اڅکزی:
پښتانه په زور ترهګرۍ ته اړ شوي
محمود خان اڅکزي ویلي، پښتانه ترهګر نه دي، بلکې ځینو قوتونو په زور د ترهګرۍ ډګر ته ورپورې وهلي دي.
د ملي عوامي ګوند مشر وینا ته زرګونه مینه وال او ملاتړي ورغلي وو.
هغه په کوټه کې د شیعه ګانو په تېره بیا هزاره ګانو وژنه په کلکو ټکو وغندله او دا یې د پښتني سیمو د ناامنه کولو یوه دسیسه وبلله.د غونډې په پای کې یو پرېکړه لیک خپور شو، چې له نړیوالو هېوادونو په کې پر اسلام اباد د فشار غوښتنه وشوه، چې افغانستان کې له لاسوهنې لاس واخلي.
د روان کال په فبرورۍ کې هم محمود خان اڅکزي اسلام اباد کې یوې رابلل شوې غونډې ته د وینا پرمهال له ګاونډیو هېوادونو وغوښتل چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ودروي:
''زه اوس هم دا وایم، په ډېره ایماندارۍ وایم که چېرې د پاکستان جاسوسي اداره (ای اېس ای) او ایران په افغانستان کې لاسوهنه ودروي، په یوه میاشت کې به افغانستان ته سوله راشي. خو هغوی نه غواړي خپلې لاسوهنې ودروي او موږ په بدۍ اخته کوي.''
ښاغلي اڅکزي په وزیرستان کې د پاکستاني حکومت هوايي او ځمکنیي عملیات وغندل او دا یې د پښتنو د ختمولو لپاره یوه دسیسه وبلله.
محمود خان اڅکزي دا هم وویل چې روانې جګړې د ۱۲۰۰ پښتنو مشرانو او علماوو سرونه وخوړل.
په کوټه ښار کې دمحمود خان اڅکزي وینا
http://www.youtube.com/watch?feature=player_embedded&v=kCjDlThlKVM