د علومو اکاډمي رئيس د خپلې دسيسې ښکار شو

 

د علومو اکاډمي رئيس عبدالباري راشد، چې پرون د حامد کرزي لخوا په بيړه له دندې ليرې شو، په  حقيقت کې د خپلې دسيسې ښکار شو.

نوموړی، چې د جمعيت اسلامي د وژل شوي مشر برهان الدين رباني په ټينګار د علومو اکاډمي رئيس شوی و، تر اوسه پر دغه څوکۍ مضبوط ناست و؛  راشد وروسته له هغې له دندې وشړل شو، چې ((د افغانستان اتنوګرافې اطلس )) کتاب  خپور شو.

دغه کتاب نږدې درۍ کاله مخکې چمتو شوی و، خو خپور شوی نه و. عبدالباري راشد غوښتل د دې کتاب د خپريدو په واسطه ، درۍتنه هر يو د علومو اکاډمي مرستيال نصرالله سوبمن، سيدامين مجاهد او  ساپی له دندې ګوښه کړي.

دحامد کرزي غبرګون تر هغه بيړنی و، چې اټکل يې کېده،پدې لست کې په خپله راشد هم په هغه څاه کې ولوېد، چې کيندلی يې و.

راشد تيره اوونۍ د دوی پر ځای د دريو تنو نورو د مقررۍ وړانديز کړی و.

پرون د لويې څارنوالۍ لخواپه علومو اکاډمي کې يو پریس کنفرانس هم راغوښتل شوی و.

د نورو تورنو تر څنګ د لويې څارنوالي مرستيال دا هم وويل، چې د دغه پلان جوړوونکي له پولې بهر دي؛ د دې خبرې په اوريدو سره د علومو اکاډمۍ نور کارکوونکي راوپارېدل او پریس کنفرانس ګډ وډ شو.

د يادونې ده، چې د افغانستان اتنوګرافي اطلس ټول زر ټوکه خپور شوی، چې يوه برخه يې راټول شوی او  629 ټوکه ويشل شوی دی.

په دغه کتاب کې د هزاره توکم د اصل نسب او د فزيکي جوړښت په هکله له ځينېو سرچينو څخه نقل قولونه شوي، چې د هزاره قوم خلکو ځان ته سپکاوی بللی.

د ببرک کارمل د واکمنۍ په مهال هم (( د کابل سلطنت )) په نوم د يوه  انګريز، مونټ سټوارټ الفسټون کتاب د ښاغلي حسن کاکړ لخوا ژباړل شوی و؛ پدې کتاب کې دانګريز ليکوال لخوا د هزارګانو يو رسم رواج ذکر شوی و، چې د دوی په مزاج برابر نه و.

د هغه مهال  د حکومت صدراعظم سلطانعلي کشتمند هم د دغه کتاب د بېرته ټولولو او سانسورولو امر ورکړ.

بايد وويل شي، چې په افغانستان کې  داسې کړنې بايد تر سره نشي، چې هغه ملي وحدت زيانمنوي او که چېرې څوک داسې چارې تر سره کوي بايد سزا ورکړل شي.

زياتره پښتانه نيوکه کوي، چې ښاغلی کرزی پدې ډول مسايلو کې، چې پښتنو او د دوی مشرانو ته سپکاوی په کې وي بيا پټه خوله پاتې کيږي.

دډېرو ویبپاڼو لکه روهي او ځینو نورو همدا راز د یو نیم تلویزیون لکه داریانا افغانستان تلویزیون لخواډېر داسې ﻻسوندونه  خپاره شوي لکه د لطيف پدرام د خبرو غږيز ثبوت، چې ملي وياړونو ته يې سپکاوی کړی و او يا هم په ايران کې کتابونه، چې پښتنو ته پکې سپکاوی شوی و، خو ښاغلی کرزی لکه چې هېڅ خبر هم نه و، چې دلویې پکتیا په ګردېز ښار او ځینو نوروولایتونو کېﻻريونونه هم تر سره شول.

له رویبپاڼې څخه په مننه  له روهي

له پښتنو سره په دا تېرودرۍ نیمو لسیزو په تېره بیاپه دا وروستۍ خونړۍ لسیزه کې دومره زیاتی شوی، چې په تاریخ کې نه ترسترګو کیږي پښتانه پخپله پلازمېنه کې رټل کیږي څو ورځې مخکې په همدې اړوند له نښتر ویبلاګ څخه یو نظم هم خپورشوی وتاسو یې په لاندې لینک کې لوستلای شئ:

http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/18441

دافغان دښمن لطیف پدرام له شرمه ډکې خبرې په لاندې لینک کې اورېدلای شئ:

http://www.youtube.com/watch?v=mzdJ_vwcXWc

 دپدرام په وړاندې دنبیل مسکینیار غبرګون:

http://www.youtube.com/watch?v=JxVhGaFOUOE