د لوګر اوسېدونکي:

اوس بهرني ځواکونه پر کورونو د چاپې پر مهال پيسې او اسناد له ځانه سره وړي

د افغان او بهرنيو ځواکونو د ګډو پوځي عملياتو پر مهال د خلکو له کورونو څخه د هغوى شخصي شتمني وړل يوه نوې ستونزه ده، چې د لوګر ولايت يو شمېر اوسيدونکي يې په اړه شکايتونه کوي.
د سيمې يو شمېر اوسيدونکي تور لګوي، چې کله افغان او بهرني ځواکونه په يوه کور چاپه واچوي، نو پيسې او د شخصي ملکيتونو اسناد هم له ځانه سره وړي.
د لوګر په مرکز پورې اړوند د پادخواب شانې د کلي دوه تنه اوسيدونکو روحاني او محمدالله  او د برکي برک ولسوالۍ د ټنډانو د کلي يوه اوسيدونکي عبدالغفور په دې اړه ازادۍ راډيو ته داسې شکايت وکړ: (( زموږ په کور يې چاپه اچولې، تقريبً تر ديارلس زرو پورې ډالر يې وړي، څلور زره افغانۍ چې د مچلګې روپۍ وې وړي يې دي، زما پلار د کلي ملک دى او دا پيسې د مچلګې وې.
د موټرو اسناد يې وړي دي، زما ورور د بارګين کاروبار کوي او د ځمکو اسناد يې وړي دي.))

د لوګر ولايت يو بل اوسېدونکى وايي: (( زموږ کور ته يې بمونه راواچول، اته نيم زرو ډالره زما په جيب کې و سره له پنځو زرو افغانيو او زما  د ورور په جيب کې هم شپږ اوه سوه ډالره او پنځه شپږ زره افغانۍ وې، دا ټولې يې وړي دي.))

يو بل تن دې ورته کيسه کوي او وايي چې (( زموږ د کابل د ځمکې قباله يې له صندق څخه وړې ده، د يوه جرمني موټر اسناد يې وړي د موټر له کلي سره.))
په لوګر کې د ملي اردو د ځواکونو مسئولين هم د خلکو دغه شکايت مني.
د ۲۰۳ نمبر تندر قول اردو د څلورمې لوا قومندان بريد جنرال عبدالرازق وايي، چې ناټو ځواکونه په ځينو مواردو کې د خلکو له کورونو څخه پيسې په دې شک وړي چې ګنې په تخريبي فعاليتونو کې ترينه کار اخيستل کيږي.
خو ښاغلي عبدالرازق ازادۍ راډيو ته وويل، چې ناټو ځواکونه پيسې او اسناد د تحقيقاتو لپاره وړي او د بيرته سپارلو لپاره يې د کور مالک ته اسناد ورکوي: (( طبعاً چې دوى يوه کور ته په دې عنوان ځي، چې دا کور د طالب دى او يا هم طالبان په کې اوسيږي. نو که په هغه کور کې ډېرې پيسې وي، نو دوى ته دا شک پيدا کيږي، چې له دې نه به د تخريبي اعمالو لپاره کار اخيستل کيږي، نو له دوى سره اندېښنه وي. خو ما چې ليدلي دوى په ډېرو ځايونو کې چې پيسې وړي دي، پرې منکر شوي نه دي، هغه پيسې بېرته ورته ور سپاري، خو په دې شرط چې والي صيب او يا موږ ټول يې ورته تاييد کړو.))
د ښاغلي عبدالرازق په وينا ناټو ځواکونو تر اوسه دا نه ده درک کړې چې په افغانستان کې زياتره خلک د بانکونو پر ځاى په کورونو کې پيسې ساتي، نو په يوه کور کې چې ډېرې پيسې وويني، شک پرې کوي.
کله مو چې په کابل کې د ناټو ځواکونو له وياند کرسټن جيکوبسن سره د خلکو شکايت مطرح کړ نو نوموړي په دې اړه وويل: (( دا ډېره روښانه ده، چې له خلکو څخه پرته له اسنادو هېڅ شى نه اخيستل کيږي، کوم څه که اخيستل کيږي، نو د تحقيقاتو، ثبوتونو او ځينو نور اهدافو لپاره اخيستل کيږي، خو په بدل کې يې اسناد ورکول کيږي او بېرته به ورسپارل کيږي.))
 جيکوبسن همداراز وويل چې د افغان دولت او بهرنيانو ترمنځ د شوي قرارداد له مخې اوس ټول ځانګړي ځواکونه او د خلکو د کورونو تالاشي د افغان ځواکونو په رهبري کيږي.
خو د ناټو ځواکونو د وياند د خبرو پر خلاف ازادي راډيو ته شکايت کوونکو کسانو وويل چې دوى ته تر څو مياشتو وروسته هم وړل شوي پيسې او اسناد بيرته نه دي سپارل شوي.
په شکايت کوونکو کې يوه دا هم وويل چې د دوى له کوره له صندقونو څخه څلور پنځه زره افغانۍ هم وړل شوي، چې په تحقيقاتو نه ارزي او نه هم په دې پوهيږي چې دا د ملي اردو عسکرو وړې او که د ايتلافي ځواکونو.