په کنـــــدوز کې ملېشه ډلې له خلګـــو نه په زوره باج اخــــــلي
د کندوز په وﻻيت کې په اصطلاح اربکي مليشه ډلې، چې زياتره مشران يې د جمعيت اسلامي پخواني قوماندانان دي، له خلکو نه په زوره باج اخلي.
د روهي ويبپاڼې خبريال ته ځينې بزګرانو او د سيمې اوسيدونکيو د دغو ډلو له ناوړه چلندنه شکايت کړی او له بده مرغه له ويرې خپل غږ هم نشي اوچتولی.
يوه تن بزګر، چې د ارچي ولسوالۍ اوسيدونکی دی وايي، چې د شپې لخوا د دغو مليشه ډلو څو تنه وسله وال ورغلل او له ده نه يې د سلو هندوانو غوښتنه وکړه. دغه بزګر زياتوي، چې دوی هندوانې خوښې کړې او بيا تر هغه ناست وو، چې ده ټولې ورته له باغه راغونډې کړې او بيا يې تر سرک پورې ورته انتقال کړې.
يو بل تن اوسيدونکي وويل، چې د کندوز وﻻيت اکثره اوسيدونکي پښتانه دي او د دوی ناوړه چلند هم له پښتنو سره دی. دغه اوسيدونکې وويل، چې په رڼا ورځ وسله وال ميلشه يوه کور ته ورغلل او په انګړ کې د يوه چرګ په ليدو سره يې د پخولو غوښتنه وکړه؛ د کور خاوند ورته وويل، چې دا د ګاونډي چرګ دی. بيا وسله والو ګواښ وکړ، د هر چا چې وي وي به خو موږ دا چرګ غواړو اوس دې زړه، چې چرګ پخوې که په ګوليو دې سوری کړو. غريب او بې وزله خلک له ناچارۍ دې ډول غوښتنو ته غاړه ږدي.
دا خو يوازې هغه روزمره کوچنۍ پېښې دي، چې په دغه وﻻيت کې په وارو وارو تکراريږي؛ تر ټوله بده پېښه په دې وروستيو کې پر يوې اتلس کلنۍ نجلۍ د پنځو تنو تجاوز و.
د نجلۍ کورنۍ والي جګدلک ته عريضه کړې وه، خو هغه هم د جمعيت اسلامي غړی دی او دې پېښې ته يې اهميت ورنکړ.
د جدي پاملرنې خبره دا ده، چې له بده مرغه دغه داړه مارو مليشو ته د اربکيو نوم کارول کيږي، په داسې حال کې، چې پخواني قومي اربکي د قوم خدمتګاران او د ناموس ساتندويه وو او قومي پرېکړې به يې عملي کولې حتې که د دوی شخصي ګټې به يې هم زيانمنولې.
د مليشو يوه ناکامه تجربه د ډاکټر نجيب د حکومت پر مهال هم څرګنده ده، چې د ګلم جم او دوستم مليشو څه ډول خلکو ته بې ناموسۍ رسولې او باﻻخره د ډاکټر نجيب د حکومت ستنې يې هم ونړولې.
نن هم زورواکي او جنګسالاران د افغانستان د سلامتيا لپاره همغسې ګواښ دی لکه د ډاکتر نجيب پر مهال چې و. دوستم، قومندان عطا، محقق، ستر جنرال تورن اسماعيل، قومندان جرئت، مارشال فهيم او بسم الله خان ډېر په اسانۍ کولای شي يو ځل بيا تر قومي، سيمه ييزو او تنظيمي بيرغونو لاندې افغانستان د کورنۍ جګړې په سره تبۍ واړوي.
که ولسمشر په رښتيا غواړي، چې په دې لږه پاتې موده کې کوم مهم کار وکړي، بايد د دغو ډلو ټپلې جرړې له افغانستانه وباسي، خو داسې نه ښکاري، چې د شرمښانو لکۍ ته به ګوتې وروړي.