د افغانستان د علومو اکاډمي رئيس یې له دندې لرې کړ

د افغانستان د علومواکاډمي رئيس او د دغه اکاډمي درۍ تنه نور کارکوونکې د کرزې له خوا له دندې ګوښه کړل شول.

پدې څلور واړو تور و، چې دوی يو ځانګړی قوم ته سپکاوی کړی دی ، دغه اکادمي پدې وروستيو کې د افغانستان انتوګرافې اطلس له چاپه رايستلی دی چې دنوموړي کتاب ليکوال د همدغه سپکاوي له امله څارنوالۍ ته ورپېژندل شوې دي.

داسې ويل کيږي چې نوموړي د هزاره توکم پسې ليکلي دي چې د نوموړې توکم مېرمنې د وجود په هيڅ برخه باندې ويښتان نه لري او تکې سپيني دي ځکه د هزاره توکم د سپکاوي په تور  د کرزي له خوا له دندې څخه لرې شول.

د حامدکرزي د دفتر څخه راوتلي راپورونه وايي چې کرزی عبدالباري راشد ته سخت په غوسه و او ورته يې ويلې دي چې ته نفاق ته لمن وهې او د افغانستان ملي وحدت زيانمنوې.

دا چې د کرزي په دولت کې په پښتنو څه ماتم جوړدی، څومره سپکاوی یې کيږي او څومره ادارې د پښتنو دځپلو لړۍ ته دوام ورکوي ان دا چې له شتون څخه يې مخ اړوي او د هغوی وياړونو ته ښکنځلې کوي نو کرزي خو يوه ورځ هم دا غېرت ونکړ، چې يو څوک پدې تور لرې کړي چې نوموړي د يو توکم سپکاوی کړی دی او ملې وحدت زيانمنوي.

د يادونې وړ ده چې پخوا هم رسنيو ته  د علومو په اکاډمي کې د ايران د نفوذ په اړه راپورونه رسيدلي وو چې ايران په خلاص مټ په علومو اکاډمي کې لاسوهنه کړې ده او د دغه لاسوهنې زمينه ورته د جمعيت د ډلې غړي او د اکاډمۍ مشر عبدالباري راشد برابره کړې ده.  

اوس هماغه مار وچيچه، چې  په لستوڼې کې یې ساته.

دپورتني خبر ترڅنګ نښترویبلاګ ته په لاندې ډول دوه لیکنې هم را رسېدلې دي:

د محقق په اشاره له پښتون قوم سره د حامد کرزی نه هیریدونکې تاریخی جفا:

لیکوال: میرویس عمرخیل

درنو ملګرو د کرزی لخوا د علومو اکاډمی غړی څارنوالی ته معرفی شول.
ددوی ګناه دا و چې (پښتانه په افغانستان کی اکثریت دی )

