د رفيق مهران ، فريد احمد تسکين ، نويد زيري او هجران احمدزي طرهي مشاعره

زنه غوټۍ خوله ګلاب
زه يم بورا ته ګلاب
مهران

بيا بهار بهار شولو
وړم به يار ته سره ګلاب

تسکين

ژبه د اشنا ښکاري

پاڼه د کاږه ګلاب

 زيری

زه يې ښکلومه تل
شونډې د هغه ګلاب


هجران

 تابه راليږلی وي
را به وړي اوبه ګلاب
مهران

ور کړه د ديدن اوبه
مړاوی مې شو زړه ګلاب

تسکين
زه خو پکې تا ګورم
ته غواړې په څه ګلاب ؟
 

زيری

زه درپسې مړيمه
ته د ژوندانه ګلاب 

هجران

ماچې پرې ويشتلی و

نه ببری و نه ګلاب
مهران

سرې شونډې يې پرانيستې
ته وا غوړيده ګلاب

 تسکين

څومره به مې وستايه
تابه نه مانه ګلاب

زيری
باد که دخزان نه وای
نه به رژېده ګلاب

هجران

مخ يې شو خوله،خوله
تانه شرميده ګلاب
مهران

زه به شوم ذرې ذرې
تا چې به ويشته ګلاب

 تسکين
شنې سترګې اوسره ليمه
پاڼه کې ويده ګلاب

  زيری
زه ورختی نه شمه
پاس دی پر کمره ګلاب

  هجران 

ورک شه د سهرا ښکلي
يار مې د کاله ګلاب

مهران
سترګې مې خوږې شوې پرې
رنګ دی دهغه ګلاب

 زيری

وړمه يې په لپه کې
غواړي لږ اوبه ګلاب

هجران
کټ مټ تاته درته و
جيب کې مې ساته ګلاب
مهران

زيريه اوس خو ته وايه
چېرته به وي ښه ګلاب

تسکين
زه لکه نرګس پناه
دی را غوړيده ګلاب

زيری
خدايه پرې باران وکړې
تږی دی د غره ګلاب

هجران
ستا تګ له رقيب سره
بار لکه په خره ګلاب

تسکين
ما ويل چې نوم دې څه؟
تا ويل چې زه ګلاب

زيری

دې کلي کې څه دې نور
پرته له يوه ګلاب

 هجران
دا د تسکين نښه ده
ساتمه يې زه ګلاب

تسکين
پاڼې ته ور ټيټ شولو
اخلي ترې نه خوله ګلاب

۵/۴/۱۳۹۱ چنګاښ

د شپې دولس بجې
دلویې پکتيا مرکز ګرديز نوی ښار 
 دهجران احمدزي په جونګړه کې 

دپورتنیو څلورو واړو شاعرو ملګرو په استعداد دې برکت وي خوږه او نازکه شاعري یې کړې ده ددوی الهام بخښونکې شاعرې زه هم دګلاب ستایلو ته را وبللم هیله من یم دا لاندې څو بیتونه مو خوښ شي :

زنه غوټۍ خوله ګلاب
زه يم بورا ته ګلاب

موږه چې نښتر لمانځه

ډېر مې وستایه ګلاب

کله چې نغمې سور شوې

نه راپاڅېده ګلاب

راغله پرې وږمه دګران

مست شو نڅېده ګلاب

ما وېل چې شیته به شي

نه مې ښکلاوه ګلاب

دلته و همدا شېبه

چاوتښتاوه ګلاب

خړ سپېره ګودر و نن

نه راښکارېده ګلاب

بیا په ناز راګوري نن

هغه د راغه ګلاب

زه سلګو اخیستی وم

ډاډ یې راکاوه ګلاب

کله چې سنم  راته

ټول خدمت کاوه ګلاب

تل به پسې ماکتل

لو ته چې راته ګلاب

لویه پکتیا ښکلې ده

ډېر پکې خواره ګلاب

 

مابسمل پردېس بېګاه

هم په خوب لیده ګلاب