داوسوغـــــــــات دسوله ماتوپــــــــــــه غبرګولي میاشــــــــت کې
سهاروختي مې دلوګر ولایت په لوري حرکت وکړ موټر مې خپل و.
سالنګ ته چې راورسېدم د خدای پاک کارونه دي هلته دا لویه لاربنده وه .
یوه نیمه ورځ وروسته له یو دردوونکي انتظاره بیا د خپل هـدف په لور وخوځېدم .
دلارې په اوږدوکې مې د ذهن په تخته د خپل نازولي دوست دواده مېـله توده توده انځوروله .
دکابل له چهار چارپېرو اوښکلوغرونو داسې تند ور واوښتم لکه غرڅنی خوبیا هم سالنګ ځنډولی وم .
دسجاوندکلي ته تقریبأ سپېده چاود ور ورسېدم که ګورم کلی مې له ځمکې سره هموار ولید.
دیوڅو وزو او یوې غوا د رېږدېدلي حالت په لیدوسره سمدسـتي غرېو ترمرۍ ونیوم .
دناوه کۍ اونازولي دوست لپاره مې راوړي سوغاتونه په ځمکه وویشتل .
په بیړه بیړه مې دکنډوالوله مینځه دشهیدانوپه رایستلوپیل وکړ.
محمدامین بسمل