ښاغلی تش په نوم پښتون مشره تانه څو پوښتنی لرم ؟

۱ - دپښتون ماشوم د مور په غیږه کې ولی وژل کیږی؟
۲ - دپښتنو د جنوسایډ نسل وژنی عاملین ولی نه محکمه کیږی ؟
۳ - پښتنو ملی مشرانو ته سپکاوی کیږی ، ولی دا کسان نه محکمه کیږی ؟
۴ - لطیف پدرام ، حفیظ منصور ، بهزاد ، هره ورځ پښتون قوم ته کنځلی کوی ولی دا کسان نه محکمه کیږی ؟
 ۵ - په میدان وردکو کې د ایرانی جاسوسانو لخوا مظلوم کوچیان په شهادت رسیږی او له کورونو ویستل کیږی ددی عاملین څوک محکمه کړی ؟
 ۶ - په ننګرهار ، قندهار ،لغمان ، هلمند ، پکتیا ، خوست ، کنړ ، اروزګان ، پکتیکا ، زابل ، فراه ، غزنی کې هره ورځ د بی ګناه ښځو ، ماشومانو او نارینو وژونکی څوک محکمه کړی ؟
 ۷ -ایا تاسې پوهیږی چی ستا د ارګ ملګری د پښتنو پر ضد هره ورځ یوه توطیه او دیسه جوړوی دا کسان باید څوک محکمه کړی ؟
 ۸ ـ هره ورځ ستا نیکه پلار او نورو مشرانو ته مفسد ، خاین او تروریست خطاب کیږی ، دا کسان باید څوک محکمه کړی ؟
 ۹ - تاسی ولی دومره له محقق او کریم خلیلی نه ډاریږی چی دهغوی هرې خبرې ته سر ټیټوی او له هغوی نه مو بادارن جوړ کړل ؟
 ۱۰ - ایا تاریخ او پښتانه به ستاسی په دوره کی له پښتنو سره شوی جنایتونه او ظلم حیر کړی ؟
 ۱۱ - لږ فکر وکړه چی ستا په حکومت کې د ښو او پاکو خلګو ونډه څومره ده او په مقابل کې د غلو ، ټوپکوالو ،قاچاقچیانو ، او پښتنو ضد اشخاصو ونډه څومره ده ؟
 
ښاغلی کرزی د خدای (ج) او قران لپاره نور دا لوبه بس کړه ټول درباندی پوهیږو او ستا په دوره کې چې څومره ظلمونو او جنایتونه له موږ مظلومو پښتنو سره شوې دتاریخ په یوه هیڅ مرحله کې نه و شوې ، تر تا د بچی سقاو حکومت شرف لری .
 
ښاغلی کرزی د یاده مه اوباسه چی تاریخ لیکل کیږی او شخصیتونه نه هیریږی .
ستا د شخصیت او کارونو په اړه اوسنی او راتلونکې ځوان نسل به قضاوت وکړی چی ستا په دوره کې له موږ پښتنو سره څه وشول .
 
قضاوت خلګو او ولس ته پریږدو .. دغه پوښتنې له خپل وجدان نه وکړه . خدای ته ورتګ لری ......؟؟؟؟

کرزيه مبارک دې شه

لیکوال: محمود سعيد
يو ځل بيا دې د خپل تاريخ په پاڼو کې يوه کارنامه ثبت کړه. هغه کسان دې په ډېره بېړه له دندې ګوښه کړل، چې له رښتيا او حقيقت څخه ېې پرده پورته کړې وه. د دوي ګناه دا وه چې يوازې د پخوانيو سرشمېرنو پر بنسټ ېې د هزاره قوم شمېر نهه سلنه ښوولی وو او هغوي ېې د علمي څېړنو پر بنسټ له مغولو سره تړلي وو.

تا د دې کسانو د لسګونه کلونو زيار او علمي څېړنو ته په سپکه سترګه وکتل او يو ځل بيا دې (د افغانستان د علومو اکاډمي) د خپلو مصلحتونو قرباني کړه.

ته د هغه چا پر وړاندې پټه خوله ېې چې په عمل کې ېې پښتنو ته له ۲۰ په سلو کې کمه ونډه ورکړې ده او په رڼا ورځ ېې په حقوقو تېری کوي.

تا له دې پرته پر نورو ټولو هغو سپکو سپورو سترګې پټې کړې دي، چې ستا لوی قوم، مشرانو او ټول افغانستان ته کيږي.

تا تر ننه د افغان له نامه څخه منکر کسان په شا ټپولي دي او هغوي دې د ملي مصلحتونو! په نوم تر څنګ ساتلي دي.

تا د هغه چا پر وړاندې ګام نه دي پورته کړی چې احمدشاه بابا او ميرويس نيکه ته ېې سپکاوی کړی دي او هغوي ېې د ملتاني او بدوي په نوم ياد کړي دي.

تا د هغه چا پر کړنو سترګې پټې کړې دي، چې پښتانه ته (اوغو)، وحشي، ترورېست او غول وايي.

