناسم وي، خو له دې انکار نه شي کېداى چې د جګړه کوونکو ستره برخه پښتانه دي او پښتانه اړ ايستل شوي چې وسلې ته لاس کړي او د خپل ځان، عزت، مال او ارزښتونو د ساتلو لپاره جګړه وکړي.
دا مجبوريت د همدې نظام او لوېديځوالو ډالۍ ده.
پښتانه له ٢٠٠١ لومړي کال وروسته پرله پسې څنګ ته شول، يوولس کاله بمبارۍ، ځانمرګي، چاپي، چاودنې او سپکاوى ورته ډالۍ شول، چې دا لړۍ همداسې روانه ده.
نور حالت له زغم څخه وځي، که په بېړه دا حالت بدلون ونه کړي او د پښتنو پر وړاندې پيل شوې هر اړخيزه جګړه ونه درول شي، نو د ا فغانستان او سيمې د ژغورنې چانس نشته او آن نړۍ به د ارام ساه وانخلي.
په ملالۍ ليسه کې پښتو ته سپکاوى چې د افغانستان د غوڅ اکثريت ژبه ده او عربي ته سپکاوى چې زموږ د دين ژبه ده، يو نه بښوونکى او وحشيانه عمل دى.
ولس انتظار کوي چې د پوهنې وزارت څه کوي؟
ولس انتظار دى چې کرزی د اکاډومۍ د پېښې په شان دلته هم غبرګون ښيي او که نه.
که غبرګون د پخوا په شان وي، نو ولس پوهيږي چې د پښتنو پر ضد د پيل شوې جګړې مټې په کابل کې تش په نامه واکمن پښتانه دي او دوى به يې پر وړاندې وړ غبرګون وښيي.
له سرنوشت ورځپاڼې څخه په مننه
دواحدوردګ صاحب دې هم کورودان وي
دنښترویبلاګ یادښت:
درنولوستونکو!
تاسوپه لاندې لینکونو کې دعلواکاډیمي له جریان څخه ځان خبرولای شئ،که دعلومواکاډیمي لخوادچاپ شوي کتاب اوتحقیقي هڅو په وړاندې کرزي له هزاره ګانو سره کومه سوداګري نه وي کړې نو اوس به دخپلې مورنۍ ژبې ننګه وکړي او که نه نو دا یوڅودګوتوپه شمارشرمېدلي په چوکیوسپاره پښتانه نور دزغم وړ نه دي: