د کانګریس یو شمېر غړیو د افغانستان د جګړې پرضد اتحاد وکړ

 د امریکا په کانګریس کې د دواړو ګوندونو یو شمېر غړیو د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو او له دغه هیواده د امریکايي پوځیانو د ژر ایستلو لپاره جدي هلې ځلې پیل کړې.

د کانګریس مینانو دې ډلې، چې اوس یې شمېر نهو تنو ته رسېږي، د ۲۰۱۴ کال پای له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو اعلان شوې نېټه مصنوعي او غیرحقیقي وبلله.

د جمهوریتپال ګوند تینوتي جانسن وویل:« زموږ پوځیان په یوه داسي جګړه کې ښکېل دي چې ګټل کېدای نه شي.» د جمهوري غوښتونکي ګوند یوه بل غړي جېمز مک ګوفیرن وویل:«د دې جګړې د دوام لپاره هیڅ دلیل نشته.»

خو ډېره تونده خبره د جمهوريتپال ګوند والټر جونز وکړه. ده د امریکا پر مشرانو ږغ وکړ چې «د افغانستان پرځای، چې د میاشتې پکې لس ملیارد ډالره لګوئ، امریکا جوړه کړئ، بلا دې په افغانستان پسې وي.»

ده د امریکا له خلکو وغوښتل چې په افغانستان کې د امریکا د حضور د دوام پرضد راپورته شي.«ولي امریکایان په ټول هیواد کې مظاهرې نه کوي، زه نپوهېږم... په تېره بیا کله چې زموږ ځوانان او ځوانانې د افغانستان د فاسد مشر(ولسمشر کرزي) په خاطر وژل کېږي، په حقیقت کې د هیڅ لپاره مري.»

د کانګریس دغو غړیو د مې په یودېرشمه په یوه غونډه کې په دې ټینګار کړی و چې باید د افغانستان د مسلې لپاره د بهرنیو چارو وزارت له لوري د حل لار ولټول شي نه د پوځ او استخباراتي او امنیتي ادارو له خوا چې تل په خپلو راپورونو کې د جګړې پر دوام ټینګار کوي.

د کانګریس غړیو جونز او مک ګوفیرن پخوا هم له افغانستانه په ۲۰۱۳ کال کې د ټولو امریکايی پوځیانو د ایستلو طرحه کانګریس ته رای ورکولو لپاره وړاندې کړې وه خو یوازې یې اووه رایې ترلاسه کړای شوې.

 خو اوس تر بل هر وخت د افغانستان د جګړې د دوام لپاره ملاتړ کم شوی دی. له همدې کبله دا ډله کانګریس مینان باور لري چې هلې ځلې به یې نتیجه ورکړي. که څه هم د کانګریس مشران حاضر نه دي چې د دوی وړاندیز بحث ته وړاندې شي.

د جمهوري غوښتونکي ګوند غړې باربرا لي وویل:«لس کاله پوره شوي، د افغانستان په جګړه مو ۵۳۳ ملیارد ډالره لګولي، خو له دې سره سره داسي نه ښکاري چې دا مسله دې پوځي حل لاره ولري. امریکایانو په جار ویلي چې دا جګړه نور په دې نه ارزي چې هغې ته دې دوام ورکړای شي.»

له تاند څخه په مننه