تا پر هغو نارواوو هم سترګې پټې کړې دي، چې د همدې ډلې له لوري له بېګناه کوچيانو سره کيږي، خېمې ېې سوځول کيږي، مېرمنې او ماشومان ېې وژل کيږي.

تا پر هغو ناراوو  هم سترګې پټې کړې دي، چې ستا له قوم سره په تخار، سرپل، بادغيس، جوزجان، کندز او نورو سيمو کې کيږي او د خپل سرو قوماندانو له لوري ېې ځمکې او شتمنۍ لوټ کيږي.

ستا په واکمنۍ کې، ملي يوالی په بې ساري توګه زيانمن شوی، دهيواد ملي ارزښتونه او يو ټوټه توب، له ګواښ سره مخ شوي دي.

دهيواد خپلواکي د پلورلو په درشل کې ده.

دولتي بنسټونه ددې پر ځاي چې پياوړي شي د شړيدو په حال کې دي.

د بيګناه کسانو د مرګ ژوبلې کچه له زغمه وتلې ده.

خلک له بيوزلۍ او بيکارۍ پوزې ته رسيدلي دي.

د بيوزلو او شتمنو تر منځ واټن زيات شوي دي...

ستا کارنامه په لوړو څوکيو د مخدوم رهين په شان متعصبو کسانو بيا بيا ګمارنه، په لوي لاس د افغانانو تر منځ د نفاق اور ته لمن وهل او خپل خلک له ځانه شړل او پردي کول دي.

رهين په لوي لاس د افغانانو دودونو او ژبو ته سپکاوي کوي.

په خپلو خبرو کې د افغانستان په ځاي د خراسان نوم اخلي او غواړي په افغانانو پردی فرهنګ وتپي او خپل کلتور ترې واخلي.

د همدې رهين د مستقيم امر له مخې د افغان پېپر، تاجک مېډيا، کابل پرېس او نورو پرانستل شوو برېښناپاڼو  ليکنې او څرګندونې ولوله او بيا ېې د بېنوا او سرنوشت سره مقايسه کړه، هغه چې رهين ېې د تړلو امر کړی دی.

تا همدا شان د اسماعيل خان په شان کس يوازې ددې لپاره چې د هرات له ولايت څخه لرې وساتل شي، د اوبو او بريښنا په شان د لوي بنسټيز وزارت په دنده ګومارلی دي.

هغه چې په خپلو درواغجنو وعدو ېې څو ځله زموږ خلک دوکه کړي دي، د خپل څو کلن وزارت په ترڅ کې په دې ونه توانيد چې يوازې د کابل وګړو ته په پوره ډول برېښنا ورسوي.

دنوموړي په زيار له ازبکستان څخه يوازې د بريښنا د مزو او ستنو په غزولو تر زر ميليونه ډالره ډير ولږيدل.

په داسې حال کې چې هر کال به ددې مزو او ستنو د ساتنې او بيا رغونې لپاره څلرويشت ميليون ډالره او ازبکستان ته هر کال د بريښنا په بدل کې تر يو سلو پنځوس ميليونه ډالر ورکول کيږي.

پورتنيو لګښتنو ته په کتو چې د يو غير مسلکي وزير له لوري تر سره شوي دي، ښايي موږ په تيرو اتو کلونو کې په خپل هيواد کې د ننه بريښنا د پنځونې لوی بندونه رغولي وای.

ستا له لورينې په ښوونيزه برخه کې د پښتون ميشتو سيمو حالت ډير د انديښنې وړ دي.

په سويلې او سويل ختيځو ولايتونو کې په سلګونه ښوونځي تړلي او په ميليونونه وګړي ښوونځيو ته له تګه محروم دي.

ددې تر څنګ له ښارونو پرته نږدې په ټولو سيمو کې د نجونو ښونځي يا خو بيخي پرانستل شوي نه دي او هغه چې پخوا پرانستي وو هم اوس تړل شوي دي.

تا د خپلې ماڼۍ په مينځ او يا هم څو مترۍ کې د ښوونځيو د زنګ په کړنګولو ډير ښوونيز کالونه پيل کړي دي، خو تر اوسه دې د نورو ميليونونو افغانانو په اړه هم فکر کړی دی او که نه؟

د لوړو زده کړو پر وزارت هم ستا ګمارل شوي ناست دي.

هغه کسان چې د مرګ له ويرې سره يو ځاي په کړاو دوولس کاله ښوونځي ته ځي.

له ښوونځي وروسته د لوړو زده کړو له يوه داسې وزارت سره مخ کيږي چې له دوي سره ډير له کرکې او دوه مخۍ ډک چلند کوي.

دې وزارت ته تر اوسه داسې څوک وړاندې نه شو چې لږ تر لږه له ټولو زده کړیالانو سره يو ډول چلند وکړي.

د خلکو له غوښتنو او کانکور د ازموينو د ګډون کوونکو له لاريونونو او هر ډول نارو سورو سره، سره تر اوسه تاسې ښاغلي په دې ټولو خبرو ځان ناګاره اچولی دی تا د پنجشېر او دايکندي کلي په ولايتونو بدل کړل، په دې تمه چې په ټاکنو کې رايې تر لاسه کړې، تا غله ته د قهرمان لقب ورکړ، تا جګړه مار ته د مارشال لقب ورکړ، تا قاتل ته د غازي امان الله خان مډال ورکړ...

دا دي ستا له لس کلنې واکمنۍ او زرګونه ميليونه ډالرو سره سره بيا هم زما او ستا هېواد د نړۍ په کچه شپږم ناکام هېواد دي، لا اوس هم د مېرمنو او ماشومانو د مړينې کچه بېسارې ده.

لا اوس هم د کوکنارو او قاچاق د لومړيتوب وياړ افغانستان لري.

لا اوس هم ميليونونه کسان بېکاره دي.

ښاغلی کرزی! دا خبرې د زړه له درده درته ليکم! هيله ده يوازې يو ځل ېې ولولې او غور پرې وکړې.

هيله ده د خپلې واکمنۍ دا وروستۍ ورځې د تاريخ په تورو پاڼو ونه لیکې.

دنښترویبلاګ یادشت:

موږدهرانسان، قوم اوقبېلې دتوهینوونکو او عام وژونکوترڅنګ دهرواکمن یوجانبه اعمال په کلکه محکوموو اوپه افغان ولس غږ کوو، چې درښتیني ملي یووالي لپاره کار وکړي نه دا چې دجنګي جنایتکارانو په لفاظي وغولیږي.

درنو لوستونکو!

کله، چې کریم خرم دکولتور وزیر و له یاد وزارت څخه یو کس خپل کلتوري رپوټ  د وحدت دګوند مشرحاجي محمدمحقق ته چې په هغه وخت کې  د ولسي جرګې فرهنګي مسؤل و وروړ هغه کس  په پښتو ژبه خبرې ورسره کولې محقق ورته وېلي و، چې

 «ادم واری ګف بزن»

دا مانا چې پښتو دانسانانو ژبه نه ده.

دا خبره هرچا ته ورسېده خو کرزي لا ترنن ورځې سر پرې ونه ښوراوه له محقق څخه یې پوښتنه څه چې یوه وړه ګیله هم ونه کړه نو پښتانه به دا ځل  په کرزي څه باوروکړي؟

باید زیاته کړو، چې هر انسان او هرقام خپلې ځانګړتیاوي لري که تاسې دالاندې لینک کښېباسئ دماضي او حال له څېړنې څخه وروسته به دراتلونکې څرک هم پکې ولګوئ:

http://www.youtube.com/watch?v=2T8JjPRqibo&feature=related