دمحمدامين بسمل صېب په وياړ يوورځنی سمينار
عبدالله جان ملت یار
دکامران پښتومطبوعاتي مرکز او دجنوبي پښتونخوادليکوالوټولني ملګروپه ګــډه په جرمني کي دمېشت پښتوپال افغان، پېاوړي ليکوال اوشاعر محمدامين بسمل صېب دهڅواو ز يار، اوپه لر اوبرکي ليکوالو ته دورپيښو ستونزوپه اړوند د ږ غ اوچتولوپه وياړاوملا تړ، د ۲۰۱۲/۷/۱۱نېټـه دراتلونکي / چهارشنبې په ورځ دکوټي په هنه وړک سمسوره سيمه کي ديوې ورځنۍ غونــډي تابيا کړې ، چي دجنوبي پښتونخوا، دبېلا بېلوسيمودليکوالوترڅنګ به دکراچي ،کندهار ، هلمــندفرهنګيان اوادب مينه وال ګـډون پکي و کړي، يادسمينار به پــه مهالي وخت سهار ۹: بجې پيل شي ، چي لومړۍ برخه به یې ويناوواو مقالوتــه ځانګړې وي، چي ترلمانځه او ډودۍخوړلو تروخته به دوام ولري ، په دويمه برخه کي بـه دراغليودرنو ليکوالواوشعارانوله خوايوه پر تمينه مشاعره ترسره شي .
چي وروسته به دپرېکړه ليکونو په اعلا نولوسره پای تــه ورسيږي .
که تاسوهم غواړئ چي زموږ سره خپل نظريات ، پيغامونه اوشعرونه شريک کړی ، نوپه لاندي ادرسونو يې راولېږ لای شئ:
a.millatyar@gmail.com
majd.arya@yahoo.com
تلیفوني اړیکه :
دفتر
0092812001370
00923333315354
00923333324064
زه خاورې محمدامین بسمل دنښترویبلاګ مسؤل دپورتني سمینار په اړونددم ګړۍ زیات څه نه لیکم یوازې دلر اوبر له پتمنو، قدرمنواوقدردانو فرهنګیانو اوفرهنګپالوملګرو څخه دزړه په مینه مننه کوم، چې زما پردېس په اړوند یې دومره لویه مینه اواخلاص ښودلی دی نورې خبرې به بیا وروسته له سمیناره تاسو ته عرض کړم .
هیله من یم، چې ژر ترژره دلر اوبر له سپېڅلي ټټرڅخه دتورښامار کرغېړنه کرښه ورکه او دلراوبر پر ځای دلوی افغانستان کلیمه په هرځای کې واورم .
بیا هم مننه او کور ودانی
محمدامین بسمل