کــــبیررنجــبر د اختطــــاف او غیر قانونــــی جنســـــی اړیکــــو پـــه تور ونیـــــول شــــو!!!

کبیر رنجبر به اتهام تجاوز جنسی به یک دختر بازداشت شد 

سیاستوال او په ولسي جرګه کې پخوانی وکيل، رنجبر چی اوس مهال د پوهنی او د کلیو د بیا رغونی او پراختیا د پخواني وزیر په حق و عدالت ګوند کی یی غړیتوب ترلاسه کړی، د امنیتی ځواکونو لخوا په دی تور، چې يوه ښځه ترې په غير قانوني ډول حامله شويده او د ماشومانو په تښتولو کی يې لاس درلود نيول شوی دی.

د لوی څارنوال د دفتر په حواله نوموړی هغه مهال ونیول شو چی کله پری "حامله شوې" ښځی  عرض وکړ.

دبي بي سي رادیو چې اکثرأ به یې رنجبر مېلمه کاوه هم په لاندې ډول څه خپاره کړي دي:

د افغانستان لویه څارنوالۍ وايي، د ولسي جرګې پخوانی استازی کبیر رنجبر یې د تښتونې او جنسي تېري په تور نیول دی.

پر ښاغلي رنجبر تور دی، چې له ده سبز ولسوالۍ نه یې یوه نجلۍ تښتولې او بیا یې پرې جنسي تری کړی دی.

کبیر رنجبر د ولسي جرګې پخوانی غړی و او اوس مهال د حکومت د یوه مخالف سیاسي ګوند غړیتوب هم لري.

د افغانستان لویه څارنوالۍ وايي، ښاغلی رنجبر یې د یوې نجلۍ د تښتونې او پر هغې د جنسي تیري په تور نیولی دی.

د لویې څآرنوالۍ مرستیال رحمت الله نظري بی بي سي ته وویل، ښاغلی رنجبر وروسته له هغه ونیول شو، چې نجلۍ او د هغې پلار پرې عریضه وکړه.

لویه څارنوالي وايي، د ښاغلي رنجبرد قضیې په اړه یې څیړنې نه دي بشپړې کړي او دوسیه یې روانه ده.

ښاغلي رنجبر پخوا د خلق دیموکراتیک ګوند غړی و او خو څه موده وړاندې د حق او عدالت ګوند، چې د حکومت یوه مخالفه ټلواله ده، غړیتوب ترلاسه کړی و.

د حق او عدالت ګوند وايي، د رسنیو له لارې یې د ښاغلي رنجبر د تورنېدو او بندي کېدو اورېدلي خو وايي، تمه لري چې حکومت او عدلي ارګانونه به د ښاغلي رنجبر له قضیې سره قانوني چلند وکړي، نه سیاسي.

ښاغلی رنجبر تر اوسه په بند کې دی او بي بي سي په دې بریالۍ نه شوه، چې له وکیل او یا هم خپله د ده غبرګون واخلي.

دګران افغانستان ویبپاڼې هم درنجبر په اړوندیو خبر خپور کړی دی:

کبیر رنجبر به اتهام تجاوز جنسی به یک دختر بازداشت شد

کابل:- گزارش ها حاکی از آن است که محمد کبیر رنجبر؛ عضو پیشین  ولسی جرگه و از اعضای حزب حق و عدالت، دیروز شنبه به جرم تجاوز به یک دختر بازداشت شد.

مسئولان  لوی څارنوالی می گویند که مامورین پولیس آقای رنجبر را به جرم تجاوز به یک دختر که  ۹ ماه قبل از ولسوالی ده سبز کابل ربوده شده بود، بازداشت گردیده است.

رحمت الله نظری؛ معاون لوی څارنوالی گفت که آقای رنجبر روز گذشته (شنبه) زمانی بازداشت شد که یک دختر جوانی که ۹ ماه پیش از ولسوالی ده سبز کابل اختطاف شده بود و نیروهای پولیس او را از خانه شخصی آقای رنجبر پیدا کردند.

دختر جوانی که از سوی کبیر رنجبر مورد آزار جنسی قرار گرفته، اعتراف کرده که آقای رنجبر، او را ۹ ماه مورد تجاوز قرار داده است.

در حال حاضر کبیر رنجبر در بازداشت لوی څارنوالی به سر می برد و تحقیقات از وی جریان دارد.

مسئولان  لوی څارنوالی گفته اند که این دختر ۱۵ روز پیش طفلی را نیز به دنیا آورده است.

زرنګ says:

June 24, 2012 at 6:14 pm

کبیر رنجبر دافغانستان دپرچم ډلی هغه پخوانی غړی دي چي څه کم ۱۵ کاله د پخوانی شوروی اتحاد دلیننکراد په ښارکی او سیدي.

د خپل تحصیل د پایته رسیدو وروسته بیا هم رنجبر پنځه کاله هلته په لیننګراد کی اوسیدی او د ببرک کارمل  له ورورمحمود بریالی سره یی شخصی اختلافات درلول نو ځکه کابل ته نشو تلای.

کبیر رنجبر هلته په لیننګرادکی دیوی قفقازی روسی ښځي سره واده وکړی اوتردی دمخه په کابل کی یی دیوی افغانی نجلی سره نامزدشوی وو.

چه هغه اړیکی بیا هغه وخت بیر ته سره وشکیدلی چه دی په شوروی ا تحاد کی د تحصیل په زده کړو بوخت وو.

او هغی نجلی بیا دبل پرچمی سره واده وکړی.

کوم وخت چه کبیر رنجبر دداکترنجیب په وخت کی د علومو اکادمی رئیس وو. هلته هم پر ده باندی ډیرو د اکادمی غړودا شک درلودی چه ده دعلمو اکادمی دسکرتری دیوی افغانی انجلی سره ناوړی اړیکی درلودی.

ولی هیچا ددی جرئت نه در لودی چه هغه وخت ددغی موضوع په اړه څه ووایی.

داسی مالومیږی چه کبیر رنجبر دهغه پخوانی روسی ښځی څخه جلاشوی دی او په کابل کی دعیش او عشرت ژوند کوی.

که چیری دغه تور ریښتیا هم پر رنجبر ثابت شی نو بیا دکلکی جزا اوسزا وړ دی. کبیر رنجبر د افغانستان د پخوانی بانک رئیس بصیر رنجبر او د داؤدخان په دوره کی دپولیسو مشر عبدالصمد ازهر ورور دی کوم چه د محمد ها شم میوندوال دمرګ په قضیه کی شکیل دی.