په کوټه کي دبسمل صاحب په وياړد ترسره شوي يوه ورځنی سمينار لنډ راپور:
دروان کال دجولايي دمياشتي پر ۲۰۱۲/۷/۱۱نېټـه د چهار شنبې په ورځ دکوټي ښار په سمسوره اوسړه سيمه هنــه وړک کي، ياد سمينار دکامران پښتومطبوعاتي مرکز ،او دجنوبي پښتونخوادليکوالوټولني په ز ياراوهڅه ، پر مهالي وخت سهار ۱۰بجې دقاري منقادزهير په تلاوت دقــران کــريم په څومبارکوآياتونوسره پيل شو ،چي لومړی دکــوربه په صفت د وتلي اوپیاوړي ليکوال مجيدار يــا صاب ، له خواراغلو ميلمنو اوغونډي برخه والوتــه د مننــي اوښه راغلاست ويلو ،ترڅنګ په جرمني کي د مېشت پياوړي ليکوال وشاعر اوپرر يښتينولۍ مين ښاغلي محمدامين بسمل له خواغونډي ته راليږل شوي پيغام ولوستل شو ،ورپسې دمقالوبرخه پيل شوه ، چي دصدارت يامشرتابه چاري یې دکراچي نه راغلي وتلي تکړه ليکوال ا وتجز يه نګار ښاغلي ربنواز خټک اودويندويی چاري يي ځوان شاعراوجورنالسټ کمال کاکړ پرمخ وړلې ،
لومړۍ مقاله (بسمل اودهغه قلمي مبارزه) ترسرليک لاندي دپروفيسرعرفان الله عرفان داوي له خوا واورول شوه ،
چي ور پسې دنورو، درنو ليکوالو له خواهم ، خپلي علمي ،څېړنيزي ، اوهراړخيځي معلوماتي مقالې ، د ورسپارل شوو سرليکونو لاندي واورول شوې ،
په پای کي دنړۍ دلراوبرنه دادبي کلتوري ټولنو ، نشراتي ارګانونو ، اوادبي قــدرونو اوعالمانوله خوا رارسېـــدلي پيغامونه اوليکني ، دکوربه له خواپه ز ياته خوښۍ ،قدردانۍ اومنني سره دغونــډي ګډونوالو ته ور واورول شوې ، چي په نژدې راتلونکي کي به دسمينار دمقالو په ټولګه کي هم چاپ کړل شي ،
دغه راز لومړۍ برخه ماپښين پر دوې ۲ : بجې دسمينار دموظفي جرګه ګۍ له خوادلاندي پرېکړه ليکونوپه اعلانولوسره پای ته ورسېــده .
۱پښتو ژبه دي په ټولو پښتون مېشتوسيموکي ددفتر او ښوونځۍ ژبه شي .
۲ حکومتي چارواکي دي دنړې په هره برخه کي چي وي ،دپښتوليکوالو، جورنالسټانواوملي قدرونو بشپړامنيت خوندي او تضمين کړي .
۳په ټلويزوني چېنلونو ،چاپي رسنيو، او رېډيوګانوکــي دي د پښتونشراتو برخه ،دپښتني ژواک سره سمه ډيره اوسوچه کړله شي .
۴ په لراوبرکي دي ادبي تنظيمونــه ، کلتوري ټولني اوپښتواديبان ،ليکوالوته دهري ور پيښي ستونځي په اړونــد سره همږغي شي ،اوپه يوه خوله دي د خپل اوز اوچتونکي وي .
۵ په ټولوپښتني سيموکــي دي دپرديوله خوا دتپل شوي کرغيړن جنګ ټغرټول او امن تامين کړل شي .
۶دمکتبونو ، مزارونو اوتار يخي اثارو ړنګول اوسوځول دي ودرول شي ، دبيارغوني چاري دي يې دچارواکوله خواپيل اوچټکي شي .
۷پښتانه دي پخپلومنځوکي ليکونه په پښتويوبل ته تبادله کوي ، دهټيو او واټونولوحې دي په پښتو ليکي .
۸دپښتوژبي وده اوپرمختګ دي دهر پښتون وګړي فرض اودزړه ارمان وي .
دغونـډي دويمـه برخه مشاعرې ته ځانګړې شوې وه ، چي صدارت يې تکړه اوځوان فرهنګپال شاعر ډاکټرعبدالسلام سِرت اووياندويي يه هڅاندليکوال ښاغلي محمدنسيم سحراڅکزي ترسره کول، دماپښين پر دريو ۳:بجوپيل شوه :
چي يوز يات شمېردجنوبي پښتونخوادبېلابېلوسيمو،کراچي ،اوډيورنډکرښي هاخوا خوږ ژ بو اوتکړه شاعرانو په ښکلي ترنم اوخوږو ډيکلموسره دشپې ترلسو ۱۰: بجوپوري پرتمينه اوله بزمه ډکه وغځول ،
چي بياقــدرمن ميلمانه د قومي مخور محمدهاشم خان کاکړ باغ ته بوتلل شول ،چي هلته د ډوډۍ خوړلو اوټنګ ټکور انتظام شوی وو،
چي دځينوخوږژبوسندربولولکه صادق افغان ،پروېز پښتون ، او ثاني عبيدالله په ملي ترانو اوخوږوسندروسره په کاميابۍ اوزيات برياليتوب پای ته ورسېــده !
درنو لوستونکو!
لکه څنګه چې تاسو پوهېږئ دنښتر ویبلاګ په ما محمد امین بسمل پورې تړاو لري زه دنورو دوستانو مطالب دامکان په صورت کې له خپل وخت او وس سره خپروم خوکوم څه چې زمادستاینې او خوښي لپاره وي اصولأ یې ژر نه شم خپرولای تاسو شاهدان یاست چې زما په اړوند دپورتني سمینار خبرتیا له نورو ټولو ویبپاڼو څخه وروسته ماخپره کړه همداراز دیاد سمینار لنډ رپوټ دوه ځلې ما ته را ایمیل شوی دی خو خپور مې نه کړ دریم ځل چې همدا څو شېبې مخکې راورسېد مجبور شوم چې خپور یې کړم، داسې نه چې خدای مه کړه بیا څوک بل فکر و کړي نو ځکه مې خپور کړ پاته شو د یاد سمینار په اړوند زما نظر دا به په نږدو کې تاسو ته ولیکم خو دمګړۍ له ماسره داسې توري نشته چې دخپلو باتورو، لراوبرګلانو دستاینې وس پکې وي .
تربیا
محمد امین بسمل