يوناما:

د زده کوونکو په مسموميت کې د طالبانو د لاس لرلو شواهد نشته

په افغانستان کې د ملګرو ملتو د بشري حقونو دڅانګې مشر (جېمز روډ هاور) وايي، چې دوی تر اوسه پورې داسې نښې نه دي موندلي چې د افغانستان په شمال کې د ښوونځيو زده  کوونکې په رښتيا له  زهرجنو توکو سره مسمومې شوې وي او نه هم تر اوسه په دغه  کار کې د طالبانو د لاس درلودلو کوم ثبوت شته. هاور اندېښنه ښودلې چې ښايي افغان امنيتي ځواکونو له نيول شويو ښځو او زده  کوونکو څخه  د شکنجې په زور اعتراف اخېستی وي. روډهاور وايی چې محکمه بايد په دې برخه کې څېړنه وکړي.
د جون په  ۶ نېټه  د افغانستان  استخباراتو او کورنيو چارو وزارت  په  يوه مطبوعاتي کنفرانس کې اعلان وکړ، چې دوی د زده  کوونکو د مسموميت په تړاو ۱۵ تنه  نيولي چې دوې تنه يې د ښوونځي زده کوونکې دي. دوی وايي چې هېچاته يې شکنجه  نه ده ورکړې او په  دې برخه  کې له دوی سره شواهد شته. د کورنيو چارو وزرات وياند صديق صدیقي وايي چې د سرپل په  قضيه کې له (سپرې) څخه کار اخېستل شوی و او  د تخار په قضيه کې له کپسولونو څخه.
د روغتيا  نړيوال سازمان وايي چې د ۲۰۰۸ کال په  قضيه کې يې د زهرو هېڅ نښې نښانې نه دي موندلي. داسې اټکل کېږي چې ښايي زياتره زده کوونکې د هېستري يا عصبي وېرې ښکار شوې وي او په اصل کې دمسموميت هېڅ پېښه نه وي رامنځته  شوي. سره له ټولو تر اوسه  نه د پېښې رښتينې عاملين څرګند شوي او نه هم دمسموميت  رښتيني توکي.

درنولوستونکو!

پورتنی خبر دزخمي افغان لیکنه پخوي هغه لیکنه تاسو په لاندې لینک کې لوستلای شئ :

http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/